دتهران او ځینی نوره نړیوالې نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81972-دتهران_او_ځینی_نوره_نړیوالې_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،دوستانو دروژې دمبارکې میاشتې د رارسیدو په درشل کې یوو،له خدای پاکه غواړو چې په دغې پاکې او برکتناکې میاشتې کې د درستو انسانانو په تیره بیا دټولومسلمانانو اوسنۍ وضعیّت په لاښه ژوند بدل کړی او په دنیا کې د بې ګناه او مظلومو خلکو د وینې بهیدا پای ته ورسوی ،نو اوس هم دتهران او ورپسې هم ځینی نوره نړیوالې ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو . هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 06, 2019 08:06 Asia/Kabul
  •  دتهران او ځینی نوره نړیوالې نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،دوستانو دروژې دمبارکې میاشتې د رارسیدو په درشل کې یوو،له خدای پاکه غواړو چې په دغې پاکې او برکتناکې میاشتې کې د درستو انسانانو په تیره بیا دټولومسلمانانو اوسنۍ وضعیّت په لاښه ژوند بدل کړی او په دنیا کې د بې ګناه او مظلومو خلکو د وینې بهیدا پای ته ورسوی ،نو اوس هم دتهران او ورپسې هم ځینی نوره نړیوالې ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو . هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ

د تهران  ورځپاڼو په سر کې دا هم کیهان ورځپاڼه ده چې په نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د فلسطین  مقاومت ډلو  د وحشی او تیریګر صهونیسټی رژیم  د  وروستیو څو ورځو جنایتونو او تیریو په ځواب کې پر نیواکی ټاټوبو  کابو شپږسوه توغندی ویشتی دی  او دغه راز ئې ټینګار کړی ، که وحشی رژیم له خپلو جنایتونو لاس په سر نشی ، نو خپلو دغو  پریکنده ځواب وئیلو ته به  هماغه راز په قدرت سره دوام ورکړی .  وروستی راپورونه ښئ چې   دفلسطین د مقاومتی چورلیز   دمبارزانو   دتوغندوی حملو کې دیوه استخباراتی  صهونیسټی افسر پشمول پنځه صهونیسټان هلاک او دغه راز څه دپاسه یو سل پنځلس نور ټپیان شوی دی او دغه راز  په عزې تړانګې د وحشی صهونیسټی رژیم  په بې آمانه  بمباریو کې  دشهیدانو شمیر ۳۶ او  دټپیانو شمیر په سلګونو اعلان شوی دی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی  د جرمنی شپیګل خپرونې  د عربستان دولی عهد محمد بن سلمان د بې رحمه او بې شرمه شخصیت په باب  په یوې لیکنې کې دهغه څیره نندارې ته وړاندې کړ ې ده ، دغې خپرونې  په سعودی عربستان کې  دځینو  مدنی آزادیو  په ورکولو او دغه رازله دې سره په یووخت  په تورې سره  ددغه هیواد  نیوکه کونکو او کرکتونکو ښاریزو  دپانسۍ  حکمونه،   د  قدرت له آوزاره  د سعودی شهزاده محمد بن سلمان   بې رحمه منطق بللی  او لیکلی ئې دی ، محمد بن سلمان  په یوه  وخت او په یوه پړاؤ کې  د غه دوه مختلف کارونوترسره کول نه وینی او یا که  پرې ئې سترګې پټې کړی دی .

دلبنان د حزب ا.... ولسی مبارز  غورځنګ  دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم روښانه کړې ، له تیریګر صهونیسټی رژیمه  به  د شبعا  کروندې او دکفرسوبا لوړې  د  ملت ، پوځ او مقاومتد  اتحاد  او یو زړتوب  په قدرت سره بیرته اخلو .

د امریکا لاس انجلس  ورځپاڼې  د  ونزویلا د قانونی او ولسی ولسمشر د نسکورولو   او په دغه هیواد کې  دکودتالپاره د  امریکا دهڅې   په غبرګون کې  لیکلی، دونزویلا  په بحران کې تر ټولو ستر اصلی  عامل اوورانکار امریکائی حکومت دی .

