د حسیني عاشورا په مناسبت زمونږ تسلیت او تعزیت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84521-د_حسیني_عاشورا_په_مناسبت_زمونږ_تسلیت_او_تعزیت_ومنئ
نن د محرم الحرام یا امامانو د میاشتې لسمه نیټه ده چې په عاشورا مشهوره ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2019 00:35 Asia/Kabul
  • د حسیني عاشورا په مناسبت زمونږ تسلیت او تعزیت ومنئ

نن د محرم الحرام یا امامانو د میاشتې لسمه نیټه ده چې په عاشورا مشهوره ده.

د ۶۱ هجري قمري کال د محرم د میاشتې په لسمه یعنې د عاشورا په ورځ د کربلا په سوځنده دښته کښې د امام حسین علیه السلام اولادونه، وروڼه، خپلوان او باوفا ملګري د یزید د لښکریانو له خوا یو په بل پسې په ډیر ظلم سره او د درې ورځنۍ تندې په حالت کښې شهیدان شول.

د خپل شپږ میاشتني ماشوم زوي حضرت علي اصغر په شمول د خپلې کورنۍ د څه باندې دیرشو کسانو او هم داشان د څلویښتو ملګرو او اصحابو د قربانۍ او شهادت د ستر غم له زغملو وروسته د شهیدانو سردار او سالار حضرت امام حسین علیه السلام هم شهید شو او د هغوي ګرانه خور بي بي زینت(س) او بیمار زوی حضرت امام سجاد علیه السلام، د پيغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) د پاکې او سپيڅلې کورنۍ له څو نورو میرمنو او ماشومانو سره د کربلا په توره دښته کښې یوازې پاتې شول.

نو د محرم الحرام د لسمې یعنې د عاشورا د دې سختې غمجنې او درنې ورځې په مناسبت د تهران راډیو تسلیت او تعزیت ومنئ.