ولسمشر روحاني د اسلامي هیوادونو مشرانو ته د روژې مبارکي وویله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81996-ولسمشر_روحاني_د_اسلامي_هیوادونو_مشرانو_ته_د_روژې_مبارکي_وویله
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د اسلامي هیوادنو مشرانو ته د روژې د فیض او برکت نه د ډکې میاشتې د پیلیدو مبارکي ورکړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 07, 2019 14:45 Asia/Kabul
  • ولسمشر روحاني د اسلامي هیوادونو مشرانو ته د روژې مبارکي وویله

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د اسلامي هیوادنو مشرانو ته د روژې د فیض او برکت نه د ډکې میاشتې د پیلیدو مبارکي ورکړه.

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د مسلمانو هیوادونو مشرانو ته په جلا جلا پیغامونو کښې د روژې د مبارکې میاشتې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل: اسلامي هیوادونه دې په دې له مهربانۍ او رحمته په ډکه میاشت کښې د قرآن کریم د آیتونو په پيروۍ سره، د خدای د بندګۍ او اسلامی ورورولۍ په لاره کښې ګام پورته کړي او د دې ګرانقدره نعمت په برکت په ټوله نړۍ کښې صلحه او ارامښت خور شي.

د ویلو ده چې په ایران او ځینو نورو اسلامي هیوادونو کښې نن د رمضان د میاشتې اوله نیټه ده.