ورځپاڼو ته کتنه ۱۵-۲-۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81948-ورځپاڼو_ته_کتنه_۱۵_۲_۹۸
د تهران اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لخوا د حج او زياراتو په چارو کښې د معظم رهبر د استازي د ګمارلو خبر ورکړے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2019 07:32 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۵-۲-۹۸

د تهران اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لخوا د حج او زياراتو په چارو کښې د معظم رهبر د استازي د ګمارلو خبر ورکړے دے.

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼه ليکي: حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په یو حکم کښې حجت الاسلام سید عبدالفتاح نواب د حج او زیارت په چارو کښې د ولي فقیه د استازي او د ایراني حاجیانو د سرپرست په توګه وټاکه.

د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي په حکم کښې، حجت الاسلام سید عبدالفتاح نواب ته په خطاب کښې راغلي دي: د حج فریضه په مومنانو باندې د متعال خداے یوه ستره لورونه او مهرباني ده او د هغوي لپاره یو بې سارے انفردي، اجتماعي او نړیوال فرصت دے او مهمه دا ده چې مونږ د دې نعمت قدر وپیژنو او په خلقو او ټولنه کښې ترې له برخمنیدو وړتیا زیاته کړو.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دغه پیغام کښې زیاته کړه: د دې ستر کار د هدایت او مدیریت څرنګوالی په دې پيژندنه کښې رول لوبولې شي او هیله ده چې په دې حساس ډګر کښې مو د خداے مرسته او توفیق په برخه شي او دا پړاؤ په غوره توګه تیر کړئ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم داشان د حج  په چارو کښې د خپل مخکښېني استازي حجة الاسلام قاضي عکسر مننه او قدرونه وکړه.

----------

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني په حوالې سره وليکل،امريکې زمونږ خپلواکي په نښه کړې ده خو په اتحاد، ټينګ اودرېدنې او اميد سره به کامياب شوو.

ولسمشر حسن روحاني پرون په تهران کښې د معلم د مقام د درنښت په مراسمو کښې، د ایران د ګواښلو او بایکاټولو په اړه د امریکې اهدافو ته په اشارې سره وویل: په نړۍ او سیمه کښې باعظمته، خپلواک او تاثير کونکی ایران د امريکې لپاره د زغم وړ نه دے.

هغه په دې ټکي باندې په تاکيد سره چې د اسلامي انقلاب بنیاد، خپلواکي ده، څرګنده کړه: امریکه خپلو ناروا ګټو ته د رسیدو لپاره د ایران د اسعارو اندازه کمول غواړي خو د ایران اسلامي جمهوریت له دغې دسیسې سره د مقابلې لپاره د ضروري تابیاؤ فکر کړے دے.

 

د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان د ایران د تیلو د اخیستو لپاره د ځینو هیوادنونو د معافیت د لغو کولو په لړ کښې د امریکې اقدام ته په اشارې سره څرګنده کړه: ایران له بندیزونو سره سره خپل تیل خرڅوي.

-------

د تهران چاپ جوان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير محمد جواد ظريف له قوله وليکل: اروپا د برجام په يو فيصد  ژمنو هم عمل نه دے کړے.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ایران سره مقابلې ته د واشنګټن د لمسولو لپاره عربستان او اماراتو ته په خبرداري سره تاکيد وکړ: په سیمه کښې د جنګ د نښتېدو په صورت کښې به هیڅ څوک خوندي پاتې نه شي.

محمد جواد ظریف د امریکې (لوبلاګ) خبري او څیړنیز ویب سایټ ته په هغه مرکه کښې چې پرون خپره شوه، په دې خبرې سره چې سعودي او اماراتو امریکې ته ویلي چې د ایران د تیلو کمی پوره کولې شي، زیاته کړه: دا کار په یوې اقتصادي ترهګرۍ کښې د ونډې اخیستو په معنا دے.

د ایران خارجه وزیر په دې ټکي باندې په تاکيد سره چې د تهران سیاست له ګاونډیانو سره د ډیرو نزدې تعلقاتو ساتل دي وویل: عراق، ترکیه، پاکستان، افغانستان، روسیه، آرمېنيا، هندوستان او آذربایجان جمهوریت د ایران نزدې ګاونډیان دي چې تهران ورسره ښه تعلقات لري.

محمد جواد ظریف هم داشان برجام او د دغې ایټمي موافقې په وړاندې د اروپایانو د ژمنو په هکله وویل: اروپا باید د خبرو په ځاے په خپلو ژمنو عمل وکړي. او تر کومې چې اروپایان په خپلو ژمنو پابند نه وي، تر هغې د ایټمي موافقې د ختمیدو خطر شته دے.

