جرمنی اټومی موافقې ته پاې بند دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82330-جرمنی_اټومی_موافقې_ته_پاې_بند_دی
زمونږخبریال وایی د جرمنی دبهرنیو چارو وزیر هایکو ماس دایران پرضد د زیات دباو په راوستلو کښې دامریکا په سیاست نیوکه وکړه او هغه یې بې نتیجې وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2019 00:03 Asia/Kabul
  • جرمني د اټومي تړون په هکله د ډيپلوماټيکې لارې د وړاندې کولو  لپاره په خپلې ژمنې ټینګار لري .
    جرمني د اټومي تړون په هکله د ډيپلوماټيکې لارې د وړاندې کولو لپاره په خپلې ژمنې ټینګار لري .

زمونږخبریال وایی د جرمنی دبهرنیو چارو وزیر هایکو ماس دایران پرضد د زیات دباو په راوستلو کښې دامریکا په سیاست نیوکه وکړه او هغه یې بې نتیجې وباله .

هغه وویل جرمنی د اټومی تړون په هکله د ډیپلوماټیکې لارې د وړاندې کولو  لپاره په خپلې ژمنې ټینګار لری .

د جرمنی خارجه وزیر مخکې هم ویلی وو برلین په اټومی تړون کښې خپلو ژمنو ته پاې بند دی او له ایران څخه هم اټومی تړون ته د پاې بندۍ هیله لری .

هغه د لویدیځې اسیا حالت ډیر خطرناک وباله او ایران او امریکا یې ارامښت او له هرډول تاوتریخوالی څخه ډډه کولو ته وروبلل .

دجرمنی خارجه وزیر هایکو ماس وویل ممکنه ده ترهګرې ډلې د ایران او د امریکا ترمینځ تاوتریخوالو ته لمن ووهی او جنګ ته ددغو دوو(۲) هیوادونو دلسمولو په هدف سره خپلې حملې او تاوتریخوالی زیات کړی .