ورځپاڼو ته کتنه ۱۱-۳-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
د ايران تقريباً ټولو ورځپاڼو په نننيو ګڼو کښې د پرونۍ جُمعې د ورځې يعنې د قدس د نړيوالې ورځې د نمانځنې او په ايران او د نړۍ په نورو هېوادونو کښې د سترو لاريونونو په اړه خبرونه ورکړي دي.
وړومبې هم د تهران چاپ کېهان ورځپاڼه را اخلو دغې ورځپاڼې په خپله وړومبي مخ په سرخۍ کښې ليکلي: په ايران او د نړۍ په يو سل شلو هېوادونو کښې د قدس د ورځې پراخو لاريونونو «د پېړۍ معامله» «د پېړۍ په مقاومت» بدله کړه.
ورځپاڼې زياته کړه، د فلسطين له ارمان څخه د ملاتړ او د پېړۍ معامله نومې امريکائي منصوبې سره د مخالف په هدف سره پرون د جُمعې په ورځ د ايران په اسلامي جمهوريت او د نړۍ په يو سل شلو هېوادونو کښې د قدس د نړيوالې ورځې پراخو لاريونونو «د پېړۍ معامله» «د پېړۍ په مقاومت» بدله کړه.
ورځپاڼې د فلسطيني سرچينو له قوله وليکل: د قدس له نړيوالې ورځې يوه ورځ مخکښې د پېړۍ معامله نومې امريکائي منصوبې په مقابل کښې له مقاومت څخه د ملاتړ په هدف سره د فلسطين د ملت له انتفاضې څخه د ملاتړ نړيوال کانفرنس د غزې په تړانګه کښې کښې وشو.
په دغه کانفرنس کښې د فلسطين د حماس غورځنګ مشرانو وويل: عربانو فلسطين خرڅ کړ خو ايران هم هغه شان له مونږ سره ټينګ ولاړ دے.
په دغه کانفرنس کښې د فلسطين د مقاومت قوماندانانو له مقاومت څخه د ايران د اسلامي جمهوريت ملاتړ وستائيۀ او دغه ملاتړ يې د صهيونېسټ رژيم په وړاندې د مقاومت د مضبوطيه سبب وبلۀ.
د غزې په تړانګه کښې د حماس د سياسي دفتر مشر يحيی السنوار د فلسطين له انتفاضې څخه د ملاتړ په نړيوال کانفرنس کښې وويل، که د ايران ملاتړونه نه وې نن به د فلسطين اسلامي مقاومت داسې قوت نه لرۀ.
---------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې وليکل، د ايران ملينونو خلقو له فلسطين او قدس شريف څخه په ملاتړ کښې پراخه لاريونونه ترسره کړل.
ورځپاڼې زياته کړه، د ايران ملت پرون د روژې د مبارکې مياشتې په وروستۍ جُمعه له نهۀ نيمو سوو نه زياتو ښارونو کښې د قدس د نړيوالې ورځې په لاريونونو کښې په ميلينونو شتون او د جُمعې د نمانځۀ د ادا کولو ځايونو ته په تګ سره د پېړۍ د معاملې ماتې، د فلسطين د آرمان پوره کېدل، له صهيونېسټانو، نړيوال استکبار او د امريکې له دسيسې څخه خپله کرکه اعلان کړه.
لاريون کونکو د تېرو کلونو په شان پرون هم «مړه دې وي امريکه»، «مړ دې وي اسرائيل»، « مړۀ دې وي آل سعود» او «مړۀ دې وي د سيمې خائنان» او د فلسطين او قدس شريف د آزادۍ نعرې ووهلې او امريکه يې د نړۍ ترټولو غټه ترهه ګره وبلله.
ورځپاڼې زياته کړه: د ايران د اسلامي جمهوريت چارواکوپرون د قدس د نړيوالې ورځې په لاريون کښې د ايران له ملت سره يوځاے په ګډون سره د فلسطین د ملت د ارمانونو له پوره کېدو څخه د ملاتړ تر څنګه په نيواکي زمکو کښې د صهيونېسټ رژيم جنايتونه سخت وغندل.
ورځپاڼې وليکل: د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني پرون په تهران کښې د لاريون کونکو په ټول کښې د قدس نړيواله ورځ د اسلامي انقلاب په تاريخ يوه ډېره مهه او د تيري ګرو په وړاندې د ټولو مسلمانانو د مقابلې ورځ وبلله او زياته يې کړه، د پېړۍ معامله نومې امريکائي منصوبه به د پېړتۍ د ماتې يوه نمونه ثابته شي او هيڅ نتيجې ته به ونه رسي.
ورځپانې د ايران د خارجه وزير له قوله وليکل: د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف هم په تهران کښې د قدس د نړيوالې ورځې په لاريون کښې د خلقو په ټول کښې وويل، د نن ورځې او د قدس د ورځې څلوېښت کلن پېغام د پېړۍ معامله د پېړۍ په ماتې بدلول دي.
------
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې وليکل: پرون په زرګونو فلسطينيان هم په داسې حال کښې د جُمعې د نمانځه ادا کولو او د قدس د نړيوالې ورځې د نمانځنې لپاره مسجد الاقصی ته ځانونه ورسول چې صهيونېسټي فوځيانو قدس شريف ته د فلسطينيانو له ننوتلو لپاره بې مخينې امنيتي تدابير غوره کړي وو.
