دتهران او ځینی نوره نړیوالې ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسوپه خدمت کې یوو .په پیل کې هم د تهران ورخپاڼې او په آخر کې هم ځینی نوره نړیوالې ورځپاڼې چې دافغانستان د وروستیو حالاتو په باب ئې لیکنې کړی ،هم درسره شریکې کوو .هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ
دتهران زیاترو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې زیاتره برخه دپولیسو له قوماندانانو او چاروالو سره داسلامی انقلاب دمعظم لارښود او ددرستو قواؤ دستر قوماندان حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای پرونۍ کتنې کې ته بیله کړی دی . دغو ورځپاڼو لیکلی دی ، داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې وینا کې فرمائیلی ، د ولس او دهغوی دګټو ساتل د پولیسو یوه الهی دنده د ه چې په همداوروستیو کې د سیل ځپلو سیمو د اوسیدونکو په خدمت کې دغه دنده په ډیر ښه او ویاړمن انداز سره ترسره شوې ده .
ورځپاڼولیکلی دی ، حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون د ایران د پولیسو د یوشمیر قومندانانو او مدیرانو سره په کتنه کښې، (د مجازی فضا د امنیت د تامینولو) په هکله هم وئیلی دی ، مجازی فضا(انټرنیټ) نن سبا د خلکو په ژوند کښې ډیره پراختیا موندلې ده او د ګټو او امکاناتو سره سره، ځینی ستر خطرونه هم لری. ورځپاڼو په دوام کې لیکلی دی ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود د انټرنیټ د فضا ناامنه کیدل د خلکو د تاوانی کیدو لامل بللې او د هغې د امنیت په تامینولو کښې یې د پولیسو پر دندې ټینګار کړی.
داسلامی ایران د درستو قواؤ ستر قوماندان د امنیت تامینیدل ،د تحرک او د اقتصادی رونق لازمه بللې او څرګنده یې کړې ده ،د تولید د رونق د لارې یو خنډ (قاچاق) دی چې نن سبا یې دوه طرفه بڼه خپله کړې ده او د قاچاق پر وارداتو سربیره ، د خلکو او د کرهڼې د برخې ځینی د اړتیا وړ شیان هم له هیواده بهر ځی.
حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای د وسلو د پیر پلور مخنیوی د پولیسو یوه بله مهمه دنده بللې او زیاته یې کړ ې ده ،د امریکاپه شان ځینو هیوادونو کښې د وسلو جوړونې د کمپنیو د مافیا د ګټو په وجه د وسلو پیر پلور آزاد دی او هغو د خلکو لپاره ستونزې جوړوی ،خو زمونږ په هیواد کښې چې داسې کومه ستونزه نشته او د وسلو پیر پلور منعه دی، باید چې مخه یې ونیوی شی.
دتهران درستو ورځپاڼو لیکلی دی ،حضرت آیت ا....العظمی سید علی خامنه ای هم دا شان (اقتدار) او (مهربانی) د پولیسو د ځواک دوه مهم او د یو بل بشپړونکی عناصر وبلل او د اختر او د چُټۍ په ورځو کښې د دغه ځواک د زیارکښو کارکونکو د شپې او ورځې کار او کوشش ته په اشارې سره یې زیاته کړې : په وروستی سیلاب کښې د ایران پولیسو د سیلاب ځپلو خلکو په خدمت او د زیانمن شویو سیمو د امنیت په تامینولو کښې ښه وځلیده، چې دا د درست ملت لپاره یو ویاړ دی .
= داهم دتهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د شیدو دورکونکی میخې (سعودی عربستان )یو ځل بیا سپکاوی کړی او په ډاګه ئې وئیلی دی ،دسعودی عربستان رژیم له پیسو پرته بل هیڅ شی نه لری او له دوی د پیسو اخستل له یوه پورَوړی هم آسان کار دی .
داپه داسې حال کې دی چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه موده مخکې هم د سعودی عربستان رژیم یوه شیدو ورنکونکی میخه بللې وه او وئیلی ئې وو چې د ا دشیدو میخه یا غوا ده او مونږ ورځینی شیدې ترلاسه کوو او که کله ئې شیدې ورکول بند کړل نو بیا ئې غوښه خورو .
