ورځپاڼو ته کتنه 10/4/98
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83119-ورځپاڼو_ته_کتنه_10_4_98
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2019 08:50 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 10/4/98

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

وړومبې هم د تهران چاپ جمهوری اسلامي ورځپاڼه، دغې ورځپاڼې وليکل: په ایران کښې پانګه والو بهرنیانو ته پنځه کلن اقامت ورکول کیږي.

د ورځپاڼې په قول د ایران د اسلامي جمهوريت د حکومتي کابینې په پرونۍ غونډه کښې د بهرنیو پانګه والو د هڅولو او د اسعاري مالي سرچینو د جذبولو په موخه، دغو سرمایه کارانو ته په ایران کښې د پنځه کلنې پاتې کیدو د ورکړې آیین نامه تصویب کړه.

د دغې آيين نامې له مخې، د هغو بهرنیو حکومتونو پانګه والو ته چې د ایران له خوا په رسمیت پیژندل شوي دي، په ایران کښې د استوګنې د پنځه کلن مجوز لپاره د اړتیا وړ لږترلږه حد تر دوه نیمو لکو یورو ټاکل شوی دی.

خبر زیاتوي چې په دغې پانګونې کښې د ډالر نه علاوه د ایران د مرکزي بانک د منلو وړ نور اسعار هم شاملیږي.

---------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د ملي امنيت او نړيوال سياست د کمېشن د غړي علاء الدين بروجردي له قوله وليکل: د اروپا مالي لاره چاره اینسټېکس د ایران هیلې او غوښتنې نه پوره کوي. هغه زياته کړه د ایران او اروپا ترمینځ د مالي کانال (اینسټکس) جوړول، له اروپايي لورو د ایران تمې نه پوره کوي او حتی که په بشپړه توګه اجرايي شي بیا هم د تهران لپاره راضي کونکې چاره نه ده.

--------

د تهران يوې بلې اطلاعات ورځپاڼې د افغانستان د طالب ډلې د وياند قاري يوسف احمدي له قوله وليکل، طالبانو د قندهار معروف ولسوالۍ ونيوه او ۵۷افغان پوځیان يې ووژل.

د ورځپاڼې له مخې دافغانستان په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسئولانو وئیلی د بلخ د شولګرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نړیوال ځواک په هوایی بریدکښې دطالبانو د یو شمیر مشهورو قوماندانانو په ګډون ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوی دی .

-------

اطلاعات ورځپاڼې د امريکې د نيويارک ټائمر له قوله وليکل ‎، د پېړۍ معامله نومې امريکائي منصوبه په اصل کښې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زوم جرډ کوشنر پرېشانه خوب ليدنه ده.

-----

د تهران چاپ کيهان نومې ورځپاڼې د ځينو نړيوالو رسنيو له قوله وليکل: د نائجېريا د اسلامي غورځنګ مشر شېخ ابراهيم  زاکزاکي په بندي خانه کښې د دغه هېواد د فوځيانو په لاسو مسموم کړے شوے يعنې ورته زهر ورکړې شوي دي. ورځپاڼې دې خبر په ليکلو سره سره چې د نیجریه د اسلامی غورځنګ  دمشر شیخ ابراهیم  الزکزکی مسمومیّت ډیرخطرناک دے ، وئیلی دی،طبی ټیم   د نیجریه  له حکومت سره مشورې کوی څو  هغه روغتون  ته منتقل کړی .

  د خبری سرچینو په وینا، د شیخ  زکزکی  په وینې کې  دکیډمیّم او  ځینو نورو زهرجنو مادو د شتون نښې نښانې لیدل شوی دی .

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل:  دکشمير د حريت کانفرنس يو مشر د خبرو اترو له لارې د هند تر کنټرول لاندې کشمير د بحران په هواري تاکيد وکړ. هغه زياته کړه: د کشمير د مسئلې د هواري لپاره پکار دي د هند او پاکستان او د کشمير د مشرانو ترمېنځ خبرې اترې اوشي، ځکه چې د کشمير مسئله د خبرو اترو له لارې هوارېدې شي.

-------

اوس هم د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼه رااخلو، دغې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د دغه هېواد خارجه وزرات له قوله وليکل، د کرکټ د نړيوالو سياليو په موقع د افغانستان د تماش بينو لخوا د پاکستان په خلاف د بينرونو په لګولو او د پاکستاني ټيم او پاکستان په خلاف نعرې وهل يو غېر قانوني او غېر انساني فعل دے او پکار دي د دغه کار مرتکب کسانو په خلاف قانوني چاره جوئي وشي.

د ورځپاڼې له مخې  آئي سي سي ترجمان هم وائي چې د غير سماجې رويې خلاف به سخت ايکشن اخيستل کيږي.

