فرانسې دامریکا د ولسمشر اقدام ته غبرګون ښودلی
-
د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې مهم رول لري .
رویټرز خبری اژانس وایی د فرانسې دبهرنیو چارو وزارت د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک پرضد دامریکا غلیمانه اقدام ته په غبرګون کښې په مینځنی ختیځ کښې د تاوتریخوالی د کمیدا دمخنیوی غوښتنه وکړه .
دفرانسې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دبهرنیو ترهګرو ډلو په فهرست کښې دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک د نوم په شاملولو کښې د واشنګټن اقدام ته په غبرګون کښې وویل پاریس په دې لړ کښې په سیمه کښې د تاوتریخوالو د مخنیوی غوښتونکی دی .
د فرانسې خارجه وزارت وویل له ټولو هیوادونو غواړو د تاوتریخوالو له زیاتولو یا د سیمې له بې ثباته کولو ډډه وکړی .
دفرانسې دبهرنیو چارو وزارت یوځل بیا له اټومی تړون څخه دامریکا له وتلو سره سره له ایران سره اټومی تړون ته د فرانسې په پاې بندۍ ټینګار وکړ .
د ترکیې خارجه وزیر مولود چاوش اوغلوهم پرون په انقرې کښې دقطر له خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثانی سره په ګډ خبری کانفرنس کښې د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په ترهګر بللو کښې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام وغاند .
مولود چاوش اوغلو په دې خبرې ټینګار سره چې د سپاه پاسدران پرضد دامریکا اقدام هیڅکله دمنلو وړ نه دی وویل هیڅ هیواد نشی کولای دیوه(۱) بل هیواد وسله وال ځواکونه ترهګر اعلان کړی .