د برجام په ساتنه د ملګرو ملتو تاکيد
د ايران د اېټمي پروګرام په اړه برجام نومې موافقه د 2015 کال د جولائۍ په ۱۴ نېټه د ايران او پينځه جمع يو ډلې ترمېنځ لاسليک شوه.
دغه موافقه د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ له شپاړسمې نېټې څخه اجرائي شوه. د امريکې حکومت د برجام د اجرائي کېدو له هم هغو وړومبني ورځو راهسې د هغې د اجرا په لاره کښې د خنډونو په اچولو او له برجامه د ايران د ګټو د کمولو لپاره په کوششونو لاس پورې کړ.
په امريکه کښې د ډونالډ ټرمپ په اقتدار کښې راتلو سره دغه خنډ اچونې زياتې شوې او هغه په ځلونو ګواښ وکړ چې هېواد به يې له دغې اېټمي موافقې اوځي. ټرمپ بالاخره د 2018 کال د مۍ په اتمه نېټه په يو اړخيزه توګه د برجام په اړه د واشنګټن د وعدو په خلاف ورزي کولو سره خپل هېواد له دغې نړيوالې موافقې ووېستۀ او د اېټمي بائيکاټونو د بيا لګولو اعلان يې وکړ.
د کارپېژاندي رېچرډ سوکو لېسکي د وېنا له مخې د امريکې د ولسمشر له برجامه د وتلو او په سيمه کښې له ايران سره د مقابلې په اړه په خپلې نوې اعلان شوې پالېسۍ کښې څه خاص سټراټيجک او حقيقت پسندانه اهداف نه لري.
خو له برجام اېټمي موافقې څخه د امريکې د وتلو باوجود د دغې مهمې نړيوالې موافقې نور لوري د هغې په ساتنې تاکيد کوي. د برجام په خلاف د واشنګټن پاليسي د څلور جمع يو ډلې يعنې روسيې، چين، جرمني ، فرانسې او برطانيې او د اروپائي اتحاديې د هېوادونو د قبول وړ نه ده.
ملګرو ملتو هم د ډېرې سترې او مهمې نړيوالې ادارې په توګه چې د نړۍ د صلحې او امنيت د ساتلو دنده هم په غاړه لري په ځلونو له برجام څخه خپل ملاتړ اعلان کړے او د برجام د ساتنې په ضرورت يې تاکيد کړے دے.
په دې لړ کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ مشرې مېرمن ماريا فرنانډا اسپينوزا د روان مارچ په اتمه نېټه يعنې پرون برجام د يوې ډله ايزې موافقې نتيجه وبلله او تاکيد يې وکړ چې ټولو ته پکار دي چې په دغه نړيوالې موافقې پابند اوسي. د هغې په قول ټول بايد د هغو مواردو چې يې لاسليک کړې دي احترام وکړي او ترې ملاتړ وکړي. د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ مشرې همدارنګ د برجام په وړاندې د اروپائي اتحاديې پاليسي مثبته وبلله او وې ويل: اروپايان د برجام د ساتلو غوښتونکي دي.
د برجام په باره کښې د ملګرو ملتو د نوي دريځ اعلان د دغې اېټمي موافقې په زمينه کښې د ايران په پاليسۍ باندې د يو بل تائيد په معنا ګڼل کيږي. د حکومتي چارواکو او نړيوالو ادارو څرګندونې او دريځ نيونې ښودنه کوي چې نړيواله ټولنه په برجام کښې د ټرمپ د خوښې د اصلاحاتو د راوستلو په باره کښې د هغه د غېر منطقي او زياته غوښتنې يا له برجامه د امريکې د وتلو د پاليسۍ مخالفه ده.
په حقيقت کښې په برجام باندې د تهران پابندي چې په ځلونو د اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس په رپوټونو کښې يې تائيد شوے دے د واشنګټن د اروپائي انډيوالانو لخوا د هر ډول بهانه لټونې امکان ختم کړے دے او په همدې وجه اروپائي ټروئيکا او اروپائي اتحاديې چې د برجام ساتنه د اروپا د امنيتي ګټو په چوکاټ کښې بولي کوشش کړے دے چې له ايران سره د مسدودونکو قوانينود اجرا او خاصو مالي لارو چارو د شروع کولو په شان لارو چارو په وړاندې کولو او اجرا کولو سره په برجام کښې د ايران د شتون د دوام زمينه برابره کړي.
په دا ډول حتی د واشنګټن اروپائي انډيوالان هم اعتراف کوي چې د برجام په خلاف د ټرمپ پاليسي د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د 2231 پرېکړليک په چوکاټ کښې د باراک اوباما د ولسمشرۍ په دوره کښې د امريکې لخوا د منلو شوو ژمنو په خلاف او همدارنګ د نړيوال مسلم اصل يعنې دحکومتونو لخوا د منل شويو ژمنو د منلو د لازموالي د اصل په خلاف ده.
---------