د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو .
دا هم د تهران جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده ، دغې ورځپاڼې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت د ښونې اوروزنې دچارو وزیر محسن حاجی میرزایی د کرمانشاه په سرپل ذهاب سیمې کې په زلزله ځپلو سیمو کې په شتون سره د ویډیوئی کنفرانس له لارې دوه اویا ښونځی چې تازه جوړ او رغول شوی دی په یو ځای افتتاح کړل .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو پرون دعربستان دخاورې په نجران سرحدی ولایت کې په نصر من ا... نومې سترو پوځی عملیاتو کې دسعودی په مشرۍ د ائیتلاف مشران او اربابان حک بک پاتې کړی دی او وئیل کیږی ، په دغو عملیاتو کې ئې د سعودی ائیتلاف درې بریګیډ ځواکونه کلابند کړی چې زیاتره ئې ژوندی نیول شوی او په سلګونو نور ئې هلاک او ټپیان کړی دی او همداراز ئې دهغوی په سلګونو ټانکونه ، سترې توپې ،وسایل او پوځی ګاډی هم ولجه کړی او دغه ر از ئې په سلګونو نور تباه کړی دی . د یمن دپوځ ویندوی یحی سریع وئیلی دی تسلیم شوی سعودی پوځیان او دهغوی تای څټی د دوی په اختیار کې دی او سعودی ائیتلاف پوځی الوتکو له دې وروسته چې دغه په زرګونو پوځیان تسلیم شوی ،غوښتل په دغو تسلیم شوو پوځیانو بمباری وکړی ، خو د دوی پوځ او ولسی مبارزانو دوی له بمباریو خوندی ساتلی او امن ځای ته ئې منتقل کړی دی او له دوی سره به د اسلام داصولو په اساس د جنګی بندیانو په څیر چلند کیږی او د دوی ژوند به خوندی وی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دامریکا کانګرس د دغه هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ د مواخذه کولو حکم صادر کړ . داپه داسې حال کې دی چې د امریکا ولسمشر ټرمپ ددغه حکم له صادریدو وروسته ددغې بې شرمۍ په غبرګون کې یو ځل په لیونتوب سره وئیلی دی ډیموکراټان وحشی شوی خو هیڅ به په لاس ورنشی او هغه یو محبوب او امن غواړی ولسمشر دی .
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات په زیاترو ولایتونو کې په د اسې حال کې ترسره شوی ، چې په چاودنو او حملو کې د لسګونو بې ګناه عامو خلکو وینه هم بهیدلې ده .
او د مصر له مظاهره چیانو سره د یوځای کیدو لپاره د دغه هیواد تاجرانو او لوبغاړو هم د ولسمشر عبدالفتاح السیسی په ضد پیوستون اعلان کړی او وئیلی ئې دی ، باید ولسی مظاهرو ته دوام ورکړل شی او اخ وډب پای ته نه دی رسیدلی باید ولس خپل کار سر ته ورسوی .
په ملګروملتو کې د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان له احساساتی او له هنده کرکه ننندارې ته وړاندې کونکی وینا وروسته د هند ترکنټرول لاندې کشمیر سیمې کې امنیتی تابیاوې نوره هم سختې شوی دی .
= داهم دتهران کیهان ورځپاڼه ده چې په نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو دتوغندوی او بې پیلوټه الوتکو د یونټونو په بشپړ مرستې سره د فاع ته مجبورو یمن والو د نصر من ا... نومې په سترو پوځی عملیاتو کې د عربستان دخاورې د ننه په نجران سرحدی ولایت کې د سعودی ائیتلاف درې بریګیډ پوځ په بشپړ ډول کلابند کړ او له ا... اکبر شعارونو سره ئې پرې تورتم جوړ کړی او وئیل کیږی ، چې دغه درې بریګیډ پوځ په بشپړ ډول له مینځه وړل شوی او دا هم ویئل شوی چې په زرګونو پوځیان ئې ژوندی نیولی ، په سلګونو ئې هلاک او ټپیان کړی او دهغوی په سلګونو سترې وسلې ، ټانکونه او نور وسایل ئې ورته تباه کړی دی .