د شمالی کوریا رسمی خبری آژانس  راپورورکړی ،  ددغه هیواد  دپوځی متخصصانو په لاس دجوړو شوو  توغندیو  د اتبار په ورځ ترسره شوی آزموینې  ددغه هیواد درهبر په بشپړ څارنو سره وې او یرغلیز ټارګټونه ئې  په نښه کړی دی .

دسکاټ لینډ ښاریز هم  له انګلستانه د بیلتون لپاره  واټونو ته ووتل  او په سترو مظاهرو جوړولو سره ئې   له انګلستانه د ددغې سیمې دخپلواکۍ غوښتنه کړې .

دترکیې ینی شفق ورځپاڼې  ایشوا کړې ، امریکا   دترکیې د کرد کارګرانو ګوند یا پی کې کې  ترهه ګرې ډلې  غړو ته  دمیاشتې تنخواګانې ورکوی او حتی ژمنه  شوې ، چې  دغه حقوق به ورته نوره هم زیات کړی . 

*********************

=     داهم دتهران همشهری ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې  لیکلی دی ،د افغانستان  د طالبانو ډلې یوه ونیدوی  ذبیح ا.... مجاهد په ډاګه وئیلی دی  ، ضروری نه ده چې درستې شخړې او مسئلې دجنګ په وسیله  حل شی ، له جنګ پرته هم  ډیرې  شخړې اومشکلات حل کیدلی شی  او که له اافغانستانه  بهرنی عسکر ووځی ،نو طالبان به هیڅکله هم  دجنګ ګروهنه ونه لری او په سولې او ورورولۍ سره به درستې مسئلې  حل کړی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،دفلسطین غزه په داسې حال کې  د وحشی صهونیسټی رژیم  له سختو بمباریو او جنایتونو سره مخ ده چې په مصر کې  له مبارزو ډلو سره د  اوور بند خبرې هم کوی .  ویل کیږی  د مصر  واکوالانو پر صهونیسټی  چارواکو دباؤنه زیات کړی دی ، څو   دخبرواترو تر پای پورې دې  اوور بند ته پابنده ووسی ، خو وحشی  صهونیسټی چارواکو  وئیلی دی  پر غزې خپلو بمباریو او تیریو  ته په دوام  ورکړی .

دلبنان حزب ا...  ولسی غورځنګ دیوې اعلامې په خپرولو سره  دنړیوالې ټولنې او داسلامی او عربی  واکوالانو دچپتیا  په سیوری کې د  فلسطین دغزې تړانګې پر مظلومو  خلکو د وحشی صهونیسټی رژیم  بمبارۍ په سخته محکومې کړی او پر اسلامی او عربی واکوالانو ئې غږ کړی ،  د غزې دمظلومو خلکو  دنجات لپاره دې لاس په کار شی .

***********************

  داهم  ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی اروپائی اتحادئې او  داروپا ټرائیکا یعنی جرمنی، فرانسې او انګلستان  په یوې ګډې اعلامیې کې  د امریکا دیو اړخیزو  بندیزونو  د اجرا په سختیدا او دغه  راز  دایران دتیلو داخستونکو  د معافیَت د نیټې د نه تمدیدولو په باب  دامریکا  په اقتصادی بندیزونوسخت ټکونه کړی  او  وئیلی ئې دی ،   اروپائی اتحادیه  هماغه راز د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  مادو ته  دایران  پابندی هماغه شان چې  دایټمی  انرژۍ نړیوال آژنس په خپلو څوارلسو راپورونو کې تائید کړې ، تائیدوی  او له دغه هیواد سره  د اینسټکس  مالی نظام په چوکاټ کې خپلو تجارتی مبادلاتو ته  دوام  ورکوی .

 دپاکستان  په کراچۍ کې  د دغه هیواد دلسمشر  عارف علوی دکور مخې ته  په اوه مې ورځې  هم  ددغه هیواد  داستخباراتی  ادارو د تور مخو او مخ پټو  مامورانو په لاس له کلونو کلونو راهسې د بې شوو کسانو  د برخلیک په نه معلومیدا په اعتراض کې  ددغو  بې درکه شوو کسانو  میّندو ،خوئیندو ، بچیانو او  خپلو  خپلوانو  خپلوپرلتۍ  وهنو ته دوام ورکړی  او  وئیلی ئې دی که ددوی دبچیانو دبرخلیک په باب  ورته  معلومات ورنکړل شی ، نو  خپلو دغو پرلتۍ وهنو ته به دوام ورکړی .

دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې  د حکومتی  او بهرنیو عسکرو په ضد د وسلوالو طالبانو   له خوا حملې  او بمی چاودنې  هماغه راز دوام لری او وئیل کیږی ،  چې  په قطر کې د  امریکا او طالبانوډلې ترمینځ  دشپږم پړاؤ  خبرې اترې هم د امریکائی لوری دبدعهدیو  د دوام  له امله له  ماتې سره مخامخ شوی دی ،  چې  طالبان ئې  ددغې ماتې پړه پر امریکائی لوری وراچوی او وائی  زلمی خلیلزاد هیڅکله هم   له افغانستانه دبهرنیو عسکرو  دوتلو  په باب دخبروپیلولو ته نه تیاریږی ، چې  دا یوه اساسی او لومړنۍ  غوښتنه ده .

************************

=    اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو په ځای هغو نړیوالو ورځپاڼو ته چې  دافغانستان په باب ئې لیکنې کړی او  له انټرنیټه مو راخستی او له  تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )

یونایټېد پرېس انټرنېشنل( UPI) خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان  د سولې مشورتی لویې جرګې پرېکړو ته د اشارې په ترڅ کې لیکلی چې مخکښو افغان مشرانو د اوربند غوښتنه  کړې، خو طالبان غواړی چې لومړئ باید امریکایی ځواکونه له افغانستانه ووځی.

خپرونه لیکی، طالبان غواړی چې د سولې خبرې تر هغه وځنډوی چې امریکایی پوځیان له افغانستانه وځی، خو د UPI په وینا، روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو پر طالبانو دباؤ زیات کړی چې د سولې لپاره د امریکا بلنه همدا اوس ومنی.

خپرونه زیاتوی چې سلګونه ښځو د سولې په مشورتی لوئې جرګې کې ګډون وکړ او له طالبانو سره د خبرو په برخه کې ئې خپلې سرې کرښې وټاکلې.

UPI  د لویې جرګې د یوې کمېټې د مشرې سیمین نوری له قوله لیکی چې وایی، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پایله باید دا نه وی چې د ښځو د حقوقو په برخه کې ټول شوی پرمختګونه به هېرېږی او مونږ به د پخوانیو ظلمونو منلو ته اړ ایستل کېږو.

په مطلب کې د دې جرګې د یوې بلې کمېټې د مشر عبدالحنان له قوله راغلی چې وایی، د جګړې دواړه لوری باید اوربند وکړی.

همداراز د یوې بلې کمېټې مشر محمد قریشی UPI  خپرونې  ته ویلی، افغانان هره ورځ بې دلیله وژل کېږی، نو ځکه یو بې قید او شرطه اوربند باید اعلان شی.

خو خپرونه په عین حال کې د طالبانو د هغه بیان یادونه کوی چې له جرګې وروسته یې خپور کړ.

د دې ډلې ویاند ذبیح ا...مجاهد په دې بیان کې دا لویه جرګه سمبولیکه بللې او ویلی یې دی چې په روژې مبارکه  میاشت کې جهاد لا زیات ثواب لری.

=       بریتانوۍ ورځپاڼې انډیپینډېنټ ورځپاڼې ، په خپلې وروستۍ ګڼې کې د سولې په لویه جرګه کې د ښځو د ګډون په اړه یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې د جرګې د څو ګډونوالو مېرمنو له قوله راغلی چې وایی، دوی په جرګه کې له پامه غورځول شوی او څنډې ته شوې وې.

دې مېرمنو ورځپاڼې ته ویلی دی چې له دوی سره نارینه وو نه، بلکې د ښځینه پولیسو په ګډون خپله ښځو ناوړه چلند کاوه.

انډیپینډېنټ د عینی شاهدانو له قوله لیکی چې د جرګې په دوهمه ورځ یوه مېرمن د وینا په حال کې وه چې یوه نارینه ورته وویل، ستاسو ئې له سولې سره څه؟ ستاسو ځای  په اشپزخانه کې دی.

د  مشورتی لویې جرګې د جوړېدو کمېشن ویلی وو چې د جرګې د څه باندې ۳۲۰۰  غړو په سلو کې شااوخوا ۳۰ ښځې وې.