د چین د خارجه وزارت ویاندې په امریکې نیوکه وکړه
Aug 16, 2019 11:40 Asia/Kabul
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د چیني شرکتونو د بایکاټولو په وجه په امریکې سخته نیوکه کړې ده.
د چین د خارجه وزارت ویاندې هو آ چونینګ له امریکې وغوښتل چې په چیني شرکتونو باندې په بندیز لګولو کښې خپله نامناسبه کړنلاره بنده کړي.
د چین د خارجه وزارت ویاندې زیاته کړه: بیجنګ د امریکې له هغې کړنلارې سره چې په یواړخیز پال سیاست سره د نورو هیوادونو ګټو ته تاوان رسوي، مخالفت دی.
د ویلو ده چې د امریکې د سوداګرۍ وزارت د چین د ایټمي بریښنا شرکت او د هغه درې نور ذیلي شرکتونه د روانې آګست میاشتې په دیارلسمه نیټه د خپلو بندیزونو په لیسټ کښې شامل کړې دي.
ټیګونه