ورځپاڼو ته کتنه ۲۰-۳-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو د ایران او نړۍ له ځينو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
وړومبې هم د تهران چاپ جمهوري ا سلامي ورځپاڼه راخلو دغې ورځپاڼې د خپل وړومبي مخ په غټه سرخۍ کښې ليکلي، ايران له خرداد ۱۵ نومې هوائي دفاعي پرمختللي سېسټم څخه ګټه اوچتول شروع کړل.
ورځپاڼې وليکل: د خرداد۱۵ نومې ماډرن هوا ئي دفاعی سسټم چې په بشپړ ډول د ايرانيو متخصصانو او پوهانو په لاسو جوړ شوے پرون يې په تهران کښې مخکتنه اوشو او ترې ګټه اوچتول شروع شول .
ورځپاڼې زياته کړه: د اسلامی ایران د دفاع وزیر جنرل امیر حاتمی د دغه ماډرن سسټم د مخکتنې په دستورو کښې پخپله وینا کښې وویل ، دغه سسټم یرغلریزې بې پیلوټه الوتکې او د نورو جنګی الوتکو په څیر ټارګټ ، د یو سل پنځوس کلومیټرۍ په حدودو کې پیژندلی او تر یو سل شل کلومیټرۍ پورې حدودو کښې يې راګیرولې شي .
جنرل حاتمی روښانه کړه ، د خرداد15نومې ماډرن هوائي دفاعی سسټم همدا رنګ په پنځه اتیاکلومیټرۍ کښې د پټو ټارګټونو دپیژندنې او په ۴۵ کلو میټرۍ کښې له هغوی سره دښکیلیدړ او تباه کولوتوانمني لري .
---------
د تهران چاپ قدس ورځپاڼې په خپله سرخۍ کښې د اسلامي ايران د خارجه وزير محمد جواد ظريف له قوله وليکل: اروپايان په داسې پوزيشن کښې نه دي چې په ايران نيوکه وکړي.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر پرون په یولړ دستورو کښې د دې خبرې په کولو سره چې په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کښې اقدام مهم نه دے ، بلکې نتیجه ئې مهمه ده ، زیاته کړه، هغه دنده چې اروپایان او په دغې نړ یوالې ایټمی موافقې کښې ئې نور لوري لري ، دا ده چې د ایران د اقتصادی تعلقاتو لپاره حالات عادي شي.
هغۀ اروپایانو ته د ایران دشپیتۀ ورځني الټي میټم ته په اشارې سره روښانه کړه ، که اروپایانو ته د ایران په ورکړل شوے شپیتۀ و ورځنی مهلت کښې دوی خپلې ژمنې اجرائی نه کړي ، نو ایران به نور اقدامات هم وکړي.
----------
خو د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې بيا د محمد جواد ظريف له قوله وليکل: ټرمپ د ايران له خلقو سره د جنګ په حال کښې دے. هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې امریکا باید د ایران په خلاف اقتصادی ترهه ګري بنده کړيزیاته کړه ،تهران نه یوازې امریکې ته کوم ضرورت نه لري ، بلکه ورسر په ارتباط پسې هم نه دے .
جواد ظریف د ایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست او ملی امنیت د کمیشن په غونډه کښې د دې خبرې په کولو سره چې امریکې سره هیڅ کار نه لرو،بلکه یوازې دې له نورو هیوادونو سره د ایران د تعلقاتو خنډ او کارړنګونکی نه کیږی ،وئیلی دي ،په نړیواله سویه عمومی افکار او خلق د امریکې تبلیغات او پروپیګنډې د واشنګټن د اقداماتو په اساس سنجوی.
-----
ورځپاڼې بيا وليکل: د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس په ابوظبۍ کښې د متحده عرب اماراتو له خارجه وزیر عبدا... بن زاید ال نهیان سره په ګډ خبری کنفرانس کښې وويل، جرمنی او اروپا هڅه کوي برجام نړیواله ایټمی موافقه پخپل ځاے باقي پاتې شی .
------------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې وليکل، به سوډان کښې خلقو سېول نافرماني شروع کړه. خبر زياتوي په سوډان کښې د نظامي شورا لخوا د خلقو له قتل عامه وروسته مخالفينو او احتجاج کونکو مشرانو په ټول هېواد کښې سېول نافرماني شروع کړه او په دغه نافرمانۍ ورسره ځينې ادارې او شغلي موسسې هم شريکې شوې دي.
-----
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د ايران د کورنيو چارو د وزارت امنيتي مرستيال وويل، تېر کل اتۀ لکه غېر قانوني افغان مهاجر خپل هېواد ته ستانه کړې شول.
حسين ذوالفقاري زياته کړه: په اوس حال کښې په ايران کښې تقريباً درې ميلين افغان کډوال شتون لري.
----------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې وليکل، د دغه هېواد وزيراعظم په بني ګاله کښې د کلنۍ بودجې په اړه په يوه غونډه کښې د بودجې متعلقه مسئولانو ته حکم ورکړ چې په راتلونکې بودجې کښې په غريب عوام نه کم بوج واچوي.
