پاکستان او هند خبرو ته ګروهنه وښودله
May 23, 2019 01:28 Asia/Kabul
-
دپاکستان خارجه وزیر دغه راز د روسیې له خارجه وزیر او دچین له خارجه وزیر سره هم کتنې وکړې .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی او دهند د بهرنیو چارو وزیرې میرمن سوشما سواراج پرون د قیرغیزستان په پلازمینې بیشکک ښار کښې د شانګهایی دملګرتیا موسسې د وزیرانو دشورا د غونډې په څنګ کښې کتنه وکړه او د موجودو اختلافاتو په هواری یې ټینګار وکړ .
د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر قریشی په دغه کتنې کښې وویل اسلام اباد تل له هندوستان سره د خبرواترو د له سره پیلولو لپاره چمتو دی .
هغه دخبرو اترو له لارې له ګاونډی هیواد هندوستان سره د زاړو اختلافانو په حل ټینګار وکړ .
دپاکستان خارجه وزیر دغه راز د روسیې له خارجه وزیر او دچین له خارجه وزیر سره هم کتنې وکړې او دبیلابیلوموضوګانو په اړه یې ورسره خبرې وکړې
ټیګونه