مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۸-۰۳-۲۵
ګرانو و قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې مطلب ته ستاسو پام راګرځوو. په تېره هفته کښې د سعودي ائلاف په مقابل کښې د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو مهمې کاميابۍ، د هغو هېوادونو د شمېر زياتېدنه چې د بحرين په غونډه کښې شرکت نه کوي او همدارنګ د عراق په کردستان سيمه کښې سياسي بدلونونه د اېشيا د لويديځ په بدلونونو کښې شامل وو چې په دې پروګرام کښې د دغو بدلونونو په اړه له تاسو سره غږيږوو.
تېره هفته له سعودي ائتلاف سره په جنګ کښې يمنيانو مهمې کاميابۍ حاصلې کړې. االبته دغه کاميابۍ د جون مياشتې ته په داخلېدو سره شروع شوې. د يمن د وسله والو ځواکونو وياند جنرل يحيی سريع د جون په وړومبيو ورځوکښې اعلان وکړ چې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو په نجران کښې د سعودي په شلو اډو تسلط پېدا کړ. له دغې نظر څرګندونې وروسته د يمن د ملي نجات د حکومت د دفاع وزير جنرل محمد ناصر العاطفي د تېرخالي په ورځ د دغه هېواد په خلاف د سعودي ائتلاف جنګ په پنځوس مياشتيني جنګ کښې د وړومبي ځل لپاره د سعودي خاورې ته داخل شو. د سعودي د نجران له پوله ايزې سيمې څخه په کتنه کښې د يمن د ملي نجات د حکومت د دفاع د وزير د اقدام مهم پېغام دا ؤ چې د يمن فوځي او ولسي ځواکونه د يوې نوې جنګي سټراټيجۍ د عملي کولو په تکل کښې دي چې په دغه سټراټيجۍ کښې د سعودي په ښارونو باندې حملې اټکل شوې دي. يمني خبريال کامل العمري په رای اليوم ورځپاڼه کښې په يوې شننې کښې په دې اړه وليکل: «د نجران له سيمې څخه د حوثيانو د دفاع د وزير په کتنې سره هغوي سعودي نظام ته دا مضبوط پېغام ورکړ چې په نجران ښار حمله ډېره نزدې او د ميز د پاسه يو آپشن دے.
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د تېرې هفتې د ګل په ورځ سحر وختي هم د يمن د جنوب په الضالع صوبه کښې د سعودي ګوډاګيانو په فوځي اډه څلور ځاي بالېسټک توغندي وراويشتل. د يمن فوځي او ولسي ځواکونو اعلان وکړ، په الصدرين فوځي اډه يې په زلزال يو ډوله توغنديو سره حمله کړې ده. په دغه توغنده اي حمله کښې يو شمېر سعودي ګوډاګيان هلاک يا ژوبل شول.
د سعودي په جنوب لويديځ کښې د ملک خالد په هوائي ډګر هم د تېرې هفتې د نهې په ورځ د يمن د فوځي او ولسيٍ ځواکونو لخوا ډرون حمله اوشوه. دغه هوائي ډګر د سعودي د عسير صوبې په خميس مسيط ښار کښې پرته ده.
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ هم د سعودي په جنوب کښې په ابها نومي هوائي ډګر په توغنده اي حملې سره د دغه هوائي ډګر د څارنې برج تباه کړ. د « ابها » هوائي ډګر په شمول په هوائي ډګرونو باندې د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو توغنده اي او ډرون حملې يو سټراټيجي اهميت لري او د هوائي ډګر په مقابل کښې د هوائي ډګر د سټراټيجۍ استعمال دے.
سعودي او د هغه انډيوالانوپه تېرو پنځوسو مياشتوږ کښې نه يوازې هوائي ډګر بلکه په يمن کښې ميلينونو انسانانو ته د مرستې رسونې ټولې لارې تړلې او سعودي جنګي الوتکو په ځلونږ د صنعا په هوائي ډګر حملې کړې دي. د هوائي ډګر په مقابل کښې د هوائي ډګر د پالېسۍ غوره کولو لپاره د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو مقصد دا دے چې د سعودي او د هغه د انډيوالانو په مقابل کښې د هغوي په شان د مقابل توان يې زيات شوے او د جنګ لمن هم د سعودي خاورې دننه ته ارته شوې ده. په همدې لړ کښې د انصارا... وياند محمد عبدالسلام وويل: د دغو عملياتو مقصد دا دے چې رياض مجبور شي چې د صنعا هوائي ډګر محاصره ختمه کړي.
