دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81509-دتهران_او_کابل_چاپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیتی سایټ خوږمینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو.نو تر پایه راسره ملۀ ووسئ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 14, 2019 07:54 Asia/Kabul
  • دتهران او  کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیتی سایټ خوږمینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو.نو تر پایه راسره ملۀ ووسئ.

دتهران درست ورځپاڼو خپلې زیاتره برخې  دایران دسیل ځپلو سیمو لپاره له نړیوالو مرستو دوام سره  اړونده کړی دی او لیکلی ئې دی ،  دایران د اسلامی جمهوریت دبیلابیلو سیل ځپلو سیمو اوخلکو د کړاؤنو دکمولو او له دوی سره دخواخوږۍ په خاطر  دنړیوالو مرستو  دوام  دامریکائی حکومتی چارواکو له انسانیّت سره له دښمنیو سره سره هماغه راز د وام لری،او داسې  کومه ورځ نشته چې ددغو سیل ځپلو لپاره  له انسانیّت سره دهمدردرۍ کونکو مرستې ایران ته راونه رسیږی .

 دغو ورځپاڼو  لیکلی دی،دایران داسلامی جمهوریت د سرې میاشتې د حسابونو د بلوکه کولو اوتړلو لپاره د امریکائی حکومت  له دښمنۍ سره سره ، دنړیوالو  غیر نغدی مرستې سیل ځپلو ته هماغه راز لیږدول کیږی .دایران دخارجه وزارت ویندوی څو ورځې مخکې دایران له خلکو سره دامریکا د حکومت  په غلیمانه  رودې په سختو نیوکو سره  وئیلی وو ، معمولان حتی په سختو اوبیړنیو حالاتو اوشرائطو کې دبانکونو درست سسټمونه نه تړل کیړی او دسره صلیب او سرې میاشتې په څیر د اورګانونو له لارې  خلکو ته دانسان د وستۍ مرستو دلیږدولو ا مکان  برابریږی  ، خو ا امریکا په یوه انسان ضده او ظالمانه  کړچارکې دایران سیل ځپلو خلکو سره د مرسته رسونې  درستې نړیوالې لارې تړلی دی،خو البته دغه لارې به هیڅکله هم بندې نشی او د انسان دوستۍ مرستو لیږدونکی په هره لاره چې وی دسیل ځپلو د کړاؤنو دکمولو لپاره دغه مرستې لیږدوی .په دغو مرستو کې د نړۍ دکاتولیکانو درهبر پاپ فرانسیس  له خوا دایران دسیل ځپلو دکړاؤنو دکمولو لپاره  سل میلیون یوروئی سملاسی مرستې د واټیکان د انسانیّت د اساسی پراختیا  دلوړتیا د دفتر له لارې  لیږدول شوی د ی او ددغه دفتر  مسئولانو وئیلی دی ،  دا  د سیل ځپلو لپاره د پاپ فرانسیس  له خوا د یوې معنوی خواخوږۍ   څرګندول دی  . دغه مرستې به  په تهران کې د پاپ  دسفارت  د ځای دفتر په وسیله  وویشل شی  .

=     جمهوری اسلامی ورځپاڼې  پخپلې نننۍ ګڼې کې  لیکلی دی ، دملګروملتو  دامنیت شورا تر بندو تنبو شاته پخپلې بیړنۍ ناستې کې   غیر پوځی کسانوته په سوډان کې د قدرت دسپارلو غوښتنه کړې ده .د امنیت شورا یوه ډیپلو ماټ  الشرق الاوسط ورځپاڼې سره  په خبرو کې وئیلی دی و چې ددغې شورا پنځلسو غړو هیوادونو استازو  په سوډان کې د غیر پوځی  کسانو ته دقدرت  دمنتقلولو  په ضرروت په ټینګار سره وئیلی دی ،له دې مخکې چې په دغه هیواد کې   دبې ګناه خلکو نوره وینه وبهیږی،پوځی چارواکی دې په سوله ایز ډول قدرت  سملاسی غیر پوځی کسانو ته وسپاری.

 د ملګروملتو د سرمنشی آنتو نیو ګوتریش  ویندوی سټیفن دوجاریک   وئیلی دی ګوترش  له نزدې   دسوډان  حالات څاری  او غوره ده چې  د ښآریزو  اصلی حقوق او آزادۍ  وساتل شی .  

