د قزاقستان ولسمشر له قدرته څنګته شو
د قزاقستان ۷۹ کلن ولسمشر نور سلطان نظربایف کابو د دریو لسیزو له ولسمشرۍ کولو وروسته نن په یوه ټیلیویژني وینا کښې استعفا ورکړه.
له آلماتي زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د نور سلطان نظربایف اوسني ځاې ناستي قاسم زومارت توکایف د قزاقستان ولسمشري په غاړه اخیستې ده.
نظربایف د خپلې استعفا په توجیه کښې وویل: په دې وروستیو کلونو کښې د هیواد په ټولنیزې او اقتصادي برخې کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی ځکه مې د قزاقستان لپاره دا مهمه فیصله وکړه.
هغه زیاته کړه چې ټولنیزو مرستو ته د قزاقستان اړمن خلک د وزیرانو د کم کارۍ په وجه د حکومت تر ملاتړ لاندې نه دي راغلي او حکومتي چارواکي له خلکو سره نیغ په نیغه اړیکه نه لري او د هغوي له ستونزو نه دي خبر.
د ویلو ده چې نور سلطان نظر بایف د ۱۹۹۱ کال په دسمبر میاشت کښې د شوري اتحاد له ټوټې کیدو راهیسې د قزاقستان ولسمشر و.