امریکا د ایران پرضد تبلیغاتو ته دوام ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84116-امریکا_د_ایران_پرضد_تبلیغاتو_ته_دوام_ورکړ
فارس خبری اژانس وایی د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو پرون یوځل بیا دایران داسلامی جمهوریت پرضد خپلو چټی ادعاګانو او تورونو ته دوام ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 21, 2019 04:35 Asia/Kabul
  • دایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساس رول لوبوي .
    دایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساس رول لوبوي .

فارس خبری اژانس وایی د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو پرون یوځل بیا دایران داسلامی جمهوریت پرضد خپلو چټی ادعاګانو او تورونو ته دوام ورکړ .

هغه په مینځنی ختیځ کښې د سولې او دامنیت په چیلنجونو د غور لپاره د ملګروملتونو دامنیت شورا په غونډې کښې دایران اسلامی جمهوریت له ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی او ادعا یې وکړه ایران په سیمه کښې بې ثباتۍ ته لمن وهی .

د امریکا خارجه وزیر په دغه غونډې کښې ادعا وکړه چې ایران په عراق ، سوریې او یمن کښې د ترهګرۍ دپراخولو هڅه کوی .

امریکا له اټومی موافقې وتلو وروسته د ایران پرضد د دباونو د راوستلو لپاره هراړخیزه هڅې او اقدامات پیل کړی دی خو ناکامه پاتې شوی ده .

دایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساس رول لوبوی .

ایران دغه راز په عراق او سوریې کښې د امریکا او دهغې د ملګرو هیوادونو له  ملاتړ وړ ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د بغداد او ددمشق په رسمی غوښتنه د پوځی سلاکارانو مرسته کوی داسې اقدام چې دامریکا چارواکی یې هیڅکله نه خوښوی .