دمسلمانو نړیوالې اتحادیې دلیبیا بریدونه وغندل
-
سعودي عربستان، متحده عربي امارات، امریکا، انګلستان او ځینې نور هیوادونه له خلیفه حفتر سره مالي او پوځي مرستې کوي .
زمونږ خبریال وایی د مسلمانوعلماو نړیوالې ټولنې په طرابلس د لیبیا د ملی پوځ په نوم د ډلې دځواکونو حملې وغندلې او هغه یې تیریګر اقدام وباله .
دمسلمانو علماو نړیوالې اتحادیې په یوې(۱) بیانیې کښې په طرابلس د لیبیا د ملی پوځ په نوم ډلې د ځواکونو د قومندان د خلیفه حفتر د حملو دغندلو په ترڅ کښې وویل د لیبیا په پلازمینې د خلیفه حفتر حملې تیریګر اقدام دی چې د ځینو عربو هیوادونو په مالی مرستې سره ترسره کیږی .
خلیفه حفتر د ملی وفاق حکومت د دړې وړې کولو لپاره چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت پیژندی اودغه راز د لیبیا دخلکو د نابودولو د ګډوډۍ درامینځته کولو او د وینې د تویولو لپاره د ځینو عربو هیوادونو په مالی او پوځی مرستې سره په طرابلس حمله کړی ده .
سعودی عربستان، متحده عربی امارات، امریکا، انګلستان او ځینې نور هیوادونه له خلیفه حفتر سره مالی او پوځی مرستې کوی .