هند ۵۰۰ کلوګرامه بم ازمویلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82399-هند_۵۰۰_کلوګرامه_بم_ازمویلی_دی
ایرنا خبری اژانس وایی دهند دفاع وزارت وویل ددغه هیواد دفاعی تحقیق او پراختیا ادارې پینځه سوه(۵۰۰)کلوګرامه هدایت شوی بم په بریالیتوب سره ازمویلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2019 23:15 Asia/Kabul
  • د پینځه سوه(۵۰۰) کلوګرامه بم ازمویل د پاکستان وروستۍ توغندوی ازموینې ته د نوی ډیلی ځواب ورکول دي .
    د پینځه سوه(۵۰۰) کلوګرامه بم ازمویل د پاکستان وروستۍ توغندوی ازموینې ته د نوی ډیلی ځواب ورکول دي .

ایرنا خبری اژانس وایی دهند دفاع وزارت وویل ددغه هیواد دفاعی تحقیق او پراختیا ادارې پینځه سوه(۵۰۰)کلوګرامه هدایت شوی بم په بریالیتوب سره ازمویلی دی .

د هند دفاع وزارت وویل دغه پراختیا موندلی بم چې د اټومی خولۍ د  وړلو توان لری د سوخوی (Sukhoi)جنګی الوتکې لخوا په راجستان صوبې کښې غورځول شوی او په ټاکل شوی هدفونو لګیدلی دی .

ځینو رسنیو د هند د دفاع وزارت لخوا د پینځه سوه(۵۰۰) کلوګرامه بم ازمویل د پاکستان وروستۍ توغندوی ازموینې ته د نوی ډیلی ځواب ورکول ګڼی .