ملګري ملتونه د ایټمي موافقې پر ساتنې ټینګار لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83155-ملګري_ملتونه_د_ایټمي_موافقې_پر_ساتنې_ټینګار_لري
د انټونیو ګوتریش ویاند: د برجام ټول لاسلیکونکي او نور هیوادونه باید د دغې موافقې ساتنه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2019 03:10 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه د ایټمي موافقې پر ساتنې ټینګار لري

د انټونیو ګوتریش ویاند: د برجام ټول لاسلیکونکي او نور هیوادونه باید د دغې موافقې ساتنه وکړي.

د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاند د څواړخیزې ډیپلماسۍ د بدلانه د پيچومي په توګه د ایټمي موافقې ساتنه مهمه وبلله او ویې ویل: د برجام ټول لاسلیکونکي او نور هیوادونه باید د دغې موافقې ساتنه وکړي.

د ایرنا د خبر له مخې سټیفن دوجاریک پرون په یوه خبري غونډه کښې، په دې خبرې سره چې ملګري ملتونه د ایټمي موافقې له ټولو غړو لورو او نورو حکومتونو غواړي چې د دغې موافقې ساتنه وکړي، زیاته کړه: د برجام ساتنه د سیمې د امنیت لپاره ډیره مهمه ده.

د ویلو ده چې د تیر کال د مۍ په اتمه نیټه له ایټمي موافقې د امریکې له غیرقانوني وتنې وروسته جرمني، بریطانیې او فرانسې ژمنه وکړه چې د ایران د اقتصادي ګټو په ضمانت سره به دغه موافقه وساتي. خو دغو هیوادونو د امریکې د اقدام په وړاندې له خپلې تشې لفظي او سیاسي اودریدنې سره سره تراوسه د دغې ایټمي موافقې د ساتنې لپاره په ژمنه ورکړو عملي اقداماتو کښې هیڅ بریا نه ده ترلاسه کړي.