ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپآڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
نن د تهران چاپ کابو ټولو ورځپاڼو د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پرونیو څرګندونو ته پوره انعکاس ورکړی او دې خبر ته یې بیلابیل سرټکي او انځورونه غوره کړې دي.
ایران ورځپاڼې په دې هکله په خپل وړومبي مخ په غټو ټکیو لیکلې دي: ټول مسئولان په یوه خوله باوري دي چې له امریکې سره به په هیڅ سویه خبرې اترې ونه کړي.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د علمیه حوزو د تحصیلی کال په پیل کښې د فقهې د درس خارج په لومړۍ غونډې کښې د دغه دریځ په بیانولو سره د امریکا لخوا د خبرواترو دموضوع بیا مطرح کیدا ته په اشارې سره وویل دخبرو اترو له چلول څخه د امریکا هدف په ایران د خپلو غوښتلو ورتپل او په تهران د زیات دباو د راوستلو د اغیزشیندنې ثابتول دی .د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل د ایران د ملت په وړاندی د زیات دباو سیاست هیڅ ارزښت نلری .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د خبرو اترو په اړه د امریکایی چارواکومتفاوتو دریځونو ته په اشاری سره زیاته کړه کله وایی چی له وارمخکې شرط پرته خبرې اترې او کله هم وایی چی په دولسو شرطونو سره خبرې اترې کوو. دغه ډول څرګندونې د هغو د ګډوډ سیاست له امله دی او یا د مقابل لوری د لالهنده کولو لپاره ، البته اسلامی جمهوریت نه لالهنده کیږی ځکه چی زمونږ لاره روښانه دې او پوهیږو چی څه کوو .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای جوته کړه امریکا ددا ډول خبرو اترو لپاره باید هغو کسانو ته ورشی چې د واشنګټن دشیدو د غوا په توګه عمل کوی ، اسلامی جمهوریت ، د مومنانو ، د الله د مسلمانانو او عزت جمهوریت دې .
د رهبرۍ ستر مقام جوته کړه که چیرې امریکا خپلې خبرې بیرته واخلی او توبه وکړی او اټومی تړون ته چې خلاف ورزۍ یې کړی ده وروستنه شی نو بیا د اټومی موافقې د غړیو هیوادنو په ټول کښې چې پکښې ګډون او له ایران سره خبرې کوی امریکا هم ګډون کولای شی خو په بله بڼه کښې به دایران داسلامی جمهوریت او د امریکا د چارواکو ترمینځ په هیڅ سویه خبرې اترې ونشی که هغه په نیویارک کښې وی او که په بل کوم ځای کښې .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د دې خبرې په کولو سره چی د ایران اسلامی جمهوریت په تیرو ۴۰ کلونو کی له ډول ډول چلونو سره مقابله کړی ده او دښمنان ندی توانیدلی ، ګران ایران مغلوب کړی ، ټینګار وکړ د هغو سیاستونه په یوه بل پسې د اسلامی جمهوریت له سیاستونو مغلوب شوی دی او له دې وروسته به هم د خدای په قدرت اسلامی ایران مغلوب نکړې شی او له ډګره به سرلوړې او بریالی راووځی.
جمهوري اسلامي:
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا له ایراني چارواکو سره د مذاکرې لپاره تهران ته د طالبانو د سیاسي پلاوي د راتګ په هکله خبر ورکړی او په یو سرټکي کښې یې لیکلې دي: جنګ په کابل کښې، مذاکره په تهران کښې.
خبر زیاتوي چې د امریکې او طالب ډلې ترمینځ د خبرواترو له ماتې وروسته او په داسې حال کښې چې په دوحه کښې د دغو مذاکراتو په نهم پړاؤ کښې ویل کیدل چې د واشنګتڼ او طالبانو ترمینځ د صلحې موافقه به ډیره زر فاینل شي او بیا به بین الافغاني مذاکرات پیل شي، د طالبانو یو سیاسي پلاوی ماسکو ته له سفر وروسته تهران ته راغی.
دا د ډونلډ ټرمپ له خوا له امریکې سره د طالبانو د خبرواترو له لغو کیدو وروسته د دغې ډلې د سیاسي دفتر د غړو دویم بهرنی سفر دی.
په خبر کښې راغلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو په تهران کښې د ایران د خارجه وزارت له ځینو چارواکو او سیاسي مسئولینو سره ملاقات او خبرې اترې کړې دي. د افغانستان د صلحې بهیر، بین الافغاني مذاکرات او د امریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې د خبرواترو بندیدل د طالب ډلې د سیاسي دفتر د غړو او د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو د بحث وړ موضوعات وو.