له دې سره په یووخت په یوه بل خبر کې هم وئیل شوی دسعودی عربستان د پاچا ملک سلمان شخصی محافظ ستر جنرال عبدالفغم هم په ډزو کې هلاک شوی چې دغه پیښه د سعودی اطلاعاتی ادارو هم تائید کړې ده .
د حسینی اربعین د پرتمین او ولولناک میلیونی لاریون په رانزدیکیدو سره د ایران داسلامی جمهوریت د امام خمینی له بندره رانیولې تر خرمشهر پورې حسینی عاشقانو ولولناک لاریون د حضرت سیدالشهدا امام حسین علیه السلام د زیارت دمینه والو په کاروان کې دشاملیدو لپاره دکربلا په لور پیل شوی او وئیل کیږی ، دغه حسینی عاشقان به له اربعین وروسته بیرته خپل ټاټوبی ته راستنه شی .
د امریکن انټرپرایزیز تینک کوټې د دفاعی او بهرنیو چارو د حوزې یو لوړپوړی شناندی ډانیلابلتکا په یوه یاددښت کې لیکلی دیۍ سعودیان او اماراتیان نور له ډونالډټرمپه ستړی او نهیلی شوی دی او د هغوی لپاره ډیره سخته ده چې دوی ( البته دستړی کیدا حق هم لری )ددغې ستړیا او نیهلیتوب په خاطر ورټل شی ،ځکه تر دې دمه دامریکا ولسمشر دوی د شیدو ورکونکو غواګانو په توګه ګڼی او ټرمپ غواړی تر وروستیو شیدو پورې ئې ولیشی . په دغه یاددښت کې لیکل شوی دی چې دوی هم اوس پوه شوی دی چې د دوی په خاطر اوس له ټرمپ سره له یو شمیر سایبیری او دخولې له شخړو جوړولو پرته بل څه نه دی پاتې شوی او ډیر زر به په بشپړ ډول له ټرمپه د سعودیانو اواماراتیانو پشمول درستې هغه غواګانې چې ئې لیشی ، بیرته وګرځی او ټرمپ او دهغه حکومت به وږی او تږی پاتې شی .
په مصر کې په واټونو کې د دغه هیواد دولسمشر عبدالفتاح السیسی دحکومت په ضد د ولسی مظاهرو په مقابل کې د دغه هیواد دپلویانو واټونو ته کاږلو پلان له ماتې سره مخ شوی او له عبدالفتاح السیسی نوره د نجات لاره ورکه شوی ده .
دفلسطین د بیرته ستنیدا حق نومې د میلیونی لاریون د شپږ ا ویایمې جمعې د لاریون تر وروستیو پورې دوحشی صهیونیسټی پوځیانو په ډ زو سره د شهیدانو شمیر درې سوه دیرشو فلسطنیانو ته رسیدلی چې زیات شمیر پکې ماشومان او ښځې هم ترسترګو کیږی په دغې مودې کې د ټپی شوو فلسطنیانو شمیر هم له درې دیرش زره کسانو اوښتی دی .
دا هم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې په نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دافغانتسنا د ولسمشرۍ انتخابات پرون د طالبانو ډلې د احتمالی حملو اوبمی چاودنو په ویرونکی سیوری کې ترسره شول . ورځپاڼې لیکلی دی ،په کنړ ولایت کې په دغو انتخاباتو کې ګډون کونکی یوې میرمن بنفشه غلامی خبری رسندیو ته وئیلی دی ، د ۲۰۱۴کال په انتخاباتو کې له ګډون ورسوته دطالبانو په منګولو کې ګیره شوی وم چې رانه ئې هغه ګوته غوڅ کړې وه چې پرې سیاهی لګیدل شوی وه خو نن یو ځل بیا راغلی یم څو خپله رایه د خپل وطن د لاولسواکه کیدا لپاره صندوق ته واچوم .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،سی این این ټیلیویژنی چینل په یوې مقالې کې لیکلی دی ، په امریکا کې د دغه هیواد دولسمشر ډونالډټرمپ د مواخذه کیدا د تنور لمبې اوج ته په رسیدو د ی او وئیل کیږی نور د ټرمپ د یو اړخیزو اقداماتو او لانجمنو فیصلو وخت په ختمیدا دی او دا د امریکا کانګرس دی چې باید خپل ملت ددغه شان جنجالی او بې منطقه کسانوله واکوالۍ وژغوری
په سعودی عربستان کې د آل سعود رژیم په ضد د ټولنیزو او کلتوری فعالانو اعتراضونه یو ځل بیا په راپورته کیدا دی خو د آل سعود رژیم امنیتی مامورانو ځپونکی اقدامات او دخبرونو سنسر کیدا تر دې حده ده چې ددغو مظلومو کسانو چغه له دغه هیواده بهر دنړیوالو غوږونو نه نه رسیږی .