-------

د تهران يوې بلې ورځپاڼې اعتماد بيا په خپله سرخۍ کښې د اسلامي شورا د جرګې د مشر ډاکټر علي لاريجاني خبرې ر اخېستې دي او ليکلي يې دي هغه وويل: د يورينميو د پخولو کار ته به دوام ورکړې شي.

د ایران د اسلامي شورا مشر همدارنګ د ایران د تیلو د ځینو اخیستونکو هیوادونو د معافیت په لغو کولو کښې د امریکې اقدام ته په اشارې سره تاکيد وکړ: سعودي او امارات د تیلو د خرڅون د زیاتولو ظرفیت او وړتیا نه لري.

د ایران د پارلیمان مشر علي لاریجاني پرون په تهران کښې په یوه غونډه کښې زیاته کړه: دښمن د ایران د تیلو د اخیستو لپاره د ځینو هیوادونو د معافیت له نه تمدیدولو وروسته نفسياتي عملیات شروع کړي دي.

هغۀ دا خبره څرګنده کړه چې دښمن پوهیږي چې که چرې ایران خپل تیل خرڅ نه کړي نو د انرجۍ په پوره کولو کښې په هیوادونو دباؤ راځي ځکه د نفسیاتي عملیاتو شروع کولو ته مجبور  شوے دے.

---------

د پاکستان پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې د طالب ډلې د وياند ذبيح ا... مجاهد له قوله وليکل: د طالبانو د وسلو په زمکه اېښودو په اړه د زلمي خليل زاد خوب به پوره نه شي. هغه زياته کړه چې امريکې ته د داسې خوبونو ليدو په ځاے په افغانستان کښې د زور او تشدد کولو ډډه پکار ده او افغان حکومت ته په دغه هېواد کښې د سر او مال تاوانونو ذمه واري په غاړه اخېستل پکار دي.

ورځپاڼې زياته کړه چې له دې مخکښې د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي له طالب ډلې څخه د وسلو په زمکه اېښودو غوښتنه کړې وه.

-------------

ورځپاڼې د پاکستان عوامي نشنل پارتۍ د صوبائي مشر ايمل ولي خان له قوله وليکل: پښتانه ترهه ګر نه دي بلکه د ترهه ګرو مرکزونه د دغه هېواد په پنجاب صوبه کښې دي او د دهشتګردو مشران د پاکستان له وزيرانو سره په آزاده توګه تګ راتګ او ناسته پاسته کوي. هغه زياته کړه پښتانۀ نور د جنګ زغملو توان نه لري نو پکار دي له رياست سره د پښتنو د جنګولو له کوششونو لاس واخېستې شي.

-------

د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د يو شمېر ديني عالمانو په حوالې سره وليکل: د مشورتي لویې جرګې دریمه ماده د داعش جګړې ته زمینه برابروي.

ورځپاڼې وليکل: د سولې مشورتي جرګه د ډېری سیاستوالو له تحریم کېدو وروسته بیا هم دایره شوه او وړمه ورځ د ۲۳ماده ییزې قطعنامې په صادرولو پای ته ورسېده.

د سولې مشورتي جرګې د قطعنامې درېیمه ماده د طالبانو او دیني عالمانو له غبرګون سره مخ شوې ده.

په دې ماده کې ټینګار شوی، چې د افغان جګړې یو عامل له اسلام څخه مختلف برداشتونه او قرائتونه دي.

په درېیمه ماده کې راغلي:«په افغانستان کې د جګړې یو لامل دادی، چې له اسلام څخه مختلف برداشتونه او قرائتونه کیږي. د جرګې غړي دولت، طالبانو او عالماوو ته وړاندیز کوي، چې له اسلام څخه خپل تفسیر واحد کړي.»

وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي، چې د اسلام احکام ثابت او مدون دي او هېڅوک پکې د انحرافاتي تعبیراتو حق نه لري.

د استاد عبدالهادي وزين، مولوی عبدالسلام عابد  او مولوي قلم الدین په شمول ديني عالمانو له ویسا سره په خبرو کې د مشورتي جرګې د درېیمې مادې په غبرګون کې وویل: دغه ماده متاسفانه نه په شرعي لحاظ، نه په علمي لحاظ سمه ده او نه هم په سوله کې مرسته کولای شي.

په شرعي لحاظ د مذاهبو اختلاف او په بېلابېلو دلایلو او روایاتو استدلال د اسلام له پیله دود دی او له دې د مخه خلفاوو او صحابه وو نه ده نیولې، او د ټولو خلکو راټولول پر یوه مذهب او یوه فقهي فتوا نا ممکن دي، معقول هم نه دي.

 

هغوي زياته کړه د افغانستان د جګړې دلایل سیاسي دي، د امريکې په مشرۍ د اشغالګرو ځواکونو شتون دے، د پردیو لاسوهنې دي، اداري فساد او نور ډېر لاملونه دي، دا له دین سره جفا ده چې موږ دین د جګړې لامل وبولو.

---------