په ويانا کښې د برجام د ګډ کمېشن غونډه روانه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83063-په_ويانا_کښې_د_برجام_د_ګډ_کمېشن_غونډه_روانه_ده
د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن غونډه د ايران او څلور جمع يو ډلې د سياسي مرستيالانو او عمومي مديرانو په سطح د ويانا په کوبورګ هوټل کښې شروع شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2019 11:36 Asia/Kabul
  • په ويانا کښې د برجام د ګډ کمېشن غونډه روانه ده

د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن غونډه د ايران او څلور جمع يو ډلې د سياسي مرستيالانو او عمومي مديرانو په سطح د ويانا په کوبورګ هوټل کښې شروع شوې ده.

د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير سياسي مرستيال او د ايراني پلاوي مشر سيد عباس عراقچي  او د اروپائي اتحاديې د بهرني اقدام د سروس عمومي سېکتره او د دغې اتحاديې د د بهرني سياست د مشرۍ فيډريکا موګريني مرستياله  مېرمن هېلګا شمېډ د برجام د ګډ کمېشن د نننۍ غونډې مشري په غاړه لري.

د اروپائي اتحاديې د بهرني اقدام سروس د يوې بيانيې په جاري کولو سره په ټولو اړخونو کښې د برجام اېټمي موافقې د اجرا له دوام څخه اطمينان او له دغې موافقې څخه د امريکې د وتلو او د ايران په خلاف د بنديزوو په نتيجه کښې له رامنځته شويو مشکلاتو سره د مقالې د لارو چارو په باره کښې د نظر تبادله د دغې غونډې مقصد اعلان کړے دے.

په برجام کښې د خپلو ژمنو د کمولو لپاره د ايران د فېصلې څېړنه د دغې غونډې يو بل هدف اعلان شوے دے.