دتهران ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81733-دتهران_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو. هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 25, 2019 07:58 Asia/Kabul
  • دتهران ځینی نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو. هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ .

دتهران درستو ورځپاڼو  نن خپلې زیاتره برخې د بیلابیلو صنائعو  دکارګرانو په ټول کې داسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای پرونیو مهمو څرګندونو ته بیلې کړی دی .  دغو ورځپاڼو لیکلی دی ، داسلامی انقلاب  معظم لارښود پخپلې وینا کې  دایران  د تیلی صادراتو په ضد دامریکائی  حکومت د وروستیو بندیزونو  په باب جوته کړې ده ،  هرڅومره چې  لازم وګڼو  تیل به صادر کړو او په دې اړه له هیچا داجازت  ضرورت هم نه و ینو . دایران ملت داسې ملت نه دی چې  دهغه په ضد څوک  دسیسه وکړی او  دوی یوازې نندارچیان ووسی .

دتهران درستو ورځپاڼو لیکلی دی ،د اسلامی انقلاب معظم رهبر پخپلې وینا کې  ټینګار  کړی، دښمن د ایران د ولس په ګونډو کولو لپاره  په اقتصادی دباؤ متمرکز شوی دی خو پوه دې شی چې دا ولس هیڅ کله نه په ګونډو کیږی او د ودې او ترقۍ لپاره د بندیزونو له فرصته د استفادې په ترڅ کښې، د امریکا دښمنۍ بې ځوابه نه پریږدی.حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ایران د تیلو د صادراتو د لارو بندولو لپاره د امریکا د هڅې په باب وئیلی ، د ایران فعال ولس او هوښیارو مسئولانو ښودلې ده چې که همت وکړی نو ټول بندیزونه ماتوی او جوته ده چې د امریکا دا کوشش به هم کامیاب نه شی او د ایران اسلامی جمهوریت به چې هر څومره ضروری وی او اراده یې وکړی، تیل به صادر کړی.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر په یو بل ټکی کښې د امریکا د تیلی دباؤنو د زیاتیدو په هکله وویل: د تیلو په خرڅون پورې د پیئلتیا کمیدل قدر او یو ډول فرصت ګڼو او ورڅخه پر خپلو کورنیو توانمنیو باندې د لازیاتې تکیې لپاره کار اخلو.

 دتهران ورځپاڼو همداراز لیکلی دی ، د اسلامی انقلاب معظم رهبر همدا شان د امریکایا او صهیونیسټی چارواکو ادعا ته په اشارې سره زیاته کړې، دوی وایی چې د ایران د اسلامی جمهوری نظام دښمنان دی او د ایران له ولس سره هیڅ دښمنی نه لری، خو له اسلامی جمهوریت سره دښمنی، د ایران له ولس سره دښمنی ده ،ځکه چې اسلامی جمهوریت د خلکو په مرستې سره ولاړ دی او که د خلکو مرسته نه وی نو اسلامی جمهوریت به هم نه و.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای همداراز روښانه کړې، لکه څنګه چې مې په دې وروستیو کښې ویلی، د دښمنانو هلې ځلې د هغوی د دښمنۍ وروستۍ سلګۍ دی او دښمنان به بلآخره د ایران د ولس خلاف له دښمنۍ ستړې شی خو دا ولس به له کار او زیار او پایدارۍ او پرمختګه هیڅ کله ستړی نه شی.

=   داهم  د تهران  کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې بیا لیکلی دی ، دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د  عمومی قوماندان دبدرګې او  معرفۍ  په دستورو کې  دایران  داسلامی جمهوریت دپوځ لوی درستیز سردار  جنرال محمد باقری  پخپلې وینا کې وئیلی دی ، دسپاه پاسدارانود نوی عمومی قوماندان سردار حسین سلامی دوران   به په پریکنده توګه د  دښمنانو د ماتې پړاؤ وی .

ورځپاڼې بیالیکلی دی،کینیډا یوڅیړاند او دپوهنتون استاد پروفیسرډینس رنکرټ وئیلی دی  د ترهه ګرۍ په ضد  مبارزه کونکی دایران داسلامی انقلاب سپاه پاسداران ترهه ګر اورګان نه  بلکې  دامریکا پنټاګان  ترهه ګر اورګان دی ، چې  دترهه ګرو روزنه ، راپنځونه او  په وسلو او مالی مرستو  سره ئې  دنړۍ  لپاره یو سرخوږی رامینځةکړی دی .

