دامریکا بندیزونه نړیوال نظم ګډوډوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82359-دامریکا_بندیزونه_نړیوال_نظم_ګډوډوی
زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت د باندنیو چارو وزیر محمد جوادظریف وویل دامریکا بایکاټونو په نړیوال نظم ګوزار پیل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 24, 2019 05:15 Asia/Kabul
  • دایران خارجه وزیر محمد جوادظریف نن د پاکستان له لوړرتبه چارواکو سره د دوه اړخیز اړیکو او دسیمې او دنړۍ د مسائیلو په اړه خبرې کوِی .
    دایران خارجه وزیر محمد جوادظریف نن د پاکستان له لوړرتبه چارواکو سره د دوه اړخیز اړیکو او دسیمې او دنړۍ د مسائیلو په اړه خبرې کوِی .

زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت د باندنیو چارو وزیر محمد جوادظریف وویل دامریکا بایکاټونو په نړیوال نظم ګوزار پیل کړی دی .

هغه د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته د رسیدا په وخت له خبریالانو سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د سیمې د سخت حالت په هکله له ګاونډیو هیوادونو سره مشوره ضروری ده وویل که چیرې دامریکا له بایکاټونو سره مقابله ونشی نړیواله ټولنه  ښکیلیږی .

دایران خارجه وزیر جواد ظریف د چین او دایران پرضد د بایکاټونو د تپلو لپاره د امریکا له بدمعاشۍ ډکو اقداماتو ته په اشارې سره  ټینګار وکړ که چیرې نړیواله ټولنه اجازه ورکړی دغه اقدامات ادامه ولری په حقیقت کښې  دنړیوالو ارتباطاتو نظام دداسې کسانو لاسونو ته ورځی چې هیڅ قانون ته پاې بنده نه دی .

ظریف وویل په همدې علت دایران ګاونډیان او نور هیوادونه ضرورت لری دنړیوال امنیت او د خپلو ګټو لپاره دامریکا له بایکاټونو سره مقابله وکړی .

هغه وویل سیمه له سخت حالت سره مخ ده او خطرناک اقدامات د رامینځته کیدا په حال کښې دی او ضرورت شته په دې هکله له ګاونډیو هیوادونو سره مشوره وشی .

ټاکل شوی ده چې دایران خارجه وزیر محمد جوادظریف نن د پاکستان له لوړرتبه سیاسي او پوځي  چارواکو سره د دوه اړخیز اړیکو او دسیمې او دنړۍ د مسائیلو په اړه خبرې وکړی .