دمسلمانو نړیوالې اتحادیې دلیبیا بریدونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81399-دمسلمانو_نړیوالې_اتحادیې_دلیبیا_بریدونه_وغندل
زمونږ خبریال وایی د مسلمانوعلماو نړیوالې ټولنې په طرابلس د لیبیا د ملی پوځ په نوم د ډلې دځواکونو حملې وغندلې او هغه یې تیریګر اقدام وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2019 09:57 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان، متحده عربي امارات، امریکا، انګلستان او ځینې نور هیوادونه له خلیفه حفتر سره مالي او پوځي مرستې کوي .
    سعودي عربستان، متحده عربي امارات، امریکا، انګلستان او ځینې نور هیوادونه له خلیفه حفتر سره مالي او پوځي مرستې کوي .

زمونږ خبریال وایی د مسلمانوعلماو نړیوالې ټولنې په طرابلس د لیبیا د ملی پوځ په نوم د ډلې دځواکونو حملې وغندلې او هغه یې تیریګر اقدام وباله .

دمسلمانو علماو نړیوالې اتحادیې په یوې(۱) بیانیې کښې په طرابلس د لیبیا د ملی پوځ په نوم ډلې د ځواکونو د قومندان د خلیفه حفتر د حملو دغندلو په ترڅ کښې وویل د لیبیا په پلازمینې د خلیفه حفتر حملې تیریګر اقدام دی چې  د ځینو عربو هیوادونو په مالی مرستې سره ترسره کیږی .

خلیفه حفتر د ملی وفاق حکومت د دړې وړې کولو لپاره چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت پیژندی اودغه راز د لیبیا دخلکو د نابودولو د ګډوډۍ درامینځته کولو او د وینې د تویولو لپاره د ځینو عربو هیوادونو په مالی او پوځی مرستې سره په طرابلس حمله کړی ده .

سعودی عربستان، متحده عربی امارات، امریکا، انګلستان او ځینې نور هیوادونه له خلیفه حفتر سره مالی او پوځی مرستې کوی .