ورځپاڼو ته کتنه ۸-۳-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له ننني ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
وړومبې به هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه راواخلو، د دې ورځپاڼې په غټه سرخۍ ليکل شوي دي چې د ايران د اسلامي جمهوريت مختلفو ادارو،موسسو، تنظيمونو او مذهبي او سياسي ګوندونو د بيله بيلو بيانيو په جاري کولو سره خلق د رمضان د مبارکې مياشتې د راتلونکې وروستۍ جُمعې د قدس د نړيوالې ورځې په لاريونونو کښې شرکت کولو ته راوبلل.
په دغو بيانيو کښې وويل شول چې د اسلامي جمهوريت بنسټ اېښودنکي حضرت امام خميني (ع) د رمضان يا روژې د مبارکې مياشتې آخري جمعه يعنې جمعه الوداع د قدس شريف د نړيوالې ورځې په توګه ټاکلې ده سږ کال به هم په دې ورځ د نړۍ د مختلفو هېوادونو په شان د ايران په اسلامي جمهوريت کښې په نهه سوه پنځوس ښارونو کښې د لاريونونه کيږي چې پکښې روژتيان د مسلمانان د وړومبنۍ قبلې قدس شريف او فلسطين د ازادۍ په حق کښې ،د فلسطينيانو په ملاتړ او د غاصب صهيونېسټ رژيم او د هغه د ملاتړو چې په سر کښې يې امريکه ده مظاهرې کوي. په بيانيو کښې له مسلمانانو غوښتې شوي دي چې په دغو لاريونونو کښې په ګڼ شمېر کښې ګډون وکړي.
ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهويت د بهرنيو چارو د وزارت د وياند له قوله وليکل، د امریکایانو لاپې د ایران لپاره هیڅ اهمیت نه لري، سید عباس موسوي پرون د ایران د خارجه وزارت د ویاند په توګه په خپله وړومبنۍ خبري غونډه کښې وویل: د امریکایي چارواکو د لحن او لهجې بدلیدل باید په کړنلارې او کردار کښې د هغوي د بدلون سبب شي.
هغه هم داشان د تهران سیمه ایزې ډیپلماسۍ ته په اشارې سره وویل: ایران د سیمې له هیوادونو سره د دوه، درې او حتی پنځه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کښې منظم او دوامداره لیده کاته لري او دا فعال او متوازن بهیر به جاري هم وساتي.
----------
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې بيا د اسلامي ايران د ولسمشر له قوله وليکل:ايران له امريکې سره په مقابله کښې بريالے دے.
د اسلامی ايران ولسمشر حسن روحانی له یوشمیر خبریالانو سره په مرکه کښې د اسلامی ایران په خلاف د امریکې اقتصادی او سیاسی دباونو ته په اشارې سره وویل دایران ملت هیڅکله دباونو ته نه دے تسلیم شوے او نه به تسلیم شي .
د ایران ولسمشر حسن روحانی دغه رنګ له اېټمي تړونه دامریکې غیرقانونی وتلو ته هم اشاره وکړه او وې ویل نن سبا د نړۍ ټول هیوادونه او نړیوالې موسسې له نړیوال اېټمي تړون د وتلو په خاطر په امریکه نیوکې کوي.
----
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې وليکل، د ايران د خارجه وزير محمد جواد ظريف دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ ادعا ته په غبرګون کښې چې ویلی یې دی تهران د اېټمي وسلو دجوړولو هڅه کوي وویل د اسلامی انقلاب ستر لارښود ډیره موده مخکې د اېټمي وسلو حراموالی اعلان کړے دے .
هغه وویل داسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ډیره موده مخکې د اېټمي وسلو د تولید د منع په هکله د یوې فتوې په ورکولو سره وویل ایران د اېټمي وسلو دجوړولو هڅه نه کوي.
----------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل، د دغه هېواد حکومتي کابينې په شمالي وزيرستان کښې په فوځي چېک پوسټ باندې حمله وغندله او له فوځ څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
--------
ورځپاڼې په یو خبر کښې وليکل، د پاکستان وزيراعظم عمران خان او هند وزيراعظم نرېندر مودي به په جون مياشت کښې د قرغېزستان کښې ليدل کتل او د دواړو هېوادونو د اختلافاتو د ختمولو په موضوع به د نظر تبادله کوي. کېدې شي دغه کتنه د راروان جون مياشتې په درويشتمه اوشي
------
ورځپاڼې وليکل د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې د يو کشميري ذاکر موسي له وژل کېدو وروسته په احتجاجي مظاهرو کښې درې نور کشميري مسلمانان ووژل شول او يو شمېر ژوبل هم شول.
