ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83444-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه او تبصرې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2019 06:07 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه او تبصرې

 د خبیث صهیونیسټي رژیم سمندري ډاکه ماري بې ځوابه نه پریږدو، د برجامي ژمنو کمول به دوام ولري.

دا د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې وړومبی سرټکی دی چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له پرونیو څرګندونو یې راخیستی دی. ورځپاڼې د ټول ایران د جمعې امامانو په ټول کښې د حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د وینا په وخت د دوي یو انځور هم په خپل وړومبي مخ چاپ کړی دی.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې معظم رهبر د انګریزانو په سمندري ډاکه مارۍ باندې په نیوکې سره وویل: هغوي چې خباثت یې ټولو ته څرګند دی، زمونږ کشتۍ یې غلا کړې ده خو هڅه کوي چې خپل دغه کار ته قانوني بڼه ورکړي البته د ایران په اسلامي جمهوریت کښې مومن عناصر دا کارونه بې ځوابه نه پریږدي او په مناسب وخت او ځاې به ورته ځواب ورکړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اروپایانو د نورو په ملامتونکي کړچار او پر خپلو برجامي ژمنو باندې د هغوي په عمل نه کولو باندې په نیوکې سره ټینګار وکړ: مونږ ایله اوس د ژمنو کمول پیل کړې دي او دا بهیر به خامخا دوام ولري.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي پرون د ټول ایران د جمعې امامانو په کتنه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولس او نظام توفیقات او بریاوې به د لویدیځوالو له حسرته د ډکو سترګو په وړاندې ورځ په ورځ زیات شي، وویل: د ځان ستر ګڼل سبب شوي چې لویدیځوال په حقایقو پوه نه شي البته دا تکبر د هغوي لپاره د کمزورو هیوادونو او لسونو په وړاندې کامیابي لري خو د هغو ولسونو په وړاندې چې نه ویریږي او د خپل حق دفاع کوي، لویدیځوال له ماتې سره مخامخیږي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ایران په وړاندې د اروپایانو د یوولسو برجامي ژمنو په هکله د ایران د خارجه وزیر څرګندې وینا او د هغوي له خوا حتی په یوې ژمنې باندې عمل نه کولو ته په اشارې سره وویل: مونږ په برجام کښې او حتی له دغې موافقې زیات پر خپلو ژمنو عمل کړی دی او اوس چې د هغوي د کړنلارې په وجه مو د خپلو ژمنو د اجرا کمول پيل کړي دي نو اروپایان په طلبکارانه توګه او په سپین سترګۍ سره وايي چې دا کار ولې کوئ.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: تاسو اروپایان چې خپله هیڅ کومه ژمنه مو نه ده اجرا کړې، په کوم حق له مونږه غواړئ چې پر خپلو ژمنو پابند ووسو.

دوي د ایران د اسلامي جمهوریت ویاړمنې دفاعي توانمنۍ د مقدسې دفاع په دوران کښې د دباؤنو او له پردیو د زړه صبرولو نتیجه وبلله او زیاته یې کړه: اوسنی خوځښت به هم د اقتصاد په شمول په مختلفو برخو کښې پر ځان د ملا تړلو په برکت مهمو پایلو ته ورسیږي.

**

جمهوري اسلامي:

له تهرانه چاپيدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د وړومبي مرستیال اسحاق جهانګیري خبرې راخیستې دي چې وايي: اروپا دې امریکا د ایراني ضده بندیزونو ختمولو ته مجبوره کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر وړومبي مرستیال وویل: اروپايي هیوادونه دې په ایران باندې د دباؤ پر ځاې چې پر برجام ژمن دی، په امریکې دباؤ راوړي چې له ظالمانه بندیزونو لاس واخلي.

اسحاق جهانګیري پرون په تهران کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د برجام په وجه باید د ایران د ولس خلاف هیڅ ډول بندیز ونه لګي، اروپایانو ته په خطاب کښې وویل: که غواړئ چې ایټمي موافقه وساتله شي نو باید په دغې نړیوالې موافقې کښې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړئ.

د ایران مرستیال ولسمشر په دې خبرې سره چې امریکایانو غیراخلاقي کار کړی دی او د نړیوالو حقوقو او ټولو اصولو په اپوټه له برجامه وتلې دي، وویل: ایران یو کال صبر وکړ او د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس هم په دې موده کښې بیابیا وویل چې ایران په برجام کښې په خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی خو د دې نړیوالې موافقې نورو لورو په تیره بیا دریو اروپايي هیوادونو هیڅ ونه کړل او ایران مجبور شو چې خپلې ژمنې کمې کړي.

