د سوریې دادلب ولایت الخوین ښارګی ازاد شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84296-د_سوریې_دادلب_ولایت_الخوین_ښارګی_ازاد_شو
فارس خبری اژانس وایی د سوریې عسکر د ادلب ولایت په جنوب ختیځ کښې دخپلو عملیاتو په دوام کښې بریالی شول الخوین ښارګی ازاد کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2019 09:57 Asia/Kabul
  • د سوریې په شمال کښې ادلب او په لویدیځ کښې حماه ولایتونه په دغه هیواد کښې دترهګرو اخري مرکزونه دي .
    د سوریې په شمال کښې ادلب او په لویدیځ کښې حماه ولایتونه په دغه هیواد کښې دترهګرو اخري مرکزونه دي .

فارس خبری اژانس وایی د سوریې عسکر د ادلب ولایت په جنوب ختیځ کښې دخپلو عملیاتو په دوام کښې بریالی شول الخوین ښارګی ازاد کړی .

د سوریې پوځ دترهګرو ډلو د مرستو د رسولو په لارو باندې  د توپونو له ډزو او هوایی حملو وروسته وتوانیدل په الخوین ښارګی او له التمانعه ښارګی سره دهغو ترمینځ په پراتو  کروندو کنټرول ترلاسه کړ .

پوځی سرچینو وویل په دغه ازادې شوی سیمې کښې د حراس الدین او د اجناد القوقار ترهګرو ډلو زیات غړی موجود وو چې دسوریې دعسکرو دعملیاتو په  وخت یې ګڼ شمیر غړی ووژل او ژوبل شول .

د سوریې پوځ په تیرو څو ورځو کښې د خان شیخون ښار په ازادولو سربیره د حماه ولایت د شمال په خوا کښې په ستراتیژیک مثلث هم کنټرول ترلاسه کړ او په خپلو مرکزونو یې دترهګرو ډلو حملې هم په شاتمبولی دی .

د سوریې په شمال کښې ادلب او په لویدیځ کښې حماه ولایتونه په دغه هیواد کښې دترهګرو اخری مرکزونه دی چې اوس یې د حکومتی عسکرو لخوا د ازادولولپاره عملیات پیل شوی دی .