دا په داسې حال کې دی چې سی این این ټیلیویژنی چینل په یوه راپور کې د سعودی عربستان شهزاده محمد بن سلمان یو دیکتاتور بللی دی .
او س هم راګرځو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،(البته باید ووئیل شی ، چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )
د کابل چاپ نننیو ټولو ورځپاڼو د ولسمشرۍ د پرونیو ټولټاکنو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دی.
= هېواد دولتی ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلی، د جمهوری ریاست رڼو ټاکنو، د ښه افغانستان زیری ورکړ.
ورځپاڼه زیاتوی، ټاکنې له وړو تخنیکی ستونزو سره ملې وې، خو دومره نه چې د انتخاباتو شفافیت ته زیان ورسوی.
د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوی چې نوماندان دې د خلکو تصمیم ته چې انتخابات وو، درناوی ولری او د ټاکنو پایلې دې ومنی.
= د مسیر خپلواکې ورځپاڼې "په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون لاملونه او پر مشروعیت یې اغېز" تر عنوان لاندې سرمقاله کې ویلی، که څه هم تراوسه په ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه کره ارقام په لاس کې نشته، خو د څار بنسټونه دغه شمېر دوه میلیونه ښوولی.
دا چې ولې د خلکو ګډون کمرنګه و؟ د لیکوال په باور، امنیتی ستونزې، د پیاوړی کاندید نه شتون، د ټاکنو پر کمېسیون د ولس کم باور او نور بېلابېل عاملونه و.
د سرمقالې لیکوال د خلکو کم ګډون ته په اشارې سره بله پوښتنه کړې، چې راتلونکی حکومت به مشروعیت ولری؟
د ورځپاڼې په باور، دوه میلیونه کسان د ۳۰ میلیونو کسانو برخلیک نه شی ټاکلی، نو لازمه ده چې د سولې لپاره کار وشی.
= هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې نوماندانو ته سپارښتنه کړې چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې دې له حوصلې کار واخلی.
ورځپاڼه لیکی، وړاندې له دې چې نوماندان، د درغلیو، د بریالیتوب یا دویم پړاو ته د ټاکنو د تګ ادعا وکړی، پکار ده چې ټاکنیزو کمېسیونو ته وخت ورکړی، چې دوی په سمه توګه خپل کار سرته ورسوی.
= د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، ولس د جمهوری ریاست ټاکنې تحریم کړې.
د سرمقالې د لیکوال په باور، روانه ناامنی او د بیومټریک دستګاوو ستونزه په ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون دلایل دی.
ورځپاڼه لیکی، د ولس پر کم ګډون سره بېره که په ټاکنو کې درغلی ثابته شوه، بیا خو به هېواد یو بل درانه بحران ته ولاړ شی.
= دنیا ورځپانې په خپله سرمقاله کې لیکلی، کله چې په افغانستان کې د سولې بهیر سبوتاژ شو او پر افغانانو ټولې لارې وتړل شوې، دوی د مجبورۍ په حالت کې د ټاکنو لور ته بوتلل شول.
انیس دولتی ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلی، افغانانو له ستونزو سره سره په ډېره مینه په انتخاباتو کې ګډون وکړ او خپله رایه یې وکاروله او اوس کمېسیون ته مسوولیت ورګرځی چې د انتخاباتو شفافیت تامین کړی.