چین د ایټمي موافقې په اجرا کیدو ټینګار وکړ
د چین د خارجه وزارت ویاند یوځل بیا د ایټمي موافقې د ټولو لورو لخوا د هغې د اجرا په ضرورت ټینګار وکړ.
ګِنګ شوانګ پرون په یوه خبري غونډه کښې پر ایټمي موافقې د پابندۍ په وجه د ایران په قدرونې سره وویل: برجام د یوې څواړخیزې، د ملګرو ملتو د امنیت شورا له خوا د تایید شوې او په سیمه کښې د صلحې او ثبات د ضمانت ورکونکې موافقې په توګه باید اجرا شي.
هغه ټینګار وکړ چې د اوږدې مودې لپاره د برجام ساتنه به د نړیوالې ټولنې د ګډو ګټو د تامینیدو سبب شي.
شوانګ یوځل بیا په ایران باندې د امریکې له دباؤنو سره د مخالفت په ترڅ کښې زیاته کړه: چین تل د متقابل احترام په اساس د صلاح مشورې او خبرواترو له لارې د اختلافاتو د هواري غوښتونکی دی.
هغه هم داشان په دې هکله د ځینو ادعاؤ په ردولو سره چې ګني د چین او امریکې په تجارتي موافقې کښې له ایرانه د تیلو د وارداتو د کمولو لپاره د چین د ژمنې په شان ځیني پټ مواد شته، څرګنده کړه: دا ادعا دروغ ده.