-------------
د کابل چاپ مسیر ورځپاڼې لیکلي د مسکو د غونډې ګډونوالوله افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او په بینالافغاني مذاکراتو ټینګار کړی.
د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي اوس د دې موقع ده چې بینالافغاني خبرې لا زیاتې شي، د مسکو دا غونډه باید د قطر یا بل هېواد کې پراخې بینالافغاني غونډې ته زمینه برابره کړي.
د سرمقالې د لیکوال په باور څومره چې افغانان یو له بل سره ویني، همدومره فاصلې کمېږي او له زړونو نفرتونه وځي.
------
د کابل چاپ دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی افغان سوله، مسکو بیا ابتکار وکړ.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د مسکو دغهشان هڅې د قدر وړ دي او لکه څنګه چې افغان ملت له دغه بهیر ملاتړ کړی، د افغانستان حکومت هم باید د دغو هڅو ملاتړ وکړي.
د لیکوال په باور افغان حکومت باید دا درک کړي چې د سولې په روانو هڅو کې د روسیې په ګډون د افغانستان د ګاونډیو رول خورا مهم دی او د دوی د همکاریو جلبول د سولې لارې نوره هم اسانولی شي.
--------
دکابل چاپ بلې ورځپاڼې وېسا بيا د افغانستان د صلحې په اړه د ماسکو د غونډې په اړه وليکل:
په ماسکو کښې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سل کلنو ډیپلوماټیکو اړیکو لمانځنې په مناسبت غونډه جوړه شوه چې په کې په مسکو کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند او د افغان سیاستوالو سربېره د ملابردار په مشرۍ د طالبانو ۱۴ کسیز پلاوي هم ګډون وکړ.
دغه غونډه چې پرون پیل شوه، د غونډې ګډونوالو د روسیې او افغانستان ترمنځ د سل کلنو دیپلوماټیکو اړیکو تر بحث وروسته د افغان سولې په اړه هم خبرې وکړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري او باید له دیپلوماټیکو لارو حل شي. لاوروف ټینګار وکړ چې ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي او د افغان شخړې د حل لپاره دې د دې هېواد ټول سیاسي او ټولنیز ځواکونه په خپلو کې خبرې پیل کړي.
له سرګي لاوروف وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي دغې غونډې ته وینا وکړه. کرزي په خپلو کې له روسیې څخه بین الافغاني خبرو اترو ته د زمینې برابرولو له امله د مننې ترڅنګ له مسکو څخه وغوښل چې د افغان سولې په اړه د امریکا، چین او جرمني سره په ګډه د افغان سولې په اړه خپلې هڅې جاري وساتي.
په دغه غونډه کې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وویل، چې طالبان سولې ته ژمن دي، خو سولې ته د رسېدو لپاره باید لومړی خنډونه له مخې لرې کړای شي. نوموړی وايي تر ټولو ستر خنډ د افغانستان اشغال دی چې باید پای ته ورسېږي.
د ملا برادر ترڅنګ یو شمېر افغان سیاستوالو هم دغې غونډې ته ویناوې وکړې.
--------
د ورځپاڼې د يو خبر له مخې د پکتیا امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولايت په زرمت او جاني خېلو ولسواليو کې د ګډو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امنيه قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم رسنیو ته وويل چې ضربتي ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت د هوايي ځواک په مټ د جاني خېلو ولسوالي په اورګوړ سيمه کې عمليات تر سره کړي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، په دې عملياتو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ژوندي نيول شوي ديږ
------
وېسا ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پوځ مشر قمر جاوید باجوه په رسمي بلنې اسلام اباد ته تللی او هلته یې له پوځي چارواکو سره کتلي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وايي چې ډاکټر حمدالله محب پرون له غرمې وروسته د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی او د پاکستان له پوځي چارواکو سره یې لیدلي دي.
په پاکستان کې د افغانستان د سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره د رسمي ناستې او خبرو اترو تر څنګ، محب د روژه ماتي په هغې مېلمستیا کې هم ګډون کړی چې د باجوه له خوا چمتو شوې وه.
-----------