د جان بولټن وېستل؛ زمينې، علتونه او نتائج
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84646-د_جان_بولټن_وېستل_زمينې_علتونه_او_نتائج
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت صلاحکار جان بولټن د امريکې په سياسي او امنيتي جوړښت کښې په مهم دغه پوسټ باندې له اولسو مياشتو شتونه وروسته بالاخره د دغه هېواد د لسګونو هغو لوړ رتبه چارواکو له برخليک سره مخامخ شو چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کښې وېستل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 15, 2019 17:38 Asia/Kabul
  • د جان بولټن وېستل؛ زمينې، علتونه او نتائج

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت صلاحکار جان بولټن د امريکې په سياسي او امنيتي جوړښت کښې په مهم دغه پوسټ باندې له اولسو مياشتو شتونه وروسته بالاخره د دغه هېواد د لسګونو هغو لوړ رتبه چارواکو له برخليک سره مخامخ شو چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کښې وېستل شوي دي.

ډونالډ ټرمپ د روانې ستمبر د مياشتې په لسمه نېټه په يو ټوئيټ کښې اعلان وکړ چې د ګل په شپه يې جان بولټن ته اطلاع ورکړې ده چې د هغۀ خدمات نور د سپينې ماڼۍ لپاره ضروري نه دي. ټرمپ وليکل: «زۀ او په حکومت کښې نورکسان د هغه له وړانديزونو سره سخت مخالف وو او له همدې امله مې له هغۀ وغوښتل چې استعفا دې ورکړي. دغه استعفا نن سحر ما راکړې شوه. له جان بولټن څخه د هغه د خدمتونو لپاره مننه کوم او د ملي امنيت يو نوے صلاحکار به په راتلونکې هفته کښې معرفي کړم.»

بولټن له دغه ټوئيټ نه څو شېبې وروسته د خپلې ستعفاء يو نوې روايت مطرح کړ او په خپل ټوئيټ کښې يې وليکل: «ما بېګا د استعفاء تجويز ورکړ او ولسمشر ټرمپ وويل، سبا ته به يې په اړه خبرې وکړوو.»

 

د سپينې ماڼۍ وياند هوګان ګيدلي د ټرمپ او بولټن اختلافاتو ته په اشارې سره وويل چې موضوع يوازې د يوې مسئلې په سر نه وه بلکه هغوي د زياترومسائلو په باره کښې سره په خپلو کښې د نظر اختلاف لرۀ. د ټرمپ يوه ګيله ده وه چې بولټن به مدام د کانګرس له غړيو سره تماس نيوۀ او کوشش يې کوۀ چې د هغوي له لارې د خپل ترجيح وړ سياستونه په ټرمپ وتپي. بولټن حتی په تېرو هفتو کښې د افغانستان او روسيې په اړه د  ټرمپ له سياستونو څخه د دفاع لپاره له ټي وي چېنلونو سره له مرکو ډډه کړې وه. په نتيجه کښې ټرمپ فکر کوۀ چې بولټن ورسره وفادار نه دے او د هغه له ټيم سره هم ملګرے نه دے. د امريکې رسنيو د افغانستان، شمالي کوريا، سوريې، وېنزوېلا او ايران په دوسيو کښې د ټرمپ او بولټن د نظر اختلاف او د ټرمپ د معامله کولو خوي د بولټن د ناڅاپه څنګته کېدو يوه وجه ګڼلې ده. خو زياتره شناندي د بولټن وېستل د ټرمپ په صلح ايزې روحيې باندې څه دليل نه بلکه  په نړيوال ډګر کښې او د خپلواکو هېوادونو په خلاف د يرغلي او يو اړخيز سياست د ماتې نښه بولي.