 دایران  دتیلو پیرپلور په ضد  د امریکا د غیر قانونی او یو اړخیز اقدام څخه څو ساعته وروسته   د امریکا په زیاترو سیمو کې د تیلو اوپیټرولو بیّه په اوڅاره توګه زیاتې شوې .

دسعودی عربستان  آل سعود رژیم  په یوه بل وحشی ډوله اقدام  کې  ددغه هیواد ۳۷ښاریز په دې تورونو چې د آل سعود رژیم  دجنایتونو په ضد ئې  خبرې کړی ،پانسی کړی دی ، چې په هغو کې  دسعودی عربستان دختیځو سیمو  ۳۳شیعیان  هم تر سترګو کیږی .

ملګروملتو اړونده ادارې  په یوه وروستی راپور کې  دافغانستان پوځ او په دغه هیواد کې دیره امریکائی او ناټو ځواک   دعامو خلکو د وژول دزیاتیدا  مسئول وبلل .

 داپه د اسې حال کې دی چې  ځینی کړئ وائی   په افغانستان کې  د عامو خلکو دمرګ ژوبلو  دزیاتیدا  عامل وسلوال طالبان دی ،خو طالبانو ډلې هم دغه  ادعا رد کړې او وئیلی ئې دی ،  دافغانستان  د  عامو خلکو  د عامې وژلې  مسئول په دغه  هیواد کې  بهرنیی نیواکګر او ترهه ګر پوځونه دی .

روسیې ته د شمالی کوریا درهبر  کیم جونګ اون  سفر او هغه هم د امریکا او شمالی کوریا دایټمی خبرواترو له ماتې وروسته  د ډونالډټرمپ  په خولې پر یوه پیاوړی سوک سربیره   یو بل پیغام هم لری   او هغه   دامریکا  ماتې نندارې ته له وړاندې کیدا بل څه نه دی .

=    داهم  د تهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې  کې ئې لیکلی دی ، دایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر  دکابینې په غونډې کې په ډاګه وئیلی دی ،  که  داستعمار پاللو ترهه ګرو او نیواکګرو  په مقابل کې ایران  نه وائ نو تر دې دمه به د متحده عربی اماراتو اوعربستان  رژیمونه  ختم شوی وائ  باید دوی دې  داسلامی امت په ضد پخپلو کرغیړنو کړنو بیا کتنه وکړی .

 دایران داسلامی جمهوریت  خارجه وزیر محمد جواد ظریف په نیویارک کې  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،  دایران  د ملی ګټو په اساس  هرڅه چې لازم شی ، ددغه  هیواد سیاسی او پوځی چارواکی فیصله کوی  او په دغې فیصلې کې  دایران ملی وحدت او یو موټی کیدا  له هیچا پټه نه ده .

ورځپاڼه په دوام کې لیکی ، دجرمنی دحکومت ویندوئې اولریکه ډیمر   دایران دتیلو داخستونکو د تیلی بخښنې  د نه تمدیدولو  په باب   د امریکا د  ولسمشر ډونالډټرمپ  دفیصلې په غبرګون کې  وئیلی دی ،  برلین  جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته پابند دی  او په دې باب د ټرمپ وروستۍ فیصله په بشبړ ډ ول څاری او په  دې اړه به داروپائی اتحادئې له نورو هیوادونو سره  یو ځای ددغې فیصلې پر پایلو ارزونه  وکړ ی.  همداراز د اسپانیا خارجه وزیر  جوزف بوررل هم  په یولړ څرګندونو کې د امریکا دح کومت  دیواړخیزو فیصلو او اقداماتو  باندې په نیوکو سره وئیلی دی ، باید ولیدل شی ، چې آیا دغه فیصله  به اعمال هم شی ،؟ځکه  نور هیوادونه  وئیلی شی ، چې  د امریکا  دغه  له پولو بهر فیصلې نه منی .

د سعودی عربستان د رژیم  له خوا د ۳۷ښاریزو دپانسۍ  اعمالولو  په نړیوالو ادارو او دبشری حقوقو په دفاعی  اورګانونو کې یو لړ اندیښنې راولاړې کړی او دآل سعود رژیم  په دغه غیر انسانی او او غیر قانونی  اقدام ئې  سختې نیوکې کړی دی .

 دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې   د ورښتونو او سیلاؤ  له امله دمړو شمیر   لسګونو کسانو ته رسیدلی او دغه را ز ئې  په سلګونو هیکټره کرهڼیزو مځکو ته هم  ډیر تاوانونه اړولی دی .

  =      دا هم رسالت ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ  ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی د  پارلیمان په څرګندې غونډې کې  د ایران  په ضد دامریکا د حکومت وروستیو  سپیرو  اقداماتو ته په اشارې سره وئیلی دی ، دایران د سپاه پاسدارانو او دغه راز دنورو  ملی ګټو په ضد د امریکا   داقداماتو  له وحشی صهونیسټی رژیم او دهغو  له ګوته په شمیر تالی څټو پرته بل هیچا  هرکلی نه دی کړی او په نړۍ کې داسې څوک نشته چې  دترهه ګرۍ په ضد دسپاه پاسدرانو  له کلکې مبارزې  او  د ترهه ګرو او دهغوی د اربابانو دملا  له ماتولو خبر نه وی ، دا امریکا او دهغې تالی څټی  نوکران دی چې   هم له ترهه ګرو ملاتړ کوی او هم    دامریکا  په یواړخیزو اقداماتو خوښ دی ، خو باید ووایو چې دوی ته  به هیڅ په لاس ورنشی او   یوه ورځ به د دوی ملا هم  ماتیږی .

 دایران داسلامی  جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف  چې نیویارک ته په سفر تللی بیګا  د سولې  لپاره د ډیپلوماسۍ  او څو اړخیز پالنې  دنړیوالې ورځې په مناسبت ئې  دملګروملتو  دعمومی اسمبلۍ  په ځانګړی غونډې کې  وینا کوله ، وئیلی دی ، ایران  تل  دسولې  لپاره  د ډیپلوماسۍ او څو اړخیز پالنې  ملاتړ کړی دی  او یوځل بیا درستو نړیوالو ته له دغه ځایه وایم چې   هراړخیزې ډیپلوماټیکې هلې ځلې   یوازې  یو  عقلمند اقدام  نه ،بلکې  یوازینۍ حل لاره ده ،حتی که   په نړیوال نظام کې  یوقطبی  سسټم  هم  موجود وی،نو په چورلټ ډول له مینځه تللی دی .    

دغې ورځپاڼې  همداراز  د   امریکا دیو اړخیزو او سرزورو  اقداماتو په مقابل کې د  ایران اسلامی شورا دپخوانی مشر غلام علی حداد عادل په وروستیو څرګندونو یو ه مقاله لیکلې  چې وئیلی ئې دی ،  ا یران او چین د امریکا یو اړخیز پالنه نه منی

 په مقالې کې لیکل شوی دی ،د ایران  داسلامی شورا پخوانی مشر او  د نظام دمصلحت  پیژندونکی   ټولنې غړی غلامعلی حداد عادل چې د یوه کمربند او  یوې لارې نومې  د ټولنې په دوهمې(۲) غونډې کښې دګډون لپاره چین ته تللی ، ویلی دی ،  تهران او بیجینګ دامریکا یواړخیزه پالنه او په یوې (۱)قطبی نړۍ د امریکا مشرۍ نه منی .

هغه پرون د چین د خلق کانګرس له نایب رئیس  وانګ چین(Wang Chen) سره په کتنې کښې ایران او چین  دپردیو له سلطې د خلاصونو په هدف سره د انقلابونو خاوندان  بللی او وئیلی ئې دی ، د ایران او دچین دښمانان د دواړو هیوادونو د امنیت او دثبات دګډوډولو کوشش کوی .

حدادعادل په جنوب لویدیځې اسیا سیمې کښې امنیت او ثبات، د یوه کمربند او   یوې لارې(One Belt One Road (OBOR)) د پروژې د اجرا ضرورت بللی او وئیلی  زیاته ئې کړې ده ، په سیمه کښې د ترهګرۍ د ګواښونو زیاتیدل له امنیت او ثبات سره په تضاد کښې دی .

هغه په دې خبرې سره چې ایران له ترهګرۍ سره په مقابلې کښې مناسب امنیتی او استخباراتی توان لری  ویلی ایران دغه توان ، په سوریې او عراق کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې  نندارې ته وړاندې کړی دی .