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دامریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ایشواکړې ده ، دسعودی عربستان واکوالانو  دلیبیا په ختیځ کې  د دیره ځواک قوماندان  خلیفه حفتر ته  د طرابلس په ضد له پوځی عملیاتو څخه  دملاتړ لپاره  د لسګونو میلیونو ډالری  مالی مرستو ژمنه ورکړې   ده .   په دغه راپور کې چې د ځینو  عربستانی مسئولانو له قوله خپور شوی ،  راغلی دی ، له دې مخکې چې  خلیفه حفتر  پر طرابلس    دکنټرول لپاره خپل پوځی  عملیات پییل کړی ،  او ترخپل کنټرول لاندې  دهیواد  یو موتی کولو  لپاره  اقدام وکړی ، سعودی عربستان  هغه ته    له دغو عملیاتو څخه دمالی ملاتړ لپاره  دلسګونو میلیون ډالرو مالی مرستو وړاندیز کړی ؤ .

 په تور سمندر کې  دناټو د نړیوالې مانورې  له ترسره کیدا سره په یو وخت  د  روسیې هم  په دغه سمندری حدودو کې  دخپلو توغندوی ضددفاعی سسټم او  هوائی او سندری ځواک  مانوره  پیل کړې ده ،  چې د ناټو او روسیې  ترمینځ  ئې  دخطرې ټلۍ  کړنګولې ده .

 دعربی  نړۍ یوه شناندی او لیکوال  عبدالبادری عطوان  ددې خبرې په کولو سره چې په فارس خلیج کې د امریکا او د هغې دمتحدانو د چورلیز په باب د مصر او اردن سیاستونه بدل شوی دی،له  عربی ناټو څخه دقاهرې د وتلو په باب ئې  په یوې مقالې کې لیکلی دی،دغه ائیتلاف چې  اساسا  اسرائیلو په ګټه د فرقه پالنې   په اساس په مذهبی جنګونوکې د سیمې د لوُ لَپَه  کولو( د اور په لمبو کې دسوزولو)لپاره ؤ، یو انحصاری ائیتلاف باندې بدل شوی دی او ممکنه ده یوازېنی غړی ئې سعودی عربستان،بحرین او شاید متحده عری امارات  وی .

دانګلستاهن خارجه وزارت ایران ته د  بریټیش ایرویز هوائی شرکت دالوتونو  دځنډیدا په پیښې کې یوازې  له  افسوس کولو  او  ددغې فیصلې په تجارتی بڼې له ټینګار پرته بل هیڅ اقدام نه دی کړی،دا دی اوس ئې ژمنه کړې،چې د انګلستان دپاچائی پُسټ خصوصی  شرکت( رویال میل )په فیصلې سره، ایران  ته د مراسلاتو د دریدا په باب  پلټنې کوی .

دلبنان ولسمشر میشل عون  د امریکا دکانګرس  دپلاوی له غړوسره په  کتنې کې وئیلی دی،چې د  لبنان د خاورې د برخې  جولان  دځینو سیمو یعنی  د شبعا او دکفرشوبا  دلوړو  اسرائیلو ته  له ورکولو سره بشپړ مخالف دی او په دې  سیمو داسرائیل حاکمیّت هیڅکله هم  نه منی .

دفلسطین یو شپږ کلن ماشوم چې د صهونیسټ رژیم  په وحشی پوځیانو دکاڼو د ګوزارونو کولو پاندې تورن شوی،په زخمی حالت کې نیول شوی او ممکنه ده نن یا سبا  دصهونیسټ رژیم په پوځی محکمې کې  احضار شی .

=    داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې  لیکلی دی ، دشمالی کوریا رهبر کیم جونګ اون  روښانه ړې ، تر څو چې دمریکا  کړچار بدل شوی نه وی  ددغه هیواد حکومتی لوری سره خبرې اترې  هیڅ امکان نه لری .

ورځپاڼه په دوام کې لیکلی ،  د چین او امریکا ترمینځ تجارتی جنګ  دګاډو  صنعت ته هم وغزید.

 کره راپورونه ښئ  د  ترکیې او متحده عربی اماراتو دځینو   اورګانونو د مسئولانو په بشبړ ملګرتیا سره  عراق ته داوکراین دوسلو قاچاق  هماغه راز دوام لری ، چې داغ چاره  په جنګ ځپلی عراق کې د  جنګ د لمبو دزیاتیدا احتمال یو ځل بیا زیاتوی .