 

جان بولټن د تېر ۲۰۱۸ کال د اپرېل له نهمې نېټې څخه د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د صلاحکار په توګه خپل کار شروع کړ. د امريکې د ملي امنيت د صلاحکار په توګه د هغه انتصاب د اسرائيلي چارواکو له هرکلي سره مخامخ شوے ؤ. اويا کلن بولټن د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوه دېرش مياشتو په دوران کښې د هغه د ملي امنيت دريم صلاحکار ګڼل کېدۀ. د ټرمپ دغه تندلارې صلاحکار په ځلونو د ايران په شمول د امريکې د مخالفو هېوادونو په خلاف له فوځي آپشن او حتی د هغو د بمبارولو له آپشن څخه د استفادې کولو غوښتونکے شوے ؤ او باوري وو چې هر هغه هېواد چې له امريکې سره مخالفت ولري پکار دي په فوځي حملې سره وځپل شي. جان بولټن  د امريکې په ولسمشر باندې د خپل نفوذ د اوج په وخت کښې ډونالډ ټرمپ راضي کړے ؤ چې د هغه يرغلي سياستونو ته دې زياته پاملرنه کوي او د کابينې نور هغه غړي چې د ادارو ترمېنځ په چلندونو کښې يې کافي تجربه نه لرله څنګته کړي. د بولټن دغه ټوله سخته مديريتي رويه او غليمانه نظر د امريکې له يو شمېر لوړ رتبه چارواکو په تېره بيا د دغه هېواد له خارجه وزير مائک پومپئو سره د هغه د تعلقاتو د خړپړېدو سبب شوي وو. د ټرمپ د حکومت ځينو چارواکو بولټن محافظه کارو رسنيو ته د حکومتي رازونو په ورکولو، د افغانستان په اړه له پومپئو سره خپلې مجادلې ته د نورو مجبورولو لپاره په کوشش او ټرمپ د نظرياتو په ځاے د خپلو نظرياتو په مخ بيائلو لپاره په کوشش تورن کړے دے.نه انکارېدونکے حقيقت دا دے چې بولټن په نړۍ باندې تسلط به د امريکې دنده بلله او په خپل اند يې د دغې دندې د ترسره کولو لپاره کوشش کړے دے.

 

د بولټن د څنګته کولو لپاره زيات دلائل بيان شوي دي. خو د هغو ټول ګډ محور له هغه سره د ټرمپ سخت د نظر اختلاف د امريکې د بهرني سياست په باره کښې ؤ. دغه دواړه په خاصه توګه د ايران ، وېنزوېلا او افغانستان په اړه د له سخت نظر اختلاف سره مخامخ وو. ټرمپ همدارنګ دا خبره په ډاګه کړه چې هغه او بولټن د شمالي کوريا په باره کښې چې د ولسمشر لپاره د مهم خارجي سياست يوه بله موضوع ده يو لړ مختلف نظريات لرلي دي او بولټن په حکومت کښې له مهمو چارواکو سره په ملګرتيا کښې مشکل لرۀ. د ټرمپ او بولټن د سخت نظر اختلاف يو محور د افغانستان مسئله او له طالب ډلې سره د صلحې د خبرو اترو چلند ؤ. سي اېن اېن خبري چېنل دغې مسئلې ته په اشارې سره رپوټ ورکړ چې ټرمپ او بولټن د ستمبر د نهمې د شپې په غونډه کښې له طالب ډلې سره د خبرو اترو د موضوع په سره  د نظر جدي اختلاف لرلے دے. ټرمپ د انتخاباتي مبارزو په دوران کښې وعده کړې وه چې په افغانستان کښې د امريکې فوځي شتون کموي. هغه کوشش کوۀ په افغانستان کښې د امريکې له اتلس کالو ناکامه فوځي شتونه او د زياتو سر او مال تاوانونو له زغملو وروسته له طالب ډلې سره په روغې جوړې سره په دغه هېواد کښې د امريکائي ځواکونو شمېر کم کړي. خو بولټن د افغانستان په وړاندې د ټرمپ د حکومت د اوسنۍ پالېسۍ مخالف ؤ.  د امريکې يو لوړرتبه چارواکي وويل چې جان بولټن چې له مودو راهسې په ټوله نړۍ کښې د امريکې د پراخه شتون لپاره کوشش کوي له طالب ډلې سره د صلحې د موافقې سخت مخالف دے چې د امريکې د تاريخ ترټولو اوږد جنګ ختم کړي.

د دغه امريکائي چارواکي د وېنا له مخې د افغانستان د جنګ د ختمولو لپاره له ډېپلومېټکو هلوځلو سره د بولټڼ مخالفت د ټرمپ د قهر سبب شو او د دې سبب شو چې د هغه نوم له طالب ډلې سره د صلحې د موافقې په اړه د حساسو خبرو اترو په فهرست کښې ونه ليکل شي. بولټن له طالب ډلې سره د افغانستان په چارو کښې د امريکې د خاص استازي زلمي خليزاد د موافقې څرګنده مخالف ؤ.