په دغه بهير کښې عبدا...غيث نومې يو شپاړس کلن فلسطيني زلمے چې د قدس د ورځې په مراسمو کښې د ګډون لپاره يې ځان مسجدالاقصی رسول غوښتل د صهيونېسټي فوځيانو په ډزو سره په شهادت ورسېد.
------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې وليکل: د هند ترکنڼرول لاندې کشمير په مختلفو سيمو کښې د جمعه الوداع او قدس د ورځې په مناسبت په سلګونو لاريونونه او مظاهرې وشوې او پکښې د د امريکې او اسرائيلو په خلاف د سخت کرکې او قهر څرګندونه وشوه. ورځپاڼې زياته کړه په دغو مظاهرو کښې د هندي ځواکونو په ډزو سره درې کشميري مسلمانان شهيدان او په ګڼ شمېر ژوبل شول.
--------
د پاکستان چاپ نواے وقت ورځپاڼې وليکل، د پاکستان په مختلفو غټو او وړو ښارونو د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د مختلفو سني او شيعه مکاتب فکر او سياسي او مذهبي ګوندونو مسلمانو روژتيانو پراخه لاريونونو کولو سره د فلسطين او د مسلمانانو د وړومبۍ قبلې دازادولو لپاره له فلسطيني مسلمانانو څخه خپل ملاتړ او د امريکې او اسرائيلو په خلاف خپله کرکه څرګنده کړه.
ورځپاڼې وليکل، په دغو لاريونونو کښې چې هر کال د ايران د اسلامي انقلاب د ارواښاد ستر رهبر امام خميني په حکم ترسره کيږي، ځاے په ځاے په سړکونو باندې د امريکې او اسرائيلو بېرغونه ويړ کړې شوي وو او خلقو دغه بېرغونه تر پښو لاندې کولو سره د مرده باد امريکه، مرده باد اسرائيل او د هغوي د ملاتړ په خلاف نعرې وهلې. مظاهره کونکو د فلسطين او فلسطينيانو په خلاف د امريکې، اسرائيلو او د هغوي د ملاتړو د سازباز منصوبې په ردولو سره په مقاومت باندې ټينګار وکړ.
نواے وقت ورځپاڼې په يو بل رپوټ کښې وليکل، د فلسطين په بيت المقدس او د غزې په تړانګه کښې هم په زرګونو فلسطينيانو د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت پراخه مظاهرې وکړې په دغو مظاهرو کښې له اسرائيلو فوځيانو سره په نښتو کښې دوه فلسطينيان شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل شول.
-------
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د پېښور پوليسو په ترهه ګريزو پېښو کښې لاس لرونکے مولوي محمد نبي سعودي ته په تښتېدو د پېښور باچاخان نړيوال هوائي ډګر کښې ونيوۀ، ورځپاڼې زياته کړه، مولوي محمد نبي چې په ګڼ شمېر ترهه ګريزو واقعاتو کښې پوليسو ته مطلوب ؤ تعلق له اورکزۍ اېجنسۍ سره دے.
--------
د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې په ماسکو کښې د بين الافغاني غونډې په اړه وليکل:
په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د بینالافغاني خبرو ګډون وال وايي چې په خبرو کې پرمختګ شوی، خو نهدي توانېدلي چې پر اوربند موافقه وکړي. په هغه ګډه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، د خبرو ټولو ګډون والو ویلي چې د اوربند پر امکان، د اسلامي نظام پر پیاوړي کولو او د ښځو پر حقونو مثبتې او رغوونکې خبرې شوې دي.
په اعلامیه کې لیکل شوي، دواړو خواوو فوق العاده پرمختګ کړی خو ځینې مسئلې نور بحث ته اړتیا لري.
په دې اعلامیه کې دواړو خواوو پر اوربند، د ملکي تلفاتو پر مخنیوي، د بندیانو اړوند مسایلو، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د بهرنیو لاسوهنو پر بندولو، ملي حاکمیت، د ملي وحدت پر تحکیم، د ښځو پر حقوقو او نورو مسایلو خبرې وکړې، خو اوربند، چې د اکثریت افغان سیاستوالو غوښتنه وه پرې توافق ونه شو.
په ګډه اعلامیه کې همداراز راغلي چې دواړو لوریو په اړوند برخو کې د پام وړ پرمختګ هم وکړ، خو په دې دلیل چې ځينې مسایل د لا زیاتو بحثونو ایجاب کوي، توافق وشو چې د دا ډول ناستو لړۍ ادامه پیدا کړي.
په دې مذاکراتو کې د افغان سیاستوالو تر ډېره ټینګار دا و، چې جګړه کې ښکېل اړخونه د اختر په ورځو کې اوربند وکړي او په دې برخه کې د ځينو ضمانتونو یادونه هم وشوه، خو طالبانو له اوربند سره توافق نه دے کړے.
--------
ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼې په حوالې سره ليکلي: افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلامي همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره لیدلي دي.
د ورځپاڼې د ليکنې له مخې د ارګ له لوري خپره شوې خبرپاڼه کښې ویل شوي، غني او عمران خان د خپلمنځو تعلقاتو ، صلحې، سوداګرۍ او له ترهګرۍ سره مبارزې په موضوعاتو خبرې اترې کړې او دواړو لوریو منلې چې پاکستان ته د ولسمشر غني نزدې سفر کښې به په دغو موضوعاتو تفصیلي بحث وشي.
----------