دفرانسې د زیّړو جیکټونو د غورځنګ  پلویانو د  پانګوال نظام په ضد  اونیز لاریون  په  دوه ویشتمې اونۍ کې  بیا هم  دفرانسې په واټونو کې   دپانګوال نظام په ضد چغې پورته کړې او له پولیسو سره ونښتل چې وئیل کیږی  په ډیرې سختئ  سره ځپل شوی دی .

دپاکستان د شیعه عالمانو دشورا مشر علامه ساجد علی نقوی  دشیعه نسل وژنې  د لړ ۍ دبیرته پیلیدا په دوام کې  دپاکستان حکومت ته سخت  ګواښ کړی چې که ددغې لړۍ ددریدا لپاره سملاسی اقدام ونه کړی ، نو دپاکستان شیعیان به واټونو ته رووځی او خپله دفاع به پخپله وکړی . \

=      اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو  ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو .( البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )

=   د کابل چاپ ّځینو  نننیو ورځپاڼو تر ډېره د طالبانو له لوری د اعلان شویو «الفتح» پسرلنیو عملیاتو په اړه لیکنې او تبصرې کړی دی.

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی افغان ولس د ژرندې د دوو پلو ترمنځ  په عنوان سره یوه مقاله  لیکلی ،په سرمقالې کې راغلی، له یو پلوه د قطر په غونډه کې د حکومت له‌خوا د پلاوی د ټاکلو په بهیر کې ناغېړی، بل لورته د طالبانو له‌خوا د الفتحې په نوم د پسرلنیو عملیاتو پیل، په افغان ولس کې سختې اندېښنې راپیدا کړی دی.

د سرمقالې د لیکوال په باور طالبان دا دی په سیاسی سټېج خبرو ته ناست دی، د هېواد راتلونکی په باب په پرېکړو کې شریک دی، اوس دوی ته د داسې پراخو او درنو بریدونو اړتیا او منطق څه دی؟

=   بلې خپلواکې ورځپاڼې مسیر په خپلې سرمقالې کې لیکلی، د سولې د خبرو له تودېدو سره تمه دا وه چې طالبان به د نورو کلونو خلاف سږکال پسرلنی عملیات نه اعلانوی یا لږ تر لږه به یې د دوحې تر غونډې وځنډوی، خو دغې ډلې یوځل بیا د خلکو د تمې خلاف ګام پورته کړ.

د سرمقالې په پای کې راغلی طالبان، دولت او امریکا درې واړه باید نور د وژنو او وینې بهېدنې دغه بهیر ته د پای ټکی کېږدی او نور د دغه کړېدلی ولس د صبر ازموینه وانه‌خلی.

=    د ماندګار خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی «له خالد تر الفتح» د سرمقالې د لیکوال په اند الفتح عملیات د خالد عملیاتو په مقابل کې اعلان شوی، دا چې خالد عملیات به الفتح عملیات په شا وتمبوی، په راتلونکو ۱۱ میاشتو کې به معلوم شی.

=     ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلی د پاکستان د شیطانی نظامیانو توطئې باید شنډې شی.

اصلاح دولتی ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې د ارګ په حواله لیکلی، د طالبانو پسرلنی عملیات د دوی د نامشروع جګړې د دوام نښه ده.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې چې داسې مخکنیو تدابیرو ته اړتیا ده چې د دښمن پلانونه په هغه لومړۍ نطفه کې شنډ کړای شی.

=   د هېواد دولتی ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلی،طالبان که د افغانانو بچیان وی، نوله دې جګړې دې لاس واخلی او د خپل هېواد او ولس پرضد دې جګړه نه‌کوی.

بلې دولتی ورځپاڼې انیس لیکلی،دنړۍ او افغانستان دینی علماووپه واضح ډول ویلی چې د افغانستان جګړه دینی مشروعیت نه‌لری.

د همدې ورځپاڼې په سرمقالې کې یادونه شوې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د اعلان په غبرګونه کې په ملی او نړیواله کچه اندېښنې ښودل شوی او ویل شوی چې دغه به د افغان ولس دردونه نور هم زیات کړی او د زیاتو بې ګناه انسانانو ژوند به واخلی.

هشت صبح خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلی چې د وینو د توېدو مخنیوی د خلکو غوښتنه ده.