د امریکې او طالبانو ترمینځ د مذاکراتو له نهم پړاؤ وروسته او د دغې ډلې د حملو له سختیدو سره هم مهاله ډونلډ ټرمپ د یو امریکايي عسکر د وژل کیدو په پلمه د مذاکراتو د بندیدو حکم صادر کړ چې له هغې وروسته د طالبانو یو پلاوی ماسکو ته لاړ او لکه څنګه چې په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یو ټویټ کښې ویلې دي، د دغې ډلې یو پلاوی د دغه دفتر د یو غړي عبدالسلام په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی. سهیل شاهین وویل چې طالبان د افغانستان د صلحې په بهیر کښې د ټولو هیوادونو په تیره بیا د ګاونډیانو رول ته اهمیت ورکوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تهران ته د طالبانو د پلاوي د سفر د خبر په تاییدولو سره وویل: په دې وروستیو کښې، په افغانستان کښې له ټولو لورو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د هراړخیزو سلامشورو په چوکاټ کښې د طالب ډلې یو سیاسي پلاوي ایران ته په راتګ سره په افغانستان کښې د روانو وروستیو بدلونونو په هکله، د ایران له اړوندو چارواکو سره خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
کابل چاپ:
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو کابل او پروان کې د طالبانو ځانمرګي بریدونو، مسکو او چین ته د طالب استازو د سفرونو او د افغانستان پر ټاکنیز بهیر تبصرې کړې دي.
هشت صبح:
هشت صبح ورځپاڼې پروان کې د طالبانو وروستی برید یو جنایت بللي او لیکلي دي چې دا یوه بې رحمانه حمله وه چې پکي ډيرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرمقالې لیکوال لېکي، لوی واقعیت دا دی چې امنیتي ځواکونه د کمپاینونو د امنیت د ټينګښت توان نه لري او تر ډيره ولس قرباني دی.
د سرمقالې د لېکوال په باور، اړینه لاره داده چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان ژر تر ژره د کمپاینونو د بڼې د بدلون په تړاو خبرې وکړي.
سرخط:
سرخط ورځپاڼې روسیې او چین ته د طالب استازو سفر ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې "طالبان خپل سرکښان د سولې په بل چانس پسې ځغلوي."
وړاندې په مطلب کې راغلي، له هغه وروسته چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې لغوه شوې، ښکاري چې طالب استازي په خپلو کړو پېښمانه دي او د دغو مذاکراتو د بېرته پیلېدو هڅه کوي.
د مطلب لیکوال لیکي چې په قطر کې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو په موده کې طالب استازي له امریکایانو سره د مذاکره کوونکو په توګه بحث ته نه وو حاضر شوي، بلکې لا هم په خپل سخت دریځ ولاړ و او پر جګړې يې ټینګار کاوه.
ورځپاڼه زیاتوي چې طالبانو د سولې له مذاکراتو سره هم مهاله په افغانستان کې جګړې ته هم زور ورکړی وو چې بالاخره دا کار يې په تاوان تمام شو.
په مطلب کې د سیاسي چارو د یو شمېر شنونکو له قوله ویل شوي چې طالبانو له پاکستان سره په همغږې او مشوره، له امریکا سره په پیل کړې لوبه کې داسې ماتې وخوړه چې اوس يې ورته جبران سخت دی.
سرخط لیکلي، طالبانو باید د سولې له رامنځته شوي فرصته ښه ګټه اخیستې وای او په خپل دریځ کلک نه وای ولاړ.
د سیاسي چارو شنونکو ویلي که طالبانو په همدې لیوالتیا د افغانستان له حکومت سره خبرې اترې کړې وای، ښايي اوس به یوې مطلوبې پایلې ته رسېدلي وو.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې بیا ادعا کړې چې یو شمېر انتخاباتي ټيمونه په پلازمینه کابل او یو شمېر ولایتونو کې، په انتخاباتي غونډو کې ګډون کوونکو ته پیسې ورکوي.
ورځپاڼه لیکي، ځینو کاندیدانو خپلو غونډو ته مزدورکاران وړي او له اته سوه افغانیو نیولې تر زر افغانیو پورې پیسې ورکوي.
ملی ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، اشرف غني باید د عبدا... عبدا... تورونو ته ځواب ورکړي.
ورځپاڼه زیاتوي، ښاغلي عبدا... په وروستۍ مناظره کې پر ولسمشر غني ګڼ تورونه ولګول خو غني دغه مناظرې ته رانغی چې ملت ته ځواب ورکړي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، دا چې ولسمشر غني له عبدا... سره په مناظره کې ګډون ونه کړ، باید د یوې ګډې مرکې فرصت برابر شي او وروستیو تورونو په تړاو ځواب ورکړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*