د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخپلې یوې وروستۍ مقالې کې دایران په ضد د ا مریکا داقتصادی بندیزونو سختیدا، دمخکینیو بندیزونو په ځواب کې د تهران د غبرګون نه ښودلو نتیجه بللې او لیکلی ئې دی ، چې سره له دې ممکنه ده ، ایران دې ځل دامریکا دغو نوو بندیزونو ته کلک ځواب ورکړی .
دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف چې د نیویارک په سفر تللی ؤ ،تهران ته له بیرته ستنیدا مخکې ئې دیوه خبریال دپوښتنې په ځواب کې روښانه کړې ،دځینو خبرو په اساس ددې په اپوټه چې ډونالډټرمپ د ج ان بولټن دګمارلو شرط د بل جنګ نه پیلول بللی ، خو جان بولټن څه بل سیاست وړاندې کړ ی دی . جواد ظریف په عین حال کې شمالی کوریا په سفر له روانیدو مخکې ددې خبرې په کولو سره چې له این پی ټی تړون څخه وتل دایران داسلامی جمهوریت یوه بله ټاکنه ده ، وئیلی دی ، اسلامی ایران تر آخره د اروپا او نورو هیوادونو په تمه نشی پاتیکیدلی او ځینی ټاکنې شته چې دایران داسلامی جمهوریت په میز کیښودل شوی دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، امریکا او پاکستان په اړیکو کې دتاؤتریخوالی زیاتیدا لامل شوې څو سپینه ماڼۍ اسلام اباد بایکاټ کړی .دسپینې ماڼۍ چارواکو وئیلی دی ، له امریکا د ویستل شوو ښاریزو له بیرته ستنولو څخه د پاکستان ډډه کولو په دلیل ئې پر اسلام اباد بندیز لګولی دی.
دهندوستان دپولیسو لوړپوړو چارواکو وئیلی دی ، دسری لنکا په کولمبو کې دتیرې اونۍ له مرګونو چاودنو مخکې ئې له دغو ترهه ګرو عملیاتو له جزیاتو سره اړونده درست اطلاعات د کولمبو د حکومت امنیتی مسئولانو ته ورکړی وو ، خو حکومت ددغو غمیزو دمخنیوی لپاره هیڅ اقدامات ونه کړل . دهندی چارواکو دغه څرګندونو یو لړ شکونه راولاړ کړی دی او ډیری شناندی او کارپوهان وائی ممکنه ده دسری لنکا دغه بوږنونکو چاودنو پلانونه دهمدغو هندی امنیتی ادارو کار وی .
کره راپورونه ښئ د سوډان نسکور شوی ولسمشر عمر البشیر چې له آل سعود رژیم چارواکو سره ئې ډیرې نزدې اړیکې درلودې ، دمصرف له نیټې پای ته رسیدو پسې له قدرته څنګة کړائ شوی ، او اوس د سوډان په یوه بند کې شپې سبا کوی ،پرون ځینو سرچینو وئیلی دی ، له ډیرو بدو روحی شرائطو سره لاس اوګریوان شوی او په ځینو شیبو کې دماشومانو په څیر پخپل برخلیک ژړیږی .
= داهم ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقری ټینګار کړی ، که دمونږ تیل له هرمز تنګی تیر نشی ، نو دنورو هیوادونو تیل به هم له هرمز تنګی تیر نشی . هغه په عین حال کې جوته کړې ده ، مونږ غواړو دهرمز تنګی امنیت وساتو او که څوک هڅه وکړی ، ددغه لارې امنیت له خطرو سره مخامخ کړی ، نو د ایران داسلامی جمهوریت دوسلوال ځواک له سخت او کوټلی او د وسپینزسوک ځواب سره به مخ شی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، سعودی عربستان هماغه راز د بشری حقوقو دنیول شوو ښځینه فعالانو د حقوقو خلاف ورزیو ته دوام ورکوی او په ډیر روحی او نفسیاتی ډول ئې شکنجه کوی .
دایران د اسلامی جمهوریت دپوځ دسمندری ځواک قوماندان سردار حسین خانزادی په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دسمندری ځواک سترې بیړۍ به سږ کال دایران په جنوبی سمندری برخو کې د روسیې له سمندری ځواک سره ګډې مانورې ترسره کړی .
د امریک دسپینې ماڼۍ دملی امنیت سلاکار جان بولټن دایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر محمد جواد ظریف په څرګندونو، چې وئیلی ئې دی ، جان بولټن او نتن یاهو د بی ټیم لوبغاړی دی او دجنګ د اوور دلمبو زیاتول غواړی ،غبرګون ښودلی او وئیلی ئې دی ، دایران دخارجه وزیر څرګندونې یوازې تبلیغات دی .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی داقتصادی ترهه ګرۍ په وړاندې به هیڅکله هم تسلیم نه شو .
