دامریکا خارجه وزیر او د افغانستان ولسمشر خبرې وکړې
-
د جنوبي اسیا(South Asia ) په هکله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سیاست کښې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی .
زمونږخبریال وایی د امریکا د باندنیو چارو وزیر د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره ټیلی فونی خبرې وکړې .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمایک پمپئو( Pompeo) او دافغانستان ولسمشر اشرف غنی په دغه ټیلی فونی تماس کښې د خبرو اترو له لارې د جنګ دختمولو لپاره دهڅو د ګړندی کولو په هکله موافقه وکړه .
د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو دافغانستان ولسمشر اشرف غنی ته ډاډ ورکړ د جنوبی اسیا(South Asia ) په هکله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سیاست کښې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی .
مایک پمپئو د افغانستان ولسمشر ته وویل د امریکا دپوځ لوی درستیزجنرال جوزف ډانفورډ او د ټرمپ ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد کابل ته استول شوی دی .
دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو وویل کابل ته د پوځ د لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ او د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د استولو هدف دا دی چې دوې د امن د راوستلو د کوششونو په لړ کښې د راتلونکو اقداماتو په هکله په تفصیل سره خبرې وکړی .