د يمن سنائپر ځواکونو د تېر زيارت په ورځ هم ديارلس سعودي ګوډاګيان په هلاکت ورسول او يا ژوبل کړل. دغه ديارلس تنه د سعودي په جيزان او نجران محاذونو کښې د يمن د فوځي او ولسي کمېټيو د سنائپر ځواکونو د يونټ په عملياتو کښې هلاک يا ژوبل شوي دي. د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو توغنده اي يونټ هم د تېر زيارت په ورځ په جيزان کښې د سعودي ګوډاګي ځواکونو په سنګرونو توغندي اورول. په دغه حمله کښې هم يو شمېر سعودي ګوډاګي ځواکونه په هلاکت ورسېدل او د سعودي دوه فوځي ګاډي هم تباه کړې شول.
د يمن د جنګ په ډګر کښې د تېرې هفتې ټول بدلونونه يو لړ مهم ټکي لري. وړومبے ټکے د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو له اطلاعاتي قوت سره اړوند دے. د يمن انصارا... غورځنګ د آرامکو په تيلي تاسيساتو د مۍ د څوارلسمې نېټې له ډرون حملې وروسته چې د سعودي د خاورې په دننه کښې د دغه هېواد په ډېرو مهمو تاسيساتو د وسله والو ډرون الوتکو په استعمال سره وړومبنۍ پراخه حمله وه اعلان وکړ چې دغه حمله په اماراتو او سعودي کښې په درې سوه مهمو فوځي هدفونو باندې د حملې لپاره د احتمالي فوخي عملياتو يوه برخه ده. په مقابل کښې ويلې شوو چې سعودي ائتلاف په خاصه توګه سعودي او امارات له اطلاعاتي کمزورۍ او همدارنګ له رېډاري کمزورۍ سره مخامخ دي. د يمن د وسله والو ځواکونو وياند جنرل يحيحی سريع وويل چې د يمني ځواکونو د هدفونو بېنک ورځ په ورځ د پراختيا په حال کښې دے او يمني ځواکونه د سعودي او اماراتو لپاره زيات ناڅاپۍ عمليات لري.»
دويم ټکے دا دے چې د يمن د جنګ ستومانوونکے والے په دوو برخو يعني توغنده اي او ډرون برخو کښې د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو د قوت د زياتېدو سبب شوے دے او دغه موضوع هم سعودي او اماراتوته د زياتو سر او مال تاوانونو د رسولو سبب شوې ده. همدغو حالاتو ته په پام سره دي چې د يمن د وسله والوځواکونو لوے درستيز جنرل علي الموشکي سعودي او اماراتو ته خبردارے ورکړ چې يمني ځواکونو دا سوګند خوړلے دے چې هيڅ يو تيري کونکے به له يمنه ژوندے لاړ نه شي.
دريم ټکے دا دے چې په يمن کښې د تېرې هفتې خوزښتونه د دې ښودنه کوي چې د يمن په جنګ کښې د طاقت توازن بدل شوے دے او په دغه جنګ کښې د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو وزن زيات شوے دے. په همدې بنياد هم د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو جنګي مالېسۍ هم په خاص توګه د جون په مياشت کښې بدلې شوې دي.
په داسې حال کښې چې د منامې غونډې جوړېدو ته زيات وخت نه دے پاتے تېره هفته له دغې غونډې سره مخالفتونه زيات شوي دي. د بحرين غونډه د پېړۍ د معامله نومې امريکائي پلان وړومبنے ګام دے چې ټاکل شوې ده د جون په پينځويشتمه او شپږويشتمه جوړه شي. د دغې غونډې ظاهري مقصد د فلسطين لپاره د بهرنيو پانګونو جذبول دي، خو حقيقي مقصد يې د پېړۍ د معامله نومې پلان منلو لپاره د فلسطيني حکومت تر دباو لاندې راوستل دي. يو داسې پلان چې اصلي محور يې فلسطينيانو ته د پېسو د ورکولو په بدله کښې اسرائيلو ته د فلسطيني جغرافيا ورکول دي.
له اسرائيلو څخه په ملاتړ کښې د دغه پلان د نژاد پرستۍ او يو اړخيز پالنې تګلارې ته په پام سره د بحرين له غونډې سره د اسلامي هېوادونو مخالفت مخ په زياتېدو دے. د عراق د بهرنيو چارو وزارت تېره هفته اعلان وکړ چې بغداد د بحرين په اقتصادي غونډه کښې د پېړۍ د معامله نومې پلان د عملي کولو لپاره يوه سريزه ده شرکت ونه کړي. د عراق د خارجه وزارت وياند احمد الصحاف د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ وويل: « د منامې په غونډه کښې د عراق نه ګډون کول د فلسطين د مسئلې په وړاندې د بغداد د ثابت او اصولي موقف ښودنه کوي. عراق د قدس شريف په پائتختۍ د فلسطيني حکومت د جوړېدو او د فلسطين د خلقو د نه تصرف کېدونکو حقوقو په حق باندې تاکيد لري.»
