شانګهایی موسسه د اختلافاتو حل کولو ته چمتو ده
-
د شانګهايي د ملګرتیا موسسې غړي نشي کولای دهند ترکنټرول لاندې دکشمیر سیمې داوسنیو حالاتو په هکله بې تفاوته ووسي .
ایرنا خبری اژانس وایی د شانګهایی د ملګرتیا موسسې مشر ولادیمیر نوروف (Vladimir NOROV)د کشمیر په شمول د پاکستان او د هند ترمینځ د اختلافاتو له حل سره دمرستې لپاره ددغه موسسې چمتووالی اعلان کړ .
هغه وویل که څه هم د پاکستان او دهند مسائیل له دغو دوو (۲) هیوادونو سره اړه لری خو د شانګهایی د ملګرتیا موسسې غړی نشی کولای دهند ترکنټرول لاندې دکشمیر سیمې داوسنیو حالاتو په هکله بې تفاوته ووسی .
د شانګهایی د ملګرتیا موسسې مشر ولادیمیر نوروف وویل دغه موسسه به دنوی ډیلی او داسلام اباد ترمینځ دتاوتریخوالو په سوله ایز ډول د حل کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی او په سیمه کښې د امنیت دتامینولو لپاره ددغه موسسې د اصلی غړیو په توګه د مسائیلو له حل سره مرستې ته چمتو ده .
له دې مخکې د اسلامی ملګرتیا موسسې هم د نوی ډیلی دحکومت لخوا دهند ترکنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې د ځانګړیو اختیاراتو په لغوه کیدا د اندیښنې د څرګندولوپه ترڅ کښې د پاکستان او دهندوستان ترمینځ د اختلافاتو دحل غوښتنه کړی وه .
د کشمیر سیمې په هکله د پاکستان او دهند ترمینځ د تاوتریخوالی په زیاتیدا سره اسلام اباد د کشمیر دموضوع دحل لپاره د ملګروملتونو په شمول د نړیوالو لوبغاړو د رول د لوبولو غوښتنه کړی وه .