---------
دغې ورځپاڼې په خپله يوه مقاله کښې وليکل، د چين او روسيې د مشرانو کتنه او پکښې د امريکې په پالېسيو سخته نيوکه او ځينې مالي او اقتصادي فېصلې دا ښودنه کوي چې د نړۍ په سياستونو کښې يوه لويه تبديلي راروانه ده. مقاله ليکونکي د پاکستان واکمنانو ته سپارښتنه وکړه چې له ختيځ څخه نوے نمر راختونکے دے نوپه دې موقع دې د ملک او قوم په ګټه فېصله وکړي.
----------
له بلې خوا د ورځپاڼې د وېنا له مخې په پاکستان کښې د ګرانۍ په خلاف د دغه هېواد عوامي نشنل پارټۍ کارکونکو په ټول هېواد کښې مظاهرې وکړې. او په دې موقع د دغه ګوند مشر اسفنديار ولي خان وويل، چې په هېواد کښې که د ګرانۍ دا حال وي نو يو خونړے انقلاب راتلے شي.
--------
ورځپاڼې وليکل په شمالى وزيرستان کښې يو ځل بيا د امنيتي ځواکونو د ګاډي په لار کښې د چاودنې له امله درې امنيتي ځواکونه ژوبل شول.
---------
د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل،د افغانستان د فوټبال فيډريشن په مشر کرام الدين کريم باندې د لوبغاړو د جنسي ګواښلو په جرم د ټول عمر لپاره بنديز ولګېد. خبر زياتوي د فيفا له تحقيقاتو او په هغه باندې د جرم له ثابتېدو وروسته ورباندې لس لکه ډالره جرمانه هم ولګېده او د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي دي چې کرام الدين کريم به ډېر زر ونيول شي.
د فيفا د رپوټ له مخې په نوموړي باندې له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۸ کاله پورې د لوبغاړو د جنسي ګواښلو تورونه لګېدلي وو او دغه تورونه د پينځو افغان لوبغاړو لخوا لګول شوي وو چې له تحقيقاتو وروسته ثابت شوي.
--------
د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې د ولسي جرګې د استازيو له قوله وليکل: د ولسي جرګې په چارو کښې د سترې محکمې مداخله د قانون خلاف ده.
سترې محکمې ته د حکومت لخوا د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ د راولاړې شوې ستونزې سپارل د قانون خلاف او د درې ګونو قواوو ترمنځ ټکر رامنځته کوي
د درې ګونو قواوو استقلالیت دا نه ایجابوي، چې اجرائیه او یا هم قضاییه قوه دې د مقننه قوې په چارو کښې لاسوهنه وکړي،هېڅ حقوقي یا حکمي شخصیت د دې کار صلاحیت نه لري.
------
ورځپاڼه ليکي: د افغانستان بانک رئیس خلیل الله صدیق پرون د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کښې د خبرو په مهال وویل:« د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د ارزښت د لوړېدو عمده لاملونه سیاسي بحران، امنیتي ګواښونه، خلاص سرحدونه، د معیاري سکنر ماشینونو نيشتوالی او بهر ته د اسعارو قاچاق دي.»
وېسا ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي چې خصوصي سکټور تر بېلابېلو فشارونو لاندې دی.
الکوزي پرون په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د سوداګرو اختطاف، په لارو کې له سوداګریزو مالونو پیسې اخیستل، لوړه تعرفه، په ادارو کې شته فساد، ناسم امنیتي وضعیت او په غیر قانوني توګه د سوداګرو نیول او نورو بېلابېلو لاملونو په افغانستان کې خصوصي سکټور سخت اغېزمن کړی دی.
الکوزی وايي چې د روانو ناخوالو له امله شاوخوا ۱۴۰۰ سوداګرو خپلې پانګې له افغانستانه ایستلې چې دا د هېواد اقتصاد ته لوی زیان دی.
ورځپاڼه بيا په يو جنګي خبر کښې ليکي: په قندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي، په کندهار، اروزګان او زابل ولایتونو کې یې د عملیاتو او جګړو په مهال ۱۰۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
-------
وېسا ورځپاڼې د ايرو ايشيا ريوو خپرونې د رپوټ له قوله وليکل: افغانستان د خپل ستراتېژيک موقعیت له امله د جګړو پر میدان بدل شوی دی.
ايرو ايشيا ريوو خپرونې په خپله تازه ګڼه کې تر دې عنوان لاندې ليکنه خپره کړې ده چې د نړۍ ځينې سيمې د خپل ستراتيژيک يا سوق الجيشي موقعيت له امله په بحراني ځايونو بدلې شوې دي چې افغانستان هم د دغو هېوادونو په ډله کې راځي.
ايرو ايشيا ريوو خپرونې لیکلي، د افغانستان جغرافيايي موقعيت تل دغه هېواد د نړۍ د لويو قدرتونو د جګړو پر ميدان بدل کړى دى.
----------