** ایران

هم داشان ایران ورځپاڼې په دې لړ کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر هغه څرګندونې راخیستې دي چې په نیویارک کښې یې د امریکې این، بي، سي چینل ته په مرکه کښې کړې دي او د دوي له خولې یې لیکلې دي: که امریکا بندیزونه ختم کړي نو د مذاکرې ور خلاص دی.

په دې خبر کښې لولو چې محمد جواد ظریف چې د ملګرو ملتو د اقتصادي او اجتماعدي شورا د جګ پوړو چارواکو په کلنۍ غونډه کښې د ګډون لپاره نیویارک ته په سفر تلی دی، د امریکې له این، بي، سي چینل سره په مرکه کښې یې په مختلفو پلمو د ایران خلاف د امریکې د دباؤنو او ګواښونو بې ګټې والي ته په اشارې سره وویل: په ایران باندې په تیري کښې د امریکې د غلطۍ په بڼه کښې به د ایران اسلامي جمهوریت د خپلې دفاع لپاره په پریکنده توګه میدان ته ورودانګي.

ظریف ټینګار وکړ: شخړه نه غواړو خو که په مونږ تیری وشه نو د ځان په دفاع کښې به هیڅ شک او ځنډ ونه کړو.

د ایران خارجه وزیر په کلکه وویل چې که جنګ ونښلي نو د سیمې هیڅ هیواد به امنیت ونه لري. په دې وجه ټول باید له جنګ څخه د ډډې کولو هڅه وکړي.

هغه په عین حال کښې ټینګار وکړ چې د امریکې ولسمشر جنګ نه غواړي خو د هغه په حکومت کښې ځینې داسې کسان دي چې د جنګ تږي او لیوني دي.

محمد جواد ظریف هم داشان وویل: امریکې په تیرو څلویښتو کلونو کښې د ایران خلاف په دباؤنو او بندیزونو سره یوازې ځان د ایران له ستر بازاره بې برخې کړی دی.

هغه زیاته کړه: زمونږ انتخاب، د هر ډول زور په وړاندې مقاومت دی خو که امریکا له دې حالاتو د وتنې لپاره د یوې عزتناکې لارې په تکل کښې وي نو حل لاره شته دی.

**

کابل چاپ:

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د افغانستان سولې او د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

سرخط

سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د افغان سولې لپاره په بېلا بېلو وختونو کې پلاوي وټاکل شوی، خو پایله یې مثبته نه وه.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي افغان حکومت تمه لري چې د راتلونکي بین الافغاني ناستې لپاره چې جامع او مهم به وي، یو داسې پلاوی وټاکي چې په خبرو او مذاکراتو کې به بشپړ مهارت ولري.

د لیکوال په اند که پلاوی پياوړی وي، نو ممکنه ده راتلونکې احتمالي بین‌الافغاني مذاکرات ښه او مثبته نتیجه ورکړي.

دنیا

دنیا ورځپاڼه په خپلې سرمقاله کې لیکلي ارګ له سولې د انتخاباتو په لور تېښته کوي.

د سرمقالې د لیکوال د معلومات له مخې طالبان غواړي چې له انتخاباتو وړاندې د سولې هوکړې لاسلیک او بیا وروسته انتخابات وشي، څو دوی په سیاسي جریان کې شامل شي.

په سرمقاله کې راغلي د طالبانو د استازو وروستیو څرګندونو ته په کتو محمد اشرف غني په ډېره سخته څلور لارې کې ولاړ دی، که انتخابات کوي، نو په یاد بهیر کې به زیاتې وینې وبهیږي.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې ټینګار کړی چې راتلونکي انتخابات باید سالم او شفاف ترسره شي.

په سرمقاله کې اندېښنه څرګنده شوې، نه یوازې د انتخاباتو کمېسیون انتخاباتو ته د چمتوالي په اړه ستونزې لري، بلکې کاندیدان هم ناغیړي کوي او ځینو یې تراوسه باور لیکونه هم نه‌دي اخېستي.

لیکوال سپارښتنه کوي چې اړوند انتخاباتي بنسټونه، حکومتي ادارې، کاندیدان او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې لاس سره یو کړي، څو بریالي شفاف او سراسري انتخابات وشي.

ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي په دوحه کې د افغان سولې په تړاو له خبرو سره هممهاله په افغانستان کې جګړې زور اخېستی.

د لیکوال په باور د جګړې دواړه اړخونه هڅې کوي چې د جګړې په ډګر کې ځان پياوړی وښيې، څو د سولې په میز برلاسی اووسي.

انیس

او انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د چارواکو په نقل لیکلي چې د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته بشپړ چمتوالی لري.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*