ظريف: که سپاه پاسداران نه وې داعش تر اروپا تلۀ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81442-ظريف_که_سپاه_پاسداران_نه_وې_داعش_تر_اروپا_تلۀ
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د اروپا تر دروازو پورې د رسېدو لپاره د داعش ترهه ګرو په ناکامۍ کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو رول مهم اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 11, 2019 05:12 Asia/Kabul
  • ظريف: که سپاه پاسداران نه وې داعش تر اروپا تلۀ

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د اروپا تر دروازو پورې د رسېدو لپاره د داعش ترهه ګرو په ناکامۍ کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو رول مهم اعلان کړ.

محمد جواد ظريف پرون په خپله ټوئيټر پاڼه کښې د امريکې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍپه انتخاباتو کښې له هېلري کلېنټن سره د ډونالډ ټرمپ د مناظرې د ويډيو په خپرولو سره وويل، ډونالډ ټرمپ په دغه ويډيو کښې اعتراف وکړ چې ايران په سوريې کښې د داعش د تباه کولو په حال کښې دے.

د ايران خارجه وزير تاکيد وکړ، که د عراق او سوريې د مېړنو ولسونو ترڅنګه د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو مبارزه نه وې کړې داعش به دوه عربي پائېتختونه نيولي وې او يوترهه ګر فوځ به يې د اروپا دروازو ته لېږلے وې.

د امريکې حکومت د تېر ګل په ورځ د ايران په خلاف د اقداماتو او په هغو ځواکونو د دباو د سياست په دوام کښې چې له ترهه ګرو ډلوسره د مبارزې له لارې يې واشنګټن په سيمه کښې د خپلو اهدافو په پوره کولو کښې ناکامه کړ د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر دخپل تش په نامه ترهه ګرو ډلوپه لېسټ کښې راوست.

د ايران د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت عالي شورا هم د امريکې د دغه اقدام په ردعمل کښې د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د دغه هېواد فوځي ځواکونه او ورسره وابسته ټول ځواکونه ترهه ګره ډله معرفي کړه.