بحرین او عربستان، د امریکې د سپیرو موخو لاره هوارونکي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83910-بحرین_او_عربستان_د_امریکې_د_سپیرو_موخو_لاره_هوارونکي
امریکا په ایراني ضده پلمو او له ایرانه د ویرونې په هدف سره یولړ غونډې په خپله ایجنډا کښې لري او د دې غونډو کوربه توب په دې وروستیو کښې بحرین ته سپارل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 08, 2019 17:11 Asia/Kabul
  • بحرین او عربستان، د امریکې د سپیرو موخو لاره هوارونکي

امریکا په ایراني ضده پلمو او له ایرانه د ویرونې په هدف سره یولړ غونډې په خپله ایجنډا کښې لري او د دې غونډو کوربه توب په دې وروستیو کښې بحرین ته سپارل شوی دی.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په لویدیځې آسیا او فارس خلیج کښې د خپلو سیاستونو د پرمخ بیولو لپاره له هر اوزاره استفاده کوي. د لویدیځې آسیا او فارس خلیج لپاره د امریکې سیاست د دغو سیمو امنیت په نښه کړی دی او له سیمې د بهرو ځواکونو تحرکات له سیمه ایزې ناامنۍ سره نیغ په نیغه اړیکه لري.

د امریکې حکومت د نورو د ملامتولو او له ایرانه د ویرونې په سیوري کښې په لویدیځې آسیا او فارس خلیج کښې د خپلو سیاستونو د پرمخ بیولو لپاره ډول ډول وسلې سیمې ته رالیږي. امریکې په لویدیځې آسیا او فارس خلیج کښې د خپلو سیاستونو د پرمخ بیولو لپاره د سعودي عربستان او بحرین په شمول د فارس خلیج د سویلي څنډې د ځینو هیوادونو ملګرتیا ته ضرورت لري.

په دې منځومان کښې سعودي عربستان اقتصادي رول او بحرین هم د امریکې د سیمه ایزو سیاستونو په چوکاټ کښې د سیاسي تدارکاتچي رول لوبوي. په هم دې لړ کښې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو بیګا له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره د سمندري امنیت او په سیمه کښې د ایران د رول په هکله ټیلیفوني خبرې وکړې. مایک پمپئو په دغو خبرواترو کښې سعودي عربستان چې د شخړه جوړونکي کړچار په وجه په سیمه کښې د امنیت خرابونکی دی، په خپل ګمان د سمندري امنیت په ټینګښت کښې یو اغیزشیندونکی هیواد معرفي کړ.

د امریکې دا سیاست د سعودي د تیلو د ډالرو له ترلاسه کولو سره معنا لرونکی تړاؤ لري او په دې منځومان کښې د روان کال د اکتوبر په ۲۱ او ۲۲ نیټه د سمندري ټرانسپورټ د امنیت د غونډې د کوربه توب لپاره د بحرین غوره کول په لویدیځې آسیا او فارس خلیج کښې د امریکې د نوې لوبې سریزه ده.

په دې لړ کښې د ایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوي نن د سمندري ټرانسپورټ د امنیت د غونډې لپاره د منامې کوربه توب ته په اشارې سره وویل: دا ډول غونډې د سیمې د امنیت د ثبات د خرابولو په لړ کښې یو اقدام او په فارس خلیج سیمه کښې له سیمې د بهرو ځواکونو او د صهیونیسټي رژيم د دخالت لاره هوارونکې دي.

سعودي عربستان او بحرین د امریکې د سیمه ایزو سیاستونو دوه اجرايي وزرې دي او د دغو دواړو عربو هیوادونو ایراني ضده دریځنیونې په هم دې چوکاټ کښې معنا کیږي.

دا په داسې حال کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت د فارس خلیج د څنډې عربو هیوادونو ته خطاب کښې په ځلونو ټینګار کړی دی چې د سیمې د امنیت ضمانت د سیمې په ډله ایزې ملګرتیا کښې دی او د پردیو ځواکونو شتون یوازې د ناامنۍ او د ګاونډي هیوادونو ترمینځ د اختلاف د زیاتیدو سبب کیږي.

لکه څنګه چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار کړی دی، د سیمې د هیوادونو امنیت د بیلیدو وړ نه دی او د نورو د ناامنیو په پلمه له امنیته د ځینو د برخورتیا امکان نشته او په داشان حالاتو کښې تمه کیږي چې د سیمې هیوادونه په تدبیر سره د پردیو د شخړه جوړونکې لاسوهنې مخه ونیسي.

د ایران اسلامي جمهوریت په لویدیځې آسیا کښې د یو اغیزشیندونکي لوبغاړي په توګه په فارس خلیج او هرمز اوبلاره کښې د سمندري امنیت په ټینګولو کښې سټراټیجک رول لري.

امریکا په سیاسي کارۍ او د بحرین په شان د ځینو رژیمونو په غولولو سره نه شي کولی چې د ایران د اسلامي جمهوریت رغنده رول ناڅه وشمیري او خپل ځواکونه په ناروا بڼه په فارس خلیج کښې دیره کړي.