د هندوستان امنیتي ځواکونو دوه نور کشمیریان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81206-د_هندوستان_امنیتي_ځواکونو_دوه_نور_کشمیریان_ووژل
دوه تنه معترض کشمیري ښاریز د هندوستان د امنیتي ځواکونو په ډزو کښې ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2019 12:16 Asia/Kabul
  • د هندوستان امنیتي ځواکونو دوه نور کشمیریان ووژل

دوه تنه معترض کشمیري ښاریز د هندوستان د امنیتي ځواکونو په ډزو کښې ووژل شول.

د هندوستان پولیسو ویلي چې دغه دوه کشمیریان نن د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر په بدلګام سیمه کښې د هندي پوځیانو د ډزو له امله وژل شوي دي.

دغه ډزې د دواړو لورو ترمینځ د نښتې سبب شوې چې له امله یې پنځه هندي پوځیان هم زخمي شول.

پرون هم په شوپیان سیمه کښې د هندي ځواکونو په حمله کښې څلور کشمیریان وژل شوي وو.

د کشمیر خلک د دغې سیمې د برخلیک د ټاکلو لپاره د ټولپوښتنې په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک د اجرا غوښتونکي دي.

د تیرې فرورۍ میاشتې په څوارلسمه نیټه د کشمیر په پلوامه سیمه کښې د هندي پوځیانو په قافلې باندې د ترهګرو په حملو وروسته د دغې سیمې په خلکو باندې د هندي پوځیانو حملې زیاتې شوې دي.