= اوس هم راګرځو ځینو هغو نړیوالو ورځپاڼو ته چې دافغانستان د وروستیو حالاتو په باب ئې لیکنې کړی دی .
(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل د ریځونه دی )
د بریتانیا ډېلی مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه په کابل کې د سولې د مشورتی لویې جرګې او د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر روان سفر تمرکز کړی او لیکی ئې دی ، په یوه کمساری اقدام کې د افغانستان حکومت نن د لوئې مشورتی جرګې کوربه دی
د افغانستان له بېلابېلو برخو له دوو زرو زیات استازی پهدې لویه جرګه کې چې څو ورځې به دوام وکړی، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او له طالبانو سره د سولې یوه جوړجاړی ته د رسېدو لپاره د امریکا پر روانو هڅو بحث او خبرې وکړی.
ډېلی مېل ورځپاڼې پهدې برخه کې بیا کابل ته د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سفر او په ارګ کې یې له افغان ولسمشر اشرف غنی سره کتنې ته هم پام اړولی او لیکی:
په کابل کې د شنبې د ورځې په کتنه کې دواړو مشرانو د سولې پر بینالافغانی خبرو ټینګار وکړ.ډېلی مېل لیکی، د دغې کتنې په اړه د ارګ لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې دواړو لورو تأکید کړ ی، له طالبانو سره د دغو خبرو مشری باید د افغانستان حکومت په غاړه وی.
خو د ډېلی مېل په لیکنه، د بینالافغانی خبرو په اړه هیلې هاله مړاوې شوې چې په روانه اپرېل میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او افغان چارواکو ترمنځ پلان شوې غونډه په وروستیو شېبو کې لغوه شوه.
د زلمی خلیلزاد لهخوا د افغانستان د سولې لپاره د سیمهییزې اجماع د رامینځته کېدو د هڅو په ترڅ کې ډېلی مېل ورځپاڼه د مسکو درې اړخیزې غونډې ته اشاره کوی او لیکی:
د جمعې په ورځ امریکا په افغانستان کې یوه جوړجاړی ته په رسېدو کې د خپلو رقیبانو، روسیې او چین ملاتړ ترلاسه کړ.
دواړو هېوادونو د سولې د یوې طرحې پر اساسی ټکو یعنې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو پر وتلو او د طالبانو پر ژمنې چې بهرنیانو ته به د افغانستان له خاورې د کارولو لپاره اجازه نهورکوی، سلا شول.
د دې غونډې د پای په اعلامیه کې هم د افغانانو په مشرۍ د سولې پر پروسې ټینګار شوی دی.
= د سټېټ په نوم د امریکا له سوټ کارولاین ایالات څخه خپریدونکې انلاین خپرونې بیا د سولې په خبرو کې د ښځو پر ونډې یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی، افغان مېرمنې چې له دې وېره لری خپل حقونه له لاسه ورنهکړی، غواړی چې په خبرو کې یې غږ واورېدل شی.
خپرونه لیکی:په افغانستان کې ښځې غواړی چې د خپل هېواد د راتلونکی په اړه خبرو کې ونډه ولری او پرېکړهیې کړې چې له طالبانو سره د سولې په معامله کې هغه پرمختګونه له لاسه ورنهکړی چې له ۲۰۰۱ میلادی کال، د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو راهیسې یې په بېلابېلو برخو کې کړی دی.
خو د خپرونې په وینا،دوی د سولې په خبرو کې د پراخې ونډې د لرلو لپاره له مخکې له مقاومت سره مخامخې دی.
د سټېټ په لیکنه د ښځو د حقونو فعالانې یوازې طالبانو ته چې د خپلې مخکېنۍ واکمنۍ په دوره کې پر ښځو د راوړل شویو فشارونو په خاطر بدنام دی، اندېښنه نهلری، بلکې د امریکا ملاتړی د افغانستان مشرتابه ته هم اندېښنه لری او هغه ځکه چې پهکې مذهبی محافظهکاران، جګړهماران او ځواکمن کسان راټول دی چې د ښځو په اړهیې نظر دومره له طالبانو سره توپیر نهلری.