طالبان باید دافغانستان له حکومت سره خبرې وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80882-طالبان_باید_دافغانستان_له_حکومت_سره_خبرې_وکړی
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړی استازی« تادامیچی یاما موتو» په طالبانو ډلې غږ وکړ نیغ په نیغه د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2019 12:24 Asia/Kabul
  • سوله دافغانستان دخلکو اړتیا ده او خلک له جنګه ستړي شوي دي .
    سوله دافغانستان دخلکو اړتیا ده او خلک له جنګه ستړي شوي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړی استازی« تادامیچی یاما موتو» په طالبانو ډلې غږ وکړ نیغ په نیغه د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړی .

هغه د افغانستان په هکله د ملګروملتونو دامنیت شورا په بیګا غونډې کښې وویل په دغه هیواد کښې د جنګ دختمیدا او د امنیت دتامینیدا یوازنۍ لاره د کابل دحکومت او د طالبانو ډلې ترمینځ د سولې خبرې اترې دی .

د افغانستان په چارو کښې دملګروملتونو ځانګړی استازی تادامیچی یاماموتو زیاته کړه  ملګری ملتونه په افغانستان کښې د جنګ دختمیدا او دسولې دټینګیدا لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوی .

دافغانستان دملی امنیت سلاکار«حمد الله محب» هم په دغه غونډې کښې په طالبانو غږ وکړ چې له جنګ لاس واخلی او د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړی .

حمد الله محب وویل سوله دافغانستان دخلکو اړتیا ده او خلک له جنګه ستړی شوی دی .