امریکا هیڅ صداقت نلری
-
امریکا له دې مخکې هم په دروغجنو ادعاګانو او جعلي سندونو سره په افغانستان، لیبیا ، سورې او عراق حملې وکړي .
ایرنا خبری اژانس وایی د چین چاینا ډیلی(China Daily ) ورځپاڼې له اټومی موافقې دامریکا وتل او دایران پرضد دبندیزونو له سره لګول د واشنګټن د چارواکو د بې صداقتۍنښه وبلله .
چاینا ډیلی ورځپاڼې له اټومی تړون دامریکا غیر قانونی وتل ، دایران پرضد دبندیزونو بیا لګول له ایران څخه د تیلو د اخیستلود معافیت نه تمدیدول ، اټومی موافقې ته دایران د پاې بندۍ په هکله د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس ډیرو راپوروونو ته پام نه کول او فارس خلیج ته د جنګی بیړۍ استول دایران داسلامی جمهوریت پرضد دسپینې ماڼۍ د چارواکو په خطرناکو اقداماتو کښې وبلل .
دغه ورځپاڼې وویل امریکا له دې مخکې هم په دروغجنو ادعاګانو او جعلی سندونو سره په افغانستان، لیبیا ، سورې او عراق حملې وکړی او دغه ادعاګانې او جعلی مدرکونه داسې مسائیل نه دی چې په اسانۍ سره د نړیوالې ټولنې له ذهنونو پاک شی .