 

له بولټن سره د ټرمپ يو بل اختلاف د وېنزوېلا په اړه ؤ. د امريکې ولسمشر د لاتيني امريکې د دغه تېل لرونکي هېواد په وړاندې د بولټن له کارکردګۍ څخه سخت ناراضه ؤ او باوري ؤ چې د وېنزوېلا د کيڼ پاله او د دغه هېواد ولسمشر نېکولس ماډورو د حکومت په وړاندې  د هغه د نظر وړ سياست  کارنده توب نه دے لرلے او نه يې دي کړې شوی چې د واشنګټن اهداف په تېره بيا د ماډرو نسکورېدل عملي کړي. ټرمپ چې له دې مخکښې يې د ځان او جان بولټن ترمېنځ رامنځته شوے يو اختلاف د وېنزوېلا مسئله او له ليکې څخه د بولټن وتل اعلان کړے ؤ د ستمبر په ديارلسمه نېټه په يو ټوئيټري پېغام کښې ادعا وکړه د وېنزوېلا په تېره بيا د کيوبا په وړاندې د خپل ملي امنيت د مخکښيني صلاحکار په نسبت زيات تند دريځونه لري. دا په داسې حال کښې دي چې بولټن د وېنزوېلا په وړاندې د زياتو تندو دريځونو په لرلو مشهور دے او او د دغه هېواد له خلقو يې غوښتل چې د وېنزوېلا قانوني ولسمشر نېکولس ماډورو دې له اقتداره څنګته کړي. د امريکې ولسمشر په خپل ټوئيټ کښې وليکل،« په حقيقت کښې د وېنزوېلا په تېره بيا د کيوبا په باره کښې زما نظريات د جان بولټڼ له نظرياتو زيات مضبوط دي. هغه زما د لارې خنډ ؤ.»  له دې مخکښې د ناپېژندل شويو سرچينو په نقل سره د رسنيو رپوټونه د دې بيانونکي وو چې ټرمپ د لاتيني امريکې له دغه هېواد سره جنګ ته د امريکې د راکښلو لپاره د بولټن په کوشش قهرجن شوے دے.

 

د ايران موضوع يوه مهمه مسئله وه چې ټرمپ او بولټن يې په سر په خپلو کښې سره اختلاف لرۀ او د امريکې د ولسمشر په اپوټه بولټن د ايران په موضوع کښې د ټولو ډېپلومېټکو لارو چارو د ختمولو غوښتونکے ؤ. بولټن د ايران د اسلامي جمهوريت يو ترټولو مخالف چارواکے ؤ او په ځلونو يې د تهران په خلاف د سختو اقداماتو غوښتنه کړې وه. بولټن په خاصه توګه د ايران په خلاف د جنګ غوښتونکو او افراطي سياستونو په غوره کولو مشهور ؤ او له برجام ايټمي موافقې څخه د ټرمپ د حکومت د وتلو د پالېسۍ له پلانونکو او په مخ بيايونکو څخه ګڼل کېدۀ. جان بولټن که د جارج ډبليو بوش د ولسمشرۍ په دوره کښې په ملګرو ملتو کښې د امريکې سفير ؤ او که  له هغې وروسته په اېنټرپرائيز تحقيقاتي اداره کښې ؤ تل يې د ايران په خلاف ډېر تند دريځونه غوره کړي او د منافقينو له ترهه ګرې ډلګۍ سره د پوره ملګرتيا او د هغې په کلنيو غونډو کښې له ګډونه علاوه په ځلونو د ايران د اسلامي جمهوريت د راپرزولو لپاره د جنګ په شروع کولوتاکيد کړے دے. هغه د ټرمپ په حکومت کښې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د صلاحکار په پوسټ کښې هم دغه پاليسۍ په مخکښې ولرله او د ايران په خلاف يې تندې وېناوې او دريځونه د دې سبب شول چې د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف هغه د بي ټيم د غړيو برخه کښې وګرځوي، هغه ټيم چې د سعودي وليعهد بن سلمان، د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم بنيامين نتن ياهو پکښې شامل دي او د ايران په خلاف ډېره سخته منفي پاليسي لري.

