د سلمان سلاکار له صهیونیسټ رژیم مرسته ترلاسه کړی ده
-
سعود القحطاني له دغو رودو په استفادې سره په ترکیې ، قطر، فرانسې او انګلستان کښې دجاسوسۍ اوزارونه پیاوړي کړي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی نیویارک ټایمز ورځپاڼې وویل د سعودی عربستان دولیعهد محمد بن سلمان پخوانی سلاکار په څو اروپایی او اسیایی هیوادونو کښې دجاسوسۍ لپاره دصهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ له یوه(۱) شرکت څخه مرسته ترلاسه کړی ده .
د ټیکنالوژۍد څارنې یوه شرکت (NSO)چې په نیواکی فلسطین کښې دیره دی دیوه(۱) هیکر له لارې د جاسوسۍ نوی رودې د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سلاکار سعود القحطانی ته منتقلې کړی دی .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې زیاته کړه سعود القحطانی له دغو رودو په استفادې سره په ترکیې ، قطر، فرانسې او انګلستان کښې دجاسوسۍ اوزارونه پیاوړی کړی دی .
متحده عربی اماراتو هم د ډارک میټر(Dark matter) په نوم دجاسوسۍ دیوه شرکت په جوړولو او د امریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (Central Intelligence Agency)د پخوانیو مامورینو په کار ګمارلو سره په قطر کښې د ټیلی فون تماسونه څاری