امریکا په افغانستان کښې پوځی شتون ته دوام ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82497-امریکا_په_افغانستان_کښې_پوځی_شتون_ته_دوام_ورکوی
تسنیم خبری اژانس وایی د امریکا د پوځ لوی درسیتز جنرال جوزف ډانفورډ په افغانستان کښې د واشنګټن د عسکرو دشتون په دوام ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2019 07:36 Asia/Kabul
  • طالبانو ډلې له امریکا سره د سولې ټینګول له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ټولو بهرنیو عسکرو له وتلو سره اړونده کړي دي .
    طالبانو ډلې له امریکا سره د سولې ټینګول له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ټولو بهرنیو عسکرو له وتلو سره اړونده کړي دي .

تسنیم خبری اژانس وایی د امریکا د پوځ لوی درسیتز جنرال جوزف ډانفورډ په افغانستان کښې د واشنګټن د عسکرو دشتون په دوام ټینګار وکړ .

په داسې حال کښې چې له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د وتلو په هکله د طالبانو  او د واشنګټن د استازیو خبرې اترې په قطر کښې دوام لری د امریکا دپوځ لوی درسیتز جنرال جوزف ډانفورډ وویل په افغانستان کښې دواشنګټن دعسکرو شتون دهغه څه لپاره چې هغه له ترهګرۍ سره مبارزه  یې وبلله د خبرو اترو وړ نه دی .

تراوسه په افغانستان کښې د جنګ ختمولو ته د طالبانو د اړ کولو لپاره په قطر کښې دامریکا او دطالبانو ترمینځ د خبرو اترو څو پړاونه له ماتی سره مخ شوی دی .

طالبانو ډلې له امریکا سره د سولې ټینګول له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ټولو بهرنیو عسکرو له وتلو سره اړونده کړی دی .

د امریکا دپوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ په داسې حال کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې خبره کوی چې امریکا په اسیا(Asia) کښې د ترهګرۍ د پراخولو او د ناامنۍ او دبې ثباتۍ د دوام اصلی عامله ده .