د لبنان خارجه وزير جبران باسيل هم تېره هفته وويل: « بيروت به د بحرين په کانفرسن کښې ګډون ونه کړي، ځکه چې فلسطينيان هم پکښې شرکت نه کوي.» ملګرو ملتو، چين او روسيې هم تېره هفته اعلان وکړ د منامې اقتصادي غونډه چې د پېړۍ معامله نومې پلان د عملي کولو لپاره وړومبنے ګام دے شرکت نه کوي. د تيونس حکومت هم اعلان وکړ چې په دغه غونډه کښې به ګډون ونه کړي د مراکش وزيراعظم همد بحرين په غونډه کښې د خپل هېواد د نه شرکت کولو خبر ورکړ.
د عربو هېوادونو د خلقو په شمول د نړۍ زياترومسلمانانو هم د منامې په غونډه باندې احتجاج او له ماتې سره د هغې د مامخولو لپاره نړيوالې ټولنې ته په بلنې ورکولو سره « دبحرين د غونډې مات هېش ټېګ» جمله په سوشل مېډيا کښې خپره کړې ده. د غزې په تړانګه کښې يو شمېر ځوانانو او مجاهدينو هم د امريکې د ولسمشر او د صهيونېسټ رژيم د وزيراعظم تر څنګه د بحرين د باچا حمد بن عيسی، د اماراتو د وليعهد محمد بن زايد او د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان تصويرونو ته اور ورته کړې دے.
سعودي، امارات او بحرين له هغو عربو هېوادونو څخه دي چې د بحرين په غونډه کښې يې شرکت حتمي دے. د حماس غورځنګ وياند فوزي برهوم د بحرين په غونډه کښې د دغو هېوادونو د ګډون په ردعمل کښې وويل، د منامې په غونډه کښې د شرکت لپاره د عربو هېوادونو اقدام د دغې غونډې له جوړېدو و پکښې له ګډون کولو سره په مخالفت کښې د ټولو فلسطينيانو له يو هيړ دريځ سره مخالفت لري، ځکه چې د منامې غونډه د پېړۍ معامله نومې پلان د اجرا يو پروګرام دے چې مقصد يې د فلسطين د آرمانونو او حقوقو نابودي ده.
يوه بله موضوع دا ده چې د بحرين د ناستې د وخت په نزدې کېدو سره د فلسطين په نيواکي زمکو کښې د امريکې سفير ديويډ فريډمن تېره هفته ادعا وکړه چې اسرائيل حق لري چې لږ تر لږه د لويديځې غاړې ځينې برخې له ځان سره يوځاے کړي. داسې ښکاري چې اسرائيلو ته د لويديځې غاړې د ځينو برخو ورکول هم د پېړۍ معامله نومې پلان يوه مهمه برخه ده. د امريکې حکومت له دې مخکښې هم د فلسسطين په قدس شریُ او د سوريې په جولان سيمه د اسرائيلو حاکميت په رسميت پېژندلے دے.
د عراق د کردستان سيمه هم تېره هفته له مودو وروسته د يو لړ مهمو سياسي بدلونونوکتونکې وه. تېره هفته وړومبے د ګل په ورځ نيچروان بارزاني د کردستان سيمې د نوي مشر په توګه سوګند اوچت کړ او د کردستان د سيمې پارلېمان هم د تېرې هفتې د نهې په ورځ مسرور بارزاني د دغې سيمې د نوي وزيراعظم په توګه منصوب کړ.
د کردستان سيمې پارلېمان د دغې سيمې له مشرۍ څخه د مسعو د بارزاني له څنګته کېدو نه دوه کاله وروسته د روان ۲۰۱۹ کال په مۍ کښې د پارلېمان له يو اتيا استازيو څخه د اته شپېتۀ رايو په حاصلولو سره نيچروان بارزاني د دغې سيمې د نوي مشر په توګه معرفي کړ. نيچروان بارزاني د سوګند اوچتولو په مراسمو کښې د عراق د خلقو او د ايران او کويت په شمول د ګاونډي هېوادونو په خلاف د صدام د جنګ اور غرنډه کولو ته په اشارې سره وويل،په سيمه کښې د کردستان اقليم سياست له هر ډول تاوتريخوالي او جنګه ډډه کول دي او همدا موضوع د خپل بهرني سياست بنياد ګرځوي. هغه همدارنګ د اربيل او بغداد د تعلقاتو په مهم بللو سره وويل، په دغه دوران کښې به کوشش وشي چې د اربيل او بغداد ترمېنځ ټول اختلافات د عراق اساسي قانون ته په پام سره هوار شي.
که څه هم د کردستان د سيمې نوي مشر او وزيراعظم تېره هفته خپل فعاليت شروع کړ، خو شواهد د دې ښودنه کوي چې په دغه سيمه کښې کورني اختلافات هم هغه مخ په زياتېدو دي، په تېره بيا دا چې د کردستان له وطني اتحاديې سره وابسته استازي د دغې سيمې د نوي مشر په توګه د نيچروان بارزاني د ټاکلو په مرسمو کښې له پارلېمانه بهر وتلي وو.