دامریکا دتیلو بایکاټونه دایران دملت پرضد دښمنۍ :-
-
دا لومړۍ(۱) ځل نه دی چې امریکا دایران دتیلو د صادراتو صفر ته د رسولو ژمنه مطرح کوي .
دامریکا دتیلو بندیزونه دایران دملت پرضد دښمنۍ ده .
دایران دتیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه ټینګار وکړ دتهران دتیلو د صادراتو صفر (Zero) ته په رسولو کښې به دامریکا خوب (dream) هیڅکله پوره نشی .
دا لومړۍ(۱) ځل نه دی چې امریکا دایران دتیلو د صادراتو صفر ته د رسولو ژمنه مطرح کوی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره لاسلیک شوی اټومی موافقې دخپل هیواد له ایستلو وروسته د ایران پرضد د بایکاټونو د له سره پیلولو اقدام وکړ .
د تیر میلادی کال په نوامبر میاشت کښې دایران پرضد دامریکا د تیلو د بایکاټ د نوی پړاو په پیلیدا سره واشنګټن د ایران دتیلو دپلورونکو (اخیستونکی ) هیوادونو له جدی مخالفت سره له مخامخ کیدا وروسته وویل دیوه(۱) ځاې ناستی(جایګزین) هیواد تر پیدا کولو پورې تر شپږو(۶) میاشتو پورې چین، هندوستان، جاپان، جنوبی کوریا ، ټایوان ، ترکیه ، یونان او ایټالیا دتیلو د اخیستلو لپاره دواشنګټن له بایکاټونو معافوی .
اوس ددغو اتو (۸) هیوادونو د تیلو د معافیت د پړاو په ختمیدا سره دامریکا دباندنیو چارو وزیر مایک پمپئو په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې وویل واشنګټن دتیلو ددغه معافیت په لغوه کولو سره نیت لری دایران دتیلو صادرات صفر(Zero) ته ورسوی .
دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو دغه راز د ایران دتیلو دبایکاټ په دلیل دتیلو په نړیوالو بازارونو کښې د تیلو د کمښت دجبرانولو لپاره د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو د ژمنې خبر ورکړ .
دایران دتیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه د امریکا د خارجه وزیر دغو څرګندونو ته غبرګون وښود .
بیژن نامدار زنګنه دې خبرې ته په اشارې سره چې سعودی عربستان او متحده عربی امارات د خپلو تیلی ظرفیتونو په هکله مبالغه کوی وویل هغه هیوادونه چې دایران دتیلو په هکله بیانیه خپروی او ځینې هم ورسره ملګرتیا کوی باید پوه شی د داډول اقداماتو لوږګی به ددوې سترګو ته هم ورشی .
د ایران دباندنیو چارو دوزارت ویاند سید عباس موسوی هم په دې خبرې سره چې د ایران ملت او حکومت به په دغو تاریخی شرایو کښې د ځینوهیوادونو(امریکا،عربستان اومتحده عربی امارات وغیره ) دښمنۍ هیڅکله هیره نکړی ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت به هیڅ هیواد ته اجازه ورنکړی د تیلو په بازار کښې دایران ځای ناستی شی او تهران د هرډول پایلومسولیت امریکا او نوموړیو هیوادونو ته متوجه ګڼی .
دایران پرضد دامریکا بایکاټونه د نړیوالو حقوقو پرخلاف دی او د هغه څه په اپوټه چې دواشنګټن چارواکی یې ادعا کوی دغه اقدام نیغ په نیغه دایران په خلکو ګوزار پیل کړی دی .
د ترکیې دباندنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو دایران له خارجه وزیر جوادظریف سره په وروستۍ کتنې کښې ټینګار وکړ دغه بایکاټونه په حقیقت کښې دایران دخلکو سزا کول دی اودغه بندیزونه د نه منلو وړ دی .
د جنګ ضد ډلې کډپینک (Code Pink) بنسټګرې میرمن میډیا بنجامین (Medea Benjamin)په یوې(۱)مرکې کښې وویل دایران پرضد دبندیزونو په لګولو کښې دامریکا سیاست مجرمانه دی ځکه چې د خواړو او ددرملو د برابرولو لپاره دخلکو وس ته تاوان رسوی .
دغه کړچارونه د امریکا دهدفونو ماهیت او د واشنګټن مخینیو ته په پام سره ددې ښودنه کوی چې دایران پرضد د واشنګټن غلیمانه سیاستونه په اقتصادی مسائیلو او د خلکو او دحکومت ترمینځ د واټن په رامینځته کولو متمرکز شوی دی .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په تیرې چهارشنبې ورځ د کار او دکارګر د اونۍ دپیلیدا په مناسبت د بیلابیلو صنایعو له زرګونو کارګرانو سره په کتنې کښې دایران دتیلو د صادراتو د لارو دبندولو لپاره د امریکا هڅې ته په اشارې سره وویل دایران فعال ملت او هوښیارو چارواکو ښودلی ده که چیرې همت وکړی بندونونه(dead end) ماتوی او په پریکنده توګه دامریکا دغه هڅه هم نتیجې ته نه رسیږی او دایران اسلامی جمهوریت به هر څومره چې ضرروت وی او اراده وکړی تیل صادر کړی .په ظاهره د امریکا چارواکو دغه خبره هیره کړی ده چې دایران ملت هیڅکله دواشنګټن دباونو ته نه دی تسلیم شوی او نه به تسلیم شی .
تیر وخت ته کتنه ددې ښودنه کوی چې ددغو کړچارونو پایله دایران د ملت په مقابل کښې د امریکا له پوځی ، سیاسی ، کلتوری او امنیتی ماتی پرته بل څه نه وه .
دایران دفاع وزیر برید جنرال امیر حاتمی تیره اونۍ د ماسکو په اتلسمې(۱۸) نړیوالې امنیتی غونډې کښې د ایران دتیلو دصادراتو د لارو د بندولو لپاره د امریکا هڅې ته په اشارې سره ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت دملت دهوساینې دتامینولو او دامریکا له اقتصادی ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره ځان له هرډول دفاعی اوزار څخه استفادې ته ژمن بولی .