ورځپاڼو ته کتنه ۵-۴-۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83012-ورځپاڼو_ته_کتنه_۵_۴_۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2019 08:12 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۵-۴-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د ايران د  اسلامي جمهوريت د ولسمشر په حوالې سره وليکل:امريکائي چارواکي له سختې سرګردانۍ او نفسياتي مشکل سره مخامخ دي. ولسمشر حسن روحانی  دایران په ضد د نوو بندیزونو په لګولو کښې د امریکې سپیرۀ اقدام ته په  اشارې سره  تاکيد وکړ ،د یوهیواد د تر ټولو ستر روحاني ،دیني معنوي او سیاسي مقام  بائیکاټول،چې نه یوازې دایران رهبر دے،بلکه د اسلامي انقلاب دعاشقانو او د د رستې نړۍ د مسلمانانو رهبر دے،یوبې شرمه او د سپين سترګي توب اقدام دے .

ډاکټر حسن روحاني پرون د ایران د روغتیائی چارو له وزیر، لوړپوړو مدیرانو ،مسئولانو  او چاروالو سره په کتنه کښې وئیلي،نن سبا په لبنان ،افغانستان ،سوريې ،پاکستان ،هندوستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې  د شیعه اوغیر شیعه  پشمول  ډیر زیات خلق داسلامي انقلاب د معظم رهبر  د فرمانونو مطیع او عاشقان دي او دا چې یو انسان خپل عقل له لاسه ورکړي ، او سپیرۀ او بې شرمه  اقدام وکړي ډېره خندونکې خبره ده .

  د اسلامی ایران ولسمشر دې ته په اشارې سره چې امریکه پخپلو نوو بندیزونو کښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د اموالو  نغرل  عنوان کړي دي ، وویل ،  د اسلامي انقلاب  د معظم رهبر شتمنۍ او اموال یوه حسینیه او یو ساده کور دے،د اسلامي ایران رهبر  د دنیا د نورو رهبرانو په شان نه دے چې  په خپلو بهرنیو حسابونو کښې په میلیونونو ډالر  ولريچې دوي وغواړي   هغه   حسابونه وتړي .

ورځپاڼې همدارنګ د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله وليکل: د ايران ملت ترټولو ستر دفاعي اوزار دے.

محمد جواد ظريف پرون په تهران کښې د کیمیائی وسلو د قربانیانو  د درنښت  په «سوي زړونه» نومې سیمنار کښې پخپلې وینا کښې د شهیدانو او سرښیندونکو د کورنیو په قدرونې  سره وویل،  د کیمیائی وسلو قربانیان د اسلامي ایران د مقاومت  ژوندے سند دے او دوي  د کیمیائي بمباریو له امله  د ډیرو زیاتو دباؤنو کړاؤنو او سوزیدنو  په زغملو سره نړیوالو ته ښودلې ده چې  هیڅکله هم د ذلت  پېټې نه وړي .

------------

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې وليکل، د حماس غورځنګ د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه په حوالې سره وليکل: فلسطين خرڅېدونکې نه دے. اسماعیل هنیه د بحرین د کانفرنس په باطل بللو سره  تاکيد وکړ ، فلسطین د خرڅولو ندے . هنیه وویل د بحرین کانفرنس په اقتصادي پوښښ سره یو سیاسي کانفرنس دے چی هدف یې د فلسطین د مسئلې له مینځه وړل دي .

----------

د تهران يوې بلې ورځپاڼې ابرار په يو خبر کښې وليکل: جرمني، فرانسې او برطانيې وويل هم هغه شان په برجام ايټمي موافقې پابند دي.

ورځپاڼې زياته کړه: په ملګروملتو کښې د جرمني ،فرانسې او برطانیې استازو د امریکې د آرکیو ۴ ډوله ډرون الوتکې د نسکوریدو په باب د ملګروملتو د امنیت شورا  له  ناڅرګندې  غونډې وروسته د یوې ګډې اعلانیې په خپرولو سره  د برجا ايټمی  موافقې مادو او  د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړ لیک  بشپړاجرا ته د خپلو هیوادونو په پابندۍ تاکيد وکړ  او ويلي يې دي،  نړیواله ایټمي موافقه د نړۍ د ثبات د ساتنې او په سیمه کښې د تاؤتریخوالي د کمولو لپاره  ضروري ده .

-------

اوس به راشو د پاکستان ورځپاڼو ته دا هم جنګ ورځپاڼه ده چې وې ليکل: یمنيانو يو ځل بيا د سعودي په خاوره ډرون حمله وکړ چې د سر و مال تاوانونو په اړه يې څخه رپوټ نه دے خپور شوے.

ورځپاڼې وليکل د قطر حکومت يو لک پاکستانيانو ته  په قطر کښې د کار ورکولو ژمنه وکړه او د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي د قطر د دغه اعلان هرکلی وکړ.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې د پاکستان د خارجه وزير شاه محمود قرېشي له قوله وليکل: په افغانستان کښې د هند مخ په زياتېدو د مداخلت د پاکستان د سلامتيا او امنيت لپاره خطر دے.

ورځپاڼې همدارنګ په خپل يو خبر کښې وليکل، په سپېن کښې مخ پټو وسله والو کسانو په يو جومات ډزې وکړې چې د جومات ودانۍ ته يې زيان ورسوۀ. خبر زياتوي له دغې پېښې وروسته د سپېن د مسلمانانو ترمېنځ سخته اندېښنه رامنځته شوې ده.

-----------

د پاکستان يوې بلې دنيا ورځپاڼې د دغه هېواد د خارجه وزير شاه محمود قرېشي له قوله وليکل: په ايران باندې د امريکې حمله به د پاکستان د سلامتيا نابودونکې وي.

هغه زياته کړه په سيمه کښې موجوده تاوتريخوالے به د افغان امن په هلو ځلو هم منفي تاثير وکړي او له منځه به يې يوسي.

---------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې:

کابل چاپ نننیو ځينو ورځپاڼو د جمهوري ریاست د کاندیدانو د شورا د تېرې ورځې په اعتراضیه غونډع او د ولسمشر د کار د دوام په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي ارګ د ولسمشر غني سیالانو د غوښتنې په ځواب کې دوی له وخت مخکې په کمپاین تورن کړل.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د ارګ له لوري په راتلونکو انتخاباتو کې د احتمالي او سیستماتیکې لاسوهنې په اړه د جمهوري ریاست د یو شمېر کاندیدانو او ځینو سیاستوالو اندېښنې پر ځای دي.

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکي، ستونزې دې د خبرو اترو له لارې هوارې شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي که چېرې د ولسمشر په صلاحیت کې دننه انتخابات ترسره شي، د لیکوال په باور د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو ته به دغه انتخابات د منلو وړ نه‌وي.

هېواد د دولتي ورځپاڼې وليکل: دا سمه ده چې د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د واک موده پای ته رسېدلې، خو د هېواد ناسم وضعیت له امله سترې محکمې د بل ولسمشر تر ټاکلو د محمد اشرف غني د کار موده وغځوله.

د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل: د امریکې تازه بندیزونه ظالمانه او احمقانه دي. روحاني وویل دا پرېکړه د سپینې ماڼۍ د هڅو یقیني ناکامي څرگندوی” له سیاسي نظره په دې اړه هېڅ شک نلرم. هېڅ هوښیار سړی به هغه څه ونکړي چې دوی یې په دې ورځو کې کوي. احساس کوم چې د امریکا د مشرانو او سپینې ماڼۍ تر منځ جدي خواشیني او ستره وارخطايي او مغشوش تیا شته.”

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د تخار ولایت ځاي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کښې د جګړو له امله په تېره یوه اونۍ کښې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.

ورځپاڼې همدارنګ وليکل،د فارياب ولايت بلچراغ ولسوالي له يو کال وروسته د طالبانو له قبضې آزاده کړې شوه.

وېسا ورځپاڼې همدارنګ د ناټو د سرمنشي له قوله وليکل، په افغانستان کښې د ناټو د ځواکونو شتون يا نه شتون به له طالب ډلې سره له ترسره شويو موافقو سره تړاو ولري.

او د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې په پاکستان کې د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو د یو شمېر افغان سیاسونو وروستۍ خبرې او دریځونه لا هم له جدي غبرګونونو سره مخ دي. د ملي شورا غړي د ډیورنډ کرښې په تړاو ناسم دریځونه ملي خیانت بولي.

د مشرانو جرګې غړیو پرون د دغې جرګې په پرونۍ ناسته کښې پاکستان ته د افغان سیاستوالو د تللي پلاوي یو شمېر غړو په هغو څرګندونو سختې نیوکې کوي، چې د لاهور پروسې ناستې کښې یې د ډیورند کرښې په تړاو کړې وې.

------------