امریکا مینځنی ختیځ ته پوځیان نه استوی
-
له هغه څه سره دمقابلې لپاره چې د ایران لخوا ګواښ یې وباله مینځني ختیځ ته د عسکرو د استولو اړتیا نه ویني .
زمونږخبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په سپینې ماڼۍ کښې له ایران سره د مقابلې په پلمه مینځنی ختیځ ته د خپل هیواد د پوځیانو داستولو په هکله د خبریالانو پوښتنې ته په ځواب کښې ټینګار وکړ لیرې ښکاری چې دغه کار ته ضرورت وی .
هغه وویل له هغه څه سره دمقابلې لپاره چې د ایران لخوا ګواښ یې وباله مینځنی ختیځ ته د عسکرو د استولو اړتیا نه وینی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ په عین حال کښې مینځنی ختیځ ته د پوځیانو د استولو په هکله دخپل هیواد له پوځی چارواکوسره د غونډې دترسره کیدا خبر ورکړ او ویې ویل که چیرې یوه (۱) ورځ ضرورت پیدا شی دغه سیمې(مینځنی ختیځ ) ته به ځواکونه واستول شی .
ټرمپ دغه راز دایران پرضد خپلو ادعاګانو ته دوام ورکړ او ادعا یې وکړه چې ایران دترهګرۍ ملاتړی او په مینځنی ختیځ کښې دتهران سیاستونه خطرناک دی .