چين او اروپائي اتحاديې بيا د برجام په ساتنې تاکيد وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83774-چين_او_اروپائي_اتحاديې_بيا_د_برجام_په_ساتنې_تاکيد_وکړ
د چين خارجه وزير وانګ يي او د اروپائي اتحاديې د بهرنيو سياست مشرې فيډريکا موګريني د تائيلېنډ په پائتخت بېنکاک کښې د آسه آن د غونډې ترڅنګه کتنه او د برجام ايټمي موافقې په ساتنې يو ځل بيا تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2019 01:02 Asia/Kabul
  • چين او اروپائي اتحاديې بيا د برجام په ساتنې تاکيد وکړ

د چين خارجه وزير وانګ يي او د اروپائي اتحاديې د بهرنيو سياست مشرې فيډريکا موګريني د تائيلېنډ په پائتخت بېنکاک کښې د آسه آن د غونډې ترڅنګه کتنه او د برجام ايټمي موافقې په ساتنې يو ځل بيا تاکيد وکړ.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې وانګ يي او مېرمن موګريني په دغه کتنه کښې موافقه وکړه چې د برجام د ساتنې لپاره به کوششونو ته دوام ورکوي.

دواړو خواو همدارنګ د ايران په خلاف د امريکې د ډېر زيات دباو له سياست سره خپل مخالفت څرګند کړ او د ټولو خواو د صبر او د تاوتريخوالي له زياتولو څخه د ډډې کولو غوښتنه وکړه.