امریکا له ایران سره جنګ نه غواړي
د امریکې د کانګرس مشرې له ایټمي موافقې د خپل هیواد د ولسمشر په وتلو باندې په نیوکې سره وویل: امریکا هیڅ کله له ایران سره جنګ ته کومه ګروهنه نه لري.
نانسي پلوسي پرون سي، این، این ته په یوه مرکه کښې زیاته کړه: واشنګټن په داسې حالاتو کښې له ایران سره جنګ ته یا د داسې کوم لمسونکي اقدام ترسره کولو ته هیڅ ګروهنه نه لري چې ممکنه ده د تیروتنې یا د ایران د ځواب سبب وګرځي.
د امریکې د کانګرس مشرې له ایټمي موافقې د امریکې د ولسمشر وتل له سفارتي نظره یو بې منطقه او بې دلیله کار وباله او څرګنده یې کړه چې د امریکې د ملي امنیت زیاتره کارپوهان، ایټمي موافقه تاییدوي او ترې ملاتړ کوي.
یاده دې وي چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تیر ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نیټه په یو اړخیزه توګه امریکا له نړیوالې ایټمي موافقې وباسله او د دې موافقې په وجه د ایران خلاف ځنډول شوي بندیزونه یې یوځل بیا برقرار کړل.