امریکا د ملکی خلکو د وژلې شمیر پټ ساتی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80777-امریکا_د_ملکی_خلکو_د_وژلې_شمیر_پټ_ساتی
زمونږخبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (Central Intelligence Agency) ته حکم ورکړ د بې پایلوټه الوتکو په حملو کښې د وژل شویو ملکی وګړو شمیر پټ وساتی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2019 12:26 Asia/Kabul
  • دافغانستان او د سوریې په بیلابیلو سیمو باندې د امریکا دبې پایلوټه الوتکو په حملو کښې په سلګونو کسان وژل شوي .
    دافغانستان او د سوریې په بیلابیلو سیمو باندې د امریکا دبې پایلوټه الوتکو په حملو کښې په سلګونو کسان وژل شوي .

زمونږخبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (Central Intelligence Agency) ته حکم ورکړ د بې پایلوټه الوتکو په حملو کښې د وژل شویو ملکی وګړو شمیر پټ وساتی .

سپینې ماڼۍ نن په یوې(۱) بیانیې کښې وویل ولسمشر ټرمپ په یوه حکم کښې د بې پایلوټه الوتکو په حملو کښې د ملګی وګړو د مرګ په باره کښې راپور ورکول لغوه کړل .

د امریکا پخوانی ولسمشر باراک اوباما د فاع وزارت پینټاګان او ددغه هیواد جاسوسۍ ادارې ژمنې کړی وی چې په خپلو حملو کښې د ملکی خلکو دوژلې راپور ورکړی .

دافغانستان او د سوریې په بیلابیلو سیمو باندې د امریکا دبې پایلوټه الوتکو په حملو کښې په سلګونو کسان وژل شوی چې دغه چارې د دغو دوو (۲)هیوادونو د خلکو ، دپارلمان د استازیو او د  مذهبی او د سیاسی شخصیتونو غصه راپارولی ده .