دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81625-دتهران_او_کابل_چاپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو ،په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو.نو راسره ملۀ ووسئ
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 20, 2019 07:45 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو ،په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو.نو راسره ملۀ ووسئ

دتهران ورځپاڼو په سر کې داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل تندی ئې لیکلی دی،دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر روښانه کړې،امریکا او نړیوال استکبار دایران دملت او وسلوال پوځ څخه د څلویښت کلنی مقاومت  په خاطر غوسه او سربداله ده . 

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی،دایران داسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزیرمحمودعلوی وئیلی دی،په تیریوه کال کې دامریکا داستخباراتی ادارې  دوه سوه نوی جاسوسان  پیژندل او نیول شوی دی .هغه دغه راز وئیلی دی،کابو یوسل نوی تکفیری ترهه ګرو ټیمونو سرههم مقابله شوې او دغه راز دایران په جنوب لویدیځی پولو کې یوشمیر تکفیری ترهه ګر سره د ډیرو وسلو اومهماتو نیول شوی هم دی .

دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیرمحمد جواد ظریف دنړۍ دهیوادونو خارجه وزیرانو ته په لیک لیږدولو سره په ډګه وئیلی دی درست هیوادونه دې  دامریکا دیو اړخیزو او خطرناکو اقداماتو دمخنیوی لپاره لاس په کار شی .

دشمالی کوریا  خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره روښانه کړې تر څوچې د امریکا اوشمالی کوریا په ایټمی خبرواترو کې ددغه هیواد د خارجه وزیر مایک پمپئو په څیر نابالغ  کسانوی،په دغو خبرواترو کې به ګډون ونه کړی . داپه داسې حال کې دی چې  په همداوروستیو کې یو ځل بیا د شمالی کوریا د رهبر کیم جون اون په شتون  کې ګائیډیډ لرواټنه توغندی هم په بریالیتوب سره آزمویل شوی دی .

=     جمهوری اسلامی ورځپاڼې هم لیکلی دی ، دتهران دجمعې لمانځه خطیب  حجةالاسلام کاظم صدیقی د  جمعې لمانځه په خطبو کې  دترهه ګرو ډلو په لیسټ کې د   اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دنامې  شاملولو ته په اشارې سره  وئیلی دی ، د دوی  دغه بې شرمه او کم عقله  اقدام  دامریکا مستکبرو مشرانو شرارت نندارې ته وړاندې کړ ی ، خو  اروپایان هم له  امریکایانو کم  نه دی  او په سختو ورځو کې مونږ یوازې پریږدی  او غواړی پر مونږ ملنډې ووهی خوباید  مونږ  داروپایانو په باب هم  ځیر او هوښیار ووسو.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دملګروملتو  دبشری حقوقو لوړکمیشنر په بحرین کې د آل خلیفه رژیم په وسیله  د یو سل نهه دیرشو ښاریزو د تابعیّت  په سلبولو کې ددغه رژیم  د محکمې  دفیصلې په اجرا داندیښنې په څرګندونو سره  وئیلی دی ،په زیات احتمال سره  دغه محکمه  د نړیوال عادلانه قضاؤت  سټنډرډونه  نه لری .

دپاکستان په بلوچستان صوبې کې  د مکران او ګوادر په لاره کې  له بسه  یوشمیر  کسان  دهغوی له شناختی کارډونو له پلټنو وروسته کوز کړی او په ډیر بوږنونکی ډول ئې وژلی دی ، وئیل کیږی  چې  دا ټول  دحکومتی   پوځی اورګانونو پرسنل دی  او وئیل کیږی  چې پړه ئې هم دبلوچستان  د بیلتون غواړو بلوچو  ډلې براس  په غاړه اخستې ده .

دفلسطین اسلامی جهاد  غورځنګ د پیړۍ د معاملې یا سازباز  په ضد دیوې واحدې  جبهې د جوړیدا غوښتنه وکړه .

دلبنان الاخبار ورځپاڼې په یوه راپور کې وئیلی دی ، دابوظبئ د ولی عهد محمد بن زاید ددفتر  یوې سرچینې  د سعودی عربستان دپاچا  ملک سلمان او دهغه د زوی یا ولی عهد محمد بن سلمان  ترمینځ  له اختلافاتو پرده پورته کړې  او لیکلی ئې دی ،  ابوظبئ په دې اندیښمنه ده چې  دغه اختلافات له ریاض سره د هغوی په نزدو اړیکو په تیره بیا په تیرو څلورو کلونو کې  چې  محمد بن زاید له محمد بن سلمان سره څومره نزدې شوی په دغه نزدیکت او سټراټژیکو  اړیکو منفی اغیزې وشیندی .

د یمن  په لسګونو زره خلکو  د دغه هیواد دلوړې سیاسی شورا د وخت  دمشر صالح الصماد  دشهادت دکلیزې په مناسبت سترې مظاهرې کړی او د شهید الصماد دسترو عکسونو په اوچتولو سره ئې  د امریکا او آل سعود رژیم دجنایتونو په  ضد سخت شعارونه ورکړل . د آل سعود رژیم جنایتکار ائیتلاف جنګی الوتکو د ۲۰۱۸کال  د اپریل په نولسمه نیټه  په الحدیده ولایت کې  د لویدیځی جبهو او سیمو دلیدو په وخت  دصالح الصماد په کارون توغندوی حمله وکړه چې  هغه او ورسره شپږ نور ملګری  ئې شهیدان کړل .

د ونزویلا ولسمشر  نیکلاس مادورو دامریکا مشرانو ته په خطاب کې  ددغه  هیواد دبندیزونو  په بې اغیزې بللو سره  وئیلی دی ، دنړیوال استکبار نوی بندیزونه او دباؤنه به  کاراکاس   نور هم قدرتمند کړی .

 دروغتیا نړیوالې ادارې په یوې اعلامیې کې وئیلی دی  په لیبیا کې روانو جګړو څه دپاسه دوه سوه کسان  وژلی او  کابو نهه سوه نور ئې ټپیان کړی دی. داپه داسې حال کې دی چې  دوخت په تیریدا سره ،  پر خلیفه حفتر  چې د سعودی عربستان اوامریکابشپړ ملاتړ ورسره دی ،په طرابلس کې  په حملې  کې د هغه  داقدام په ضد دریځونه  نوره هم سختیږی .

=    اوس هم راګرځو  د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه موراخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو .( البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )

 دکابل چاپ  ویسا خپلواکې ورځپانې په خپله سرمقاله کې لیکلی، د قطر غونډه وځنډېده که لغوه شوه، دا به وروسته روښانه شی، خو هغه څه چې د قطر د غونډې په باب د قطر او کابل ترمینځ د طالبانو، سیاستوالو او حکومت ترمینځ په دې ورځو کې پېښ شول، لنډ او اوږده لېستونه راووتل، همغږی او مخالفتونه وشول او بالاخره د بین الافغانی تفاهم غونډه په خپل وخت ونه شوه چې د سرمقاله لیکونکی په خبره، څومره چې پرې افسوس وکړو، لږ دی.

ورځپاڼه لیکی، په دې لوبه کې هېڅ څوک هم ګټونکی نه وو او نه دی، سره له دې چې ظاهراً د حکومت مراد پوره شو او غونډه ونه شوه.

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې د یو شمېر افغان شنونکو په حواله لیکلی، په تېرو دوو اوونیو کې د دوحې د ناستې لپاره د افغان حکومت هڅو د سیاسی عملیاتو بڼه درلوده او د پردې تر شا د ارګ هڅه دا وه چې یاده غونډه لغوه کړی.

په مطلب کې راغلی، ټاکل شوې وه چې دغه ناسته د روانې میلادی میاشتې له ۱۹ تر ۲۱مې نېټې پورې په قطر کې جوړه شی.

خو جمهوری ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې وروسته له هغې چې په دغه غونډه کې د ګډون کوونکی پلاوی د سفر لپاره ټوله تیاری ونیول شوه، د قطر حکومت یو نوی نوملړ چې باید یاد کسان په دغه غونډه کې ګډون وکړی، افغان حکومت ته وسپاره چې په اعلامیه کې دا د افغانانو پرېکړې او ارادې ته بې احترامی ګڼل شوې ده.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې د یو شمېر شنونکو په حواله لیکلی، دا چې له افغانستانه قطر ته د تلونکی پلاوی شمېر ډېر او جوړښت یې ځواکمن و، نو طالبان له دغې غونډې په شا شوی او هڅه یې کوله چې د خپلې خوښې کسان د مسکو په څېر دوحې ته هم ور وغواړی.

د شنونکو په حواله دا هم راغلی چې طالبانو د مسکو په غونډه کې ډېره سیاسی ګټه پورته کړه او د دوحې د ناستې په اړه یې هم ورته پلان درلود.

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا په دې اړه د یو شمېر بهرنیو اژانسونو په حواله په خپل یوه مطلب کې لیکلی چې د دوحې د غونډې ځڼډېدل افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د هلوځلو شاته تګ و.

 داپه د اسې حال کې دی چې  د طالبانو یوه ویندوی ذبیح ا...  مجاهد د قطر د دوحې  دغونډې لغوه کیدا یا ځنډیدا مسئول د کابل حکومت او هغه پټ لاسونه بللی دی ، چې  نه غواړی په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شی او بهرنی نیواکګر ځواکونه هم له دغه هیواده ووځی .