د فرانسې خارجه وزارت: پېرس د برجام په اجرا ژمن دے
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81544-د_فرانسې_خارجه_وزارت_پېرس_د_برجام_په_اجرا_ژمن_دے
د فرانسې خارجه وزرات پرون په واشنګټن کښې د دغه هېواد د سفير د جنجالي ټوئيټونو په ردعمل کښې وويل، پېرس د برجام اېټمي موافقې په اجرا ژمن دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2019 01:36 Asia/Kabul
  • د فرانسې خارجه وزارت: پېرس د برجام په اجرا ژمن دے

د فرانسې خارجه وزرات پرون په واشنګټن کښې د دغه هېواد د سفير د جنجالي ټوئيټونو په ردعمل کښې وويل، پېرس د برجام اېټمي موافقې په اجرا ژمن دے.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې د فرانسې خارجه وزارت د دې په بيانولو سره چې برجام اېټمي موافقه په 2231  پرېکړليک کښې د ملګرو ملتو د امنيت د شورا لخوا تائيد شوے دے واضحه کړه: دغه نړيواله موافقهد نړۍ د ثبات ساتنې لپاره لازمي ده.

په امريکه کښې د فرانسې سفير د تېر ايتوار  په شپه په خپله ټوئيټر پاڼه کښې ادعا کړې وه چې ايران د برجام اېټمي موافقې له لاسليکولو وروسته د يورانيمو پخولو اجازه نه لري.

ژرارډ آورد همدا رنګ ادعا کړې وه چې ايران مجبور دے چې د اېن پي ټي معاهدې او الحاقي پروټوکول له مخې په سختو څارونکو حالاتو کښې ثابته کړي چې اېټمي فعاليتونه يې صلح ايز دي.

په امريکه کښې د فرانسې د سفير دغه بحث راپارونکي ټوئيټونه دايران د خارجه وزارت  له پرېکنده ردعمل سره مخامخ شول.

په امريکه کښې د فرانسې د سفير دغه څرګندونې همدارنګ د دې سبب شوې په تهران کښې د فرانسې نوےسفير فېلېپ تائي بو وړمه ورځ د ايران خارجه وزارت ته احضار کړے شي. د ايران لخوا د سخت  له ردعمله وروسته ژرارډ آروډ وړمه شپه د برجام او د ايران د يورينيمو د پخولو په اړه له ټوئيټر پاڼې څخه خپلې هزيان وينې پاکې کړې.