د آئي سي سي ترجمان مطابق د جهګړې په حواله به د سټيډيم سيکيورټي اهلکارو سره په شريکه تحقيقات کوي چي راتلونکي وخت کښې داسي قسمه پيښو مخنيوي اوکړې شي

ترجمان زياتوې چې آئي سي سي د داسې رنګه د رويې سخته  غندنه کوي.

-----------

ورځپاڼې وليکل افغان ولسمشر ډاکټرمحمد اشرف غني پاکستان ته د خپل سفر په اړه وليکل، د پاکستان د پالېسۍ کښې مې بدلون احساس کړے دے او پاکستان اوس خپله توجه په سيمه کښې سيمه ايزو تعلقاتو او ملګرتيا زياتولو ته کړې ده. هغه په خپله يوه وېنا د پاکستانيانو ته سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کړې دي او د پاکستان له وزيراعظم عمران خان او د فوځ له مشر جنرل باجوده سره خپلې ليدنې کتنې او خبرې اترې کاميابۍ جاجولې دي.

---------

د پاکستان دنيا ورځپاڼې بيا په خپله يوه سرخۍ کښې وليکل، له نن څخه په دغه هېواد کښې د عامه خلقو استعمال ګېس او سي اين جي نوي ګرانې شوې بيې عملي کيږي او البته د پټروليم توليدانو پخواني نرخونه برقرار وساتل شول.

--------

ورځپاڼې د پاکستان د حزب اختلاف له قوله وليکل، په هېواد کښې ګرانۍ د عامه خلقو ژوند له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړے دے او موجوده حکومت په  حکومت کولو کښې ناکام شوے دے. به خبر کښې د اپوزيشن له قوله ليکل شوي دي چې په خاصه توګه د عامه خلقو لپاره د ګېس نرخونو زياتول په خلقو باندې لوے ظلم دے.

----------

دا هم د کابل  چاپ وېسا ورځپاڼه دغې ورځپاڼې وليکل: پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د چین او المان له سفیرانو سره په جلا جلا کتنو کې د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي. د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حامد کرزي پرون (یکشنبه) د چین له سفیر لیو جین سونک سره کتلي دي. خبرپاڼه زیاتوي  چې په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو افغان سولې خبرې شوې دي. حامد کرزي د سولې په برخه کې د چین د هڅو ستاینه کړې ده.

ورځپاڼې په قطر کښې د طالب او امريکې استازيو ترمېنځ د خبرو اترو د اوم پړاو په حوالې سره وليکل: که دواړه لوري په روانو خبرو کې کومې هوکړې ته رسېږي نو کېدای شي چې بین الافغاني خبرې هم د جولای میاشتې په لومړیو کې پیل شي.

ویل کېږي خبرې پر څلورو ټکو څرخي، لومړی دا چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو له پاره به مهال وېش ټاکل کېږي. دویم دا چې د افغانستان خاوره به د امریکا او متحدینو پرضد نه کارول کېږي. دریم اوربند او څلورم بین الافغاني خبرو اترو ته به لاره هوارېږي.

دا معلومه نه ده چې د خبرو اوسنی پړاو به تر کومه دوام وکړي خو سرچینې وايي دا ځل د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ خبرې جدي دي او ښايي درې ورځې دوام وکړي.

وېسا ورځپاڼې د نيويارک ټائمز په نقل سره وليکل: جرمني له قطر سره په ګډه د افغانانو ترمنځ د یوې غونډې لپاره تیاری نیسي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان سولې په هڅو کې د جرمني ګډون ته په اشارې سره لیکلي جرمنیان له قطري چارواکو سره په ګډه د افغانانو ترمنځ د یوې غونډې لپاره تیاری نیسي.

خو ورځپاڼه لیکي په قطر کې د اووم پړاو خبرو له پيل سره هم مهاله تېرې دوې ورځې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې او مرګونې نښتې شوې دي. د ورځپاڼې د دې مطلب له مخې له دې مرګونو نښتو داسې ښکاري چې هغه هیله مندي چې د سولې خبرو کې شته ښايي دومره ژر په واقعیتونو بدله نه شي چې له مخې یې د تاوتریخوالي کچه راکمه شي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د خوست اوسېدونکي مرکزي حکومت د لویې پکتیا له خلکو سره په دوه ګوني چلند تورنوي او وايي چې حکومت بیخي له پامه غورځولي دي.

 

د خوست لسګونه مشرانو او ځوانان پرون د خوست د جرګو په تالار کې د اعتراض په بڼه راټول شوي وو او ویې ویل چې د افغان حکومت مشرتابه د یو پلان له مخې په ځانګړي ډول د پوځي کادرونو په گوښه کولو پیل کړی.

--------