د ملګروملتونو سرمنشی د اټومی تړون ساتل غواړی
-
پاریس هوډمن دی چې دایران اټومي موافقه په کامل ډول اجرا شي .
زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو سرمنشی د ایران داټومی موافقې د ساتلو غوښتنه وکړه .
د ملګروملتونو د سرمنشی ویاند فرحان حق دانتونیو ګوترش په قول وویل هغه تل اټومی تړون د نړۍ دډیپلوماسۍ په ډګر کښې مهمه بریا ګڼی چې د سیمې د سولې او ثبات له ساتلو سره یې مرسته کړی ده .
په اټومی موافقې کښې دخپلو ژمنو په اجرا کښې د اروپایی هیوادونو د ځنډ او په دغه تړون کښې دامریکا د کارړنګونو له دوام وروسته دایران ولسمشر حسن روحانی پرون ټینګار وکړ چې ایران داټومی تړون په وړاندې ژمنو ته دخپلې پاې بندۍ سویه کموی .
دغه راز د فرانسې خارجه وزارت داټومی تړون په چوکاټ کښې دایران د ځینو ژمنو کمولو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ پاریس هوډمن دی چې دایران اټومی موافقه په کامل ډول اجرا شی .
د فرانسې خارجه و زارت وویل دغه هیواد دایران دصادراتو او د مالی کانالونو د خلاص پاتې کیدا لپاره دهڅې په زمینه کښې هوډمن دی .
دفرانسې خارجه وزارت ډاګینه کړه دغه هیواد د خپل اټومی پروګرام په زمینه کښې دایران دنوی اقدام په هکله اندیښنه څرګندونی او د تاوتریخوالی له رامینځته کولو د ډډه کولوغوښتونکی دی .