د بریتانیا لومړی وزیر د پارلمان دچټی کولو هڅه کوی
-
داډول اقدام له ډيموکراسۍ سره مقابله او کامله بې مسولیتۍ ده
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې یو(۱) بریښنا لیک ایشوا کړ چې پراساس یې لومړی وزیر بوریس جانسن له اروپایی اتحادیې دوتلو په وخت ددغه هیواد د پارلمان د چټی کولو هڅه کوی .
دغه ورځپاڼې ایشوا کړه لومړی وزیر بوریس جانسن له اروپایی اتحادیې د لندن د وتلو وخت ته په پاتې ورځو کښې د پارلمان د چټی کولو او په نهایت کښې له دغه اتحادیې څخه له موافقې پرته د وتلو د اجرا لپاره د قانونی سازوکار په اړه د پټې مشورې دترلاسه کولو په حال کښې دی .
دغه راپور زیاتوی د انګلستان لومړی وزیر بوریس جانسن د سپتمبر د میاشتې له نهمې (۹) نیټې څخه تر پینځو (۵) اونیو پورې د پارلمان دفعالیت په ځنډولو سره له موافقې پرته له اروپایی اتحادیې د وتلو د کار داجرا کولو پرضد د استازیو د اقدام مخنیوی کوی .
د بریتانیا لیبر ګوند او په اروپایی اتحادیې کښې د لندن دپاتې کیدا د پارلمان ملاتړو استازیو د پارلمان د چټی کیدا احتمال ته په غبرګون کښې وویل داډول اقدام له ډیموکراسۍ سره مقابله او کامله بې مسولیتۍ ده او بریتانیا به له موافقې پرته له اروپایی اتحادیې د وتلو له غمیزې سره مخ کړی .