 

اوس د بولټن په وېستلو سره د بي ټيم يو مهم غړے کم شو او په طبيعي توګه دا مسئله د ايران په خلاف د دباونو د سختولو د پالېسۍ د کمزوري کېدو په معنا ده. دا مسئله د دې سبب شوې ده چې ټرمپ په څرګنده د خپل دريځ په بدلولو کښې د ايران په وړاندې نسبتاً يو نرم دريځ غوره کړي او له ايران سره د خبرو اترو د لارې د برابرولو په هدف سره د ځينو بنديزونو د کمولو د احتمال ادعا وکړي.

ټرمپ ادعا وکړه : مونږ غواړوو له ايران سره يوې موافقې ته ورسوو خو که دا کار ونه شي نو څه مشکل نشته خو زۀ باوري يم چې ايران غواړي يوې موافقې ته ورسي. هغه همدارنګ تاکيد وکړ چې واشنګټن په ايران کښې د نظام بدلول نه غواړي.

نيويارک ټائمز ورځپاڼې له ايران سره د خبرو اترو لپاره د امريکې سېګنلونو ته په اشارې سره وليکل: ټرمپ د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کښې په بهرني سياست کښې يوې کاميابۍ ته ضرروت لري. البته د امريکې د خزانۍ د وزير اسټيو منوچين او د خارجه وزارت د وياند په شان د ټرمپ د حکومت د چارواکو په ورپسې دريځ نيونو کښې هغوي هماغه شان د ايران په خلاف د ډېر زيات دباو د سياست په دوام تاکيد وکړ.

 

ځينو رسنيو او شناندو د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت له ټيم څخه د بولټن تګ د  ټرمپ د حکومت د جنګ غوښتونکو سياستونو د خاتمې نښه بللې ده او باوري دي چې دغه وتل کولې شي منجمله د ايران او امریکې د تاوتريخوالي د کمېدو په لړ کښې د پام وړ تاثير ولري. خو د سپينې ماڼۍ د سياسي او امنيتي سياست جوړونو له ډګر څخه د جان بولټن تلل د ټرمپ لپاره زياتې پائلې لري او ويلې شوو چې د امريکې لپاره هم لګښت لرونکې چاره ده. دا د دغه هېواد د ملي امنيت دويم صلاحکار دے چې د يو کال په دوران کښې څنګته کړې شوے دے، يوه داسې مسئله  چې د سپينې ماڼۍ حېثيت يې سخت داغدار کړے دے. خو د ټرمپ او بولټن ترمېنځ د زياتو اختلافاتو په وجه په ظاهره د امريکې ولسمشر د هغه څنګته کولو نه بغېر څه چاره نه ده لرلې.

مهمه مسئله دا ده چې د امريکې د بهرني سياست د مسائلو په باره کښې بولټن د نظر وړ سياستونو هم نه يوازې خبره څه ځاے ته نه دي رسولې بلکه په خاصه توګه د برجام ايټمي موافقې او د ايران په خلاف د ډېر زيات دباو د سياست په مسئله کښې  په نړيوال ډګر کښې د  واشنګټن د مخ په زياتېدو ګوښه کېدو سبب شوي دي. واشنګټن اګزمائنر د سپنې ماڼۍ د ملي امنيت د صلاحکار جان بولټن په څنګته کولو کښې د ډونالډ ټرمپ له اقدامه وروسته وليکل: د ايران په خلاف د ډېر زيات دباو سياست د دړې وړې کېدو چلند شروع کړے دے. په حقيقت کښې د ايران په خلاف د بنديزيونو د بې مخينې سختولو د مسئلې په تېره بيا صفر ته د ايران د تېلو د صادراتو د رسولو، د ترهه ګرو ډلو په لېسټ کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د شاملولو او په فارس خليج کښې د امريکې د فوځي شتون د پام وړ زياتولو  په شان ټرمپ ته د بولټن ټولږ سپارښتنږ او مشورو ونه کړې شول د واشنګټن په وړاندې د تهران د تسلمېدو او يا ورته د څه امتياز ورکولو سبب شي. د ايران په وړاندې د بولټن له تريخجنې پالېسۍ څخه مايوسه ټرمپ نه يوازې هغه څنګته کړ بلکه د ايران په وړاندې په خپلو سياستونو کښې په ځينو احتمالي بدلونونو باندې يې د دلالت